پرله پسې ګڼه – (۶)
تألیف: استاد کریم زماني
ژباړه: احمد سلیم ړنگ
د مولانا رح مړینه ( ټول په کوکار، اسوېلو او چغو دي)
د تودې او سوځونکې تبې په پای کې د ۶۷۲ سپوږمیز کال د جمادی الّاخر په پینځمه نېټه د اتوار په ورځ کله چې لمر د خپلو زرینو پلوشو لمن له زمکې راغونډوي، د معرفت او حقیقت هغه لمر هم د خارو له دې نړۍ خپلې وړانګې او پلوشې سپموي او د خپل ازلي جانان په لور درومي.
د مولانا رح ستړی ځان له ډېرې مودې د ناروغتیا په لومه کې راګیر و، هغه د ژوند په وروستیو ورځو کې حسام الدّینرحته خپل حال داسې څرګند کړ: « دا له عیبونو ډک د ځان څاروی، کله ناروغه او کله پړانګ او کله د ګوډ خر په څېر هېڅ د زړه د مرادونو او هیلو سره سم نه ځي. کله څنګه درومي او کله څنګه، نه مړ کېږي او نه خبر مني[1].»
هغه په ډېره لېوالتیا د خپلې حقیقي مینې او محبوب سره یوځای کېدنې ته په تمه و، هره شېبه دې ته سترګې په لار و چې اروا یې د ځان ډانچه پرېږدي او روحاني نړۍ ته والوځي. حضرت جاميرح په دې هکله وایي: « شیخصدرالدّین– (قُدِّسَّ سِرُّه) یې پوښتنې ته راغی او ویې ویل شَفاکَ اللّهُ شِفاءٌ عاجِلاٌ. مرتبې او پوړې مو لوړې هیله لرم چې روغتیا مو په برخه وي. چې مولانا رحد عالمیانو ځان دی. مولانا رح ځواب ورکړ: له دې وروسته دې سترڅښتن ستاسې شفَا ساتي. رښتیا دا ده چې د عاشق او معشوق تر منځ د وېښتو د کمیس هومره بل واټن نه دی پاتې، آیا نه غواړې چې نُور له نُور (پلوشې، کنایه د انسان اروا له ستر څښتن سره یو ځای کېدل) سره یوځای شي؟
من شدم عریان ز تن او از خیالمی خرامم در نهایات الوصال[2]
ژباړه « زما په ځان کې نور څه نه دي پاتې ( جسم چې د اروا له پاره کالي وي لرې شوی) او هغه زما له خیال رابهر شوی، په پای کې په مکیزونو د هغه سره د یوځای کېدو له پاره درومم.»
له هغې خوا د حضرت مولانا رح کورودانې چې غوښتل یې د معرفت دا ځلانده لمر په پرله پسې توګه د مني سیلۍ وهلو زړونو باندې د خپلو پلوشو پړکا وساتي او هغوی تاوده وساتي وویل: « کاش چې څلور سوه کاله ژوند وکړې چې ډېر وګړي له حقایقو او معارف خبر کړې. مولانا رح وویل: ګوندې موږ فرعونیان یو؟! ګوندې موږ نه مرو؟! موږ د خاورو دې نړۍ ته د تل پاتې مېشت کېدو له پاره نه یو راغلي. موږ د نړۍ په بندخونې کې بندیان یو. هیله لرم چې ژر به د خپلې مینې او محبوب خوا ته ولاړ شم. که د بېچاره و د لارښود او ښېګڼې له پاره نه وه نو یوه شېبه به مې هم د خارو په دې نړۍ کې تېر کړي نه ول[3].»
په پای کې د مانا دا ځلانده لمر د ۶۷۲ سپوږمیز کال د جمادی الّاخر په پینځمه نېټه د اتوار په ورځ خپلې سترګې پټې کړې او نړۍ یې په ویر او ماتم کښېنوله.
پنجم ماه در جماد آخـــر بود نقلان آن شــــه فاخر
سال هفتاد و دو بده به عدد ششصد از عهد هجرت احمد[4]
ژباړه« د جمادالآخر پنځمه ۶۷۲ سپوږمیز کال کې له دې نړۍ ولاړ»
په دې ویرجنه ورځ کې د مني سړه هوا په قونیې راخپره وه او د سیپۍ یا صدف په څېر د واورو وړې وړې بڅرې په سپینو وزرونو په مکیزونو له آسمانونو راښکته کېدې او ورو ورو په خاموشۍ پر زمکه کښېناستې او ژر به د وسپنې په څېر کلکې شوې.
له ولولو ډک د خلکو کتارونه، له زړو رانیولې تر ځوانانو، ښځو او نارینه و، مسلمانانو او ګبرو (زردشتیان)، مسیحیانو او یهودیانو په دې ستره غمیزه او ناورین کې برخه اخستې وه. او په هغه سړې هوا کې پښې لوڅي په داسې چغو، ساندو، او کوکار سره یې د جنازې بدرګه کوله چې ګوندې د هغوی د چغو غږ تر عرش رسېدو، رښتیا هم هغه د قیامت د ورځې په څېر وه. افلاکي لیکي: « ډېرو کبرجنو او له خدای منکرو په هغې ورځ ایمان راوړ، هغه د ژمي سخته سړه ورځ وه او د قونیې خلکو سر او پښې لوڅي روان ول[5].» د حضرت مولانا رح تابوت لکه بېړۍ د خلکو د توپاني ډلو پر سر اخوا دېخوا ګرځېدو، کله به د خلکو په تالاب کې له نظر ورک او کله پیدا شو، هر چا به په ټوله مینه زیار کاوه چې د هغه تابوت پر خپلو لاسونو ښکل کړي او یا یې پر اوږو ونازوي.
مردم شهر از صغیر و کبیر همه اندر فغان و آن نفیر[6]
ژباړه « د ښار ټول وګړي، واړه او زاړه، ټول په چغو، کوکار او ساندو سر ول»
کلیساوې، کنیسې (د یهودیانو عبادت ځایونه) او د ښار د ټولو ادیانو عبادت ځایونو کې خلک د ویر په ټغر کښېناستل. مسلمانان، عیسایان، یهودیان، ګبر… ټول په یوه خوا او یوه موخه روان ول، د ټولو یوه خبره په خولې وه هغه دا چې « د زړونو یووالی د ژبې له یووالي غوره دی» یووالی وو او بېلونه او تفرقه نه وه. تا به ویل چې د حضرت مولانا رح مینه ناک او یووالی غوښتونکی زړه پر ټولو زړونو واک چلوي. بېرنګي پر رنګونو برلاسې شوې وه ځکه چې « د رنګونو تلن لار او اصول بېرنګي ده». بېلتون او ځان ځانۍ کډه کړې وه او ټول د یو تن او ځان شوي ول. د ټولو ادیانو روحاني مشرانو مولانا رح خپل په سر ایښی او د مسلمانانو سره سم د ویر په ټغر ناست ول. په دې وخت کې یو اومه مزاجه او کوږ تلونکی شریعت وال چې د مولانا رح په تلن لار په سمه مانا روان نه و او د تفرقې او تعصب ناروغي یې په زړه وه غوښتل یې چې په دې ماتم کې د هغوی د برخه اخستنې مخه ونیسي، چې پر هغه یې غږ وکړ: مولانا رح زموږ مسیح و! هغه زمو عیسی و! موږ د عیسی او موسی ع رازونه او اسرار په هغه کې موندلي ول!
اهل هــــر مذهبی بر او صادق قـــــــوم هر ملّتی بر او عاشق
کرده او را مسیحیان محمـــود دیده او را جهود خوب چو هود
عیسوی ګفته اوست عیسی ما موسوی ګفته اوست موسی ما[7]
ژباړه « د هر مذهب او هر ملت وګړي د هغه پر رښتیاوالې مین ول، عیسایانو د هغه ستاینه کوله او یهودیانو داسې ښه ګڼلو لکه هود ع، عیسایانو ویل هغه زموږ عیسی دی او یهودیانو ویل هغه زموږ موسی ع دی»
تر څلوېښتو ورځو دا ویر او ماتم په همدې توګه وغځېد او له هغې وروسته د مولانا رح اروا او فکر په رښتینې مانا خپل حکومت د هغوی پر ذهنونو او زړونو حاکم کړ؛ او هر چېرې یې د هغه کیسې کولې او نکل یې کاوه تر دې چې نن هم دا ستره اروا او فکر ژوندی دی، ځکه چې د یووالي په لور تلونکی وو نه د بېلتون او تفرقې په لور.
بعد چل روز سوی خانه شدند همه مشغول این فسانه شدند
روز و شب بود ګفتشان همه این که شد آن ګنج زیر خاک دفین[8]
ژباړه « له خښولو څلوېښت ورځې وروسته ټبهولو خلکو شپه او ورځ دا ویل چې هغه ګنج او زېرمه تر خاورو لاندې شوه.»
نور بیا…
٭٭٭
پایلیک:
[1]. مکتوبات، ۱۲۸م لیک، ۱۳۳مه پاڼه د مولانا جلال الدین څخه رانکل شوې.
[2]. نفحات الانس، ۴۶۴ پ.
[3]. ل.رزندګانی ؟ مولانا جلال الدین محمد، ۱۱۰ پ.
[4]. ولدنامه، ۱۲۱ پ.
[5]. مناقب العارفین، ۲ ټ، ۹۷۲ پ.
[6]. ولدنامه، ۱۲۱ پ.
[7]. مخکېنی، ۱۲۱ پ.
[8]. مخکېنی، ۱۲۳ پ.