پرله پسې ګڼه – (۷)

تألیف: استاد کریم زماني

ژباړه: احمد سلیم ړنگ

د مولانا رح سپارښتنلیک

جامي رح وایي: مولانا رح د همسکالو او ملګرو له پاره داسې سپارښتنه کړې: اُوصيكُم بِتَقوَی اللهِ في‌السرِّ وَ العَلانِيَةِ وَ بِقِلَّةِ الطَّعامِ وَ قِلَّةِ المَنامِ وَ قِلّةِ الكَلامِ وَ هِجْرانِ المَعاصِي وَ الآثامِ وَ مُواظَبَةِ الصِّيامِ وَ دَوامِ القيامِ وَ تَركِ الشَّهواتِ عَلَی الدّوامَ وَ إحْتِمالِ الجَفاءِ مِن جمَيعِ الأنامِ وَ تَركِ مُجالَسَةِ السُّفَهاءِ وَالعَوامِ وَ مُصاحَبَةِ الصّالحِين وَ الكِرامِ وَ إنَّ خَيْرَالنّاسِ مَن يَنْفَعُ النّاسَ وَ خَيْرَ الكَلامِ ما قَلَّ وَ دَلَّ. وَالحَمْدُلله وَحْدَهُ[1]. « تاسې ته سپارښتنه کوم، په ښکاره او پټه له الله ج څخه په ډار، په لږ خوراک، لږ خوب او لږ ویل. او له ګناه او معصیت هېوادونه او لرې تیا، په پرله پسې توګه روژه لرل او لمونځ کول او د شیطان او نفس غوښتنو ته نه ویل، د خلکو بد سلوک او کړنو پر وړاندې زغم او صبر، له ناپوهو او سپکو خلکو  له ناستې ولاړې لرې کېدنه، او د ښو او سترو خلکو سره ناسته ولاړه. په یقین سره چې په خلکو کې تر ټولو غوره وګړي هغوی دي چې خلکو ته یې ګټه ورسېږي او تر ټولو غوره وینا هغه ده چې وړه او ښه وي او ټولې ستاینې یوازې د واحد الله ج دي.

د مولانا رح آثار ( هغه چې پر ټولو پوهنو برلاسی و)

مولانا رح د ژوند له پیل تر پایه د پوهې، معرفت او تهذیب ترلاسه کولو او د خپل نفس د بشپړېدا په لټه کې و، او ژوند یې په همدې توګه تر سره کړ. یوه شېبه هم له پوختتیا او کمال غوښتنې تم نه شو او ونه درېد او هره شېبه یې نوی فضیلت او پیاوړتیا او کمال ترلاسه کړ. دا هم شونې ده چې د هغه ویناوې له شته لیکلو آثارو ډېرې وي. د مولانا رح لیکلي آثار په دوه برخو چې نظم او نثر دي وېشل کېږي، لکه ۱. غزلونه ۲. څلوریزې (رباعي) ۳. فیه ما فیه ۴. مکاتیب (لیکونه) ۵. مثنوي.

۱. غزلونه

            د مولانا رح د آثارو دا برخه د کلیات یا دیوان شمس په نوم پېژندل کېږي. ځکه مولانا رح د ډېرو شعرونو په پای یا مقطع کې د خپل نوم او تخلص پر ځای او د شاعرانو له دود بېل د شمس تبرېزي په نوم ځان یاد کړی. دا غزلونه د وجد، حال، تواجد او بېقرارۍ له امله ویل شوي او پرېوو به په چټکه د هغوی په لیکلو پیل وکړ[2].

            دیوان شمس، د شعرونو دیوان نه دی، د یو توپان وهلي څپانده سیند شور او ولولې دي. دیوان شمس، د یو نارامه اروا هنداره ده چې له هېښنتیا، ولولو او راکښنو ډک دی[3].

            له شک پرته په فارسي ادب کې او په اسلامي کلتور کې او له دې اخوا بشري کلتور ته که وکتل شي د شعرونو په هېڅ ټولګه کې د شمس د دیوان په کچه، خوځښت او ژوند او مینه، څپانده او بهېدونکې نه ده[4].

ای هوس های دلم، بیا بیا بیا بیا

ای مراد و حاصلم، بیا بیا بیا بیا

از ره و منزل مګو، دیګر مګو دیګر مګو

ای تو راه و منزلم، بیا بیا بیا بیا

ژباړه« ای، ته چې زما د زړه هوسونه او هیلې یې، راشه راشه راشه راشه، ای زما موخې/ غوښتنې، او ای زما د غوښتنو او موخو پایلې، راشه راشه راشه راشه، د لارې او موخې ته د رسېدا د څرنګوالي په هکله څه مه وایه، نور نو څه مه وایه، نور نو څه مه وایه، ځکه، همدا ته مې لار یې او همدا ته مې موخه یې، راشه راشه راشه راشه.

            د نیکلسن د شمېرنې او وینا پر بنسټ د مولانا رح صوفیانه غزلونه «۲۵۰۰» غزلو ته رسېږي[5].

۲. څلوریزې (رباعي)

      دا څلوریزې چې عرفاني او معنوي ماناوې او مضمونونه لري «۱۶۰۰» څلوریزو ته رسېږي[6]، دا هم شونې ده چې یوه برخه یې د مولانارح نه وي[7].

۳. فیه ما فیه

       دا لیکی د مولانا رح د ویناوو ټولګه ده چې په خپلو ناستو کې پرې غږېدلی او د هغه زوی بهاءالدین چې په سلطان ولد پېژندل کېدو یا بل پرېو لیکلي دي او د لیکي په بڼه راغونډ شوي.

          د فیه ما فیه نکلونه او مثالونه او د موخو بیانولو څرنګوالی په ډېرو برخو کې د مثنوي سره ورته والی لري. یوازې دا چې د مثنوي په پرتله روښانه او پوهېدل یې ساده دي. ځکه دا اثر په نثر لیکل شوی او د شعر له بندیزونو، بندونو او کنایو لرې دی[8].

۴. مکاتیب (لیکونه)

دا لیکی چې په نثر لیکل شوی د مولانا رح له هغه لیکونو او لیکنو راغونډ شوی چې مولانا رح خپل هممهالو او همپېرو ته لیکلي او استولي[9] دي.

نور بیا…

٭٭٭

پایلیک:

[1] . نفحات الانس، ۴۶۵ پ.

[2] . اقتباس از مولانا جلال الدین محمد، ۱۴۸-۱۴۹ پ.

[3] . سیرې در دیوان شمس، ۲۹ پ.

[4] . ګزیده غزلیات شمس، ۱۵ پ.

[5] . مقدمه رومی تفسیر مثنوی معنوی، ۸۹ پ.

[6] . ل.ر. مخکېنی.

[7] . ل.ر. زندګانی مولانا جلال الدین محمد، ۱۶۵ پ.

[8] . ل.ر. مخکېنی، ۱۶۶ پ.

[9] . ل.ر. زندګانی مولانا جلال الدین محمد، ۱۶۷ پ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *