ځینې مجازي مینې د حقیقي مینې مرتبې ته نږدې وي. د نړۍ په هر شي کې کامیابي او ناکامي شته. خو ای انسانه! په دې پوه شه چې خوشحالي او خفګانونه درته الله تعالی درکوي او دا چې الله پاک درته د تقدیر په فلسفه کې جدايي او فراق لیکلی وي، په دې خوشحاله اوسه.
ای ځوانه! خپلې ناکامۍ ته مه خفه کېږه! ځکه د ځینو ناکامیو کاميابي په ناکامي کې ده.
په نړۍ کې ستونزمن ترینه ناکامي د مینې ده، کوم تکلیف او سوزنده اور چې په مینې کې دی، د نړۍ په هیڅ شي کې نشته، خو همدغه د مینې ناکامي وه، چې د لیلا او مجنون نومونه په ټولې نړۍ کې یادیږي او ستوري یې په اسمان کې یو ځای دي، د لیلا او مجنون د مینې ناکامي وه، چې نن تلپاتې نومونه دي او کامیابي یې په همدې ناکامي کې وه.
د مینې له درده سخت درد نشته، چې په ځینو انسانانو د نړۍ له ټولو تکلیفونو نه سخت تېرېږي.
په غیر ارادي (ناشعوري ) ډول د خفګان هغه احساس چې په مین کې وي، د نړۍ په هیڅ انسان کې نه وي، خو د دې خفګان احساس د هر چا کار نه دی، تر څو چې یې د درد دغه مرحله نه وي تیره کړي.
د مجازي مینې اقسامو کې یې یو ډول د مینې (لیلا) سره مینه ده، چې له ډول مینو یې تکلیف زیات وي، هغه اوښکې چې د مین له سترګو غورزېږي، له نورو سترګو یې بهیدل امکان نه لري، دمین ټول بدن نارامه وي، سترګې یې هره لحظه د چینو په شان روانې وي، یوه ورځ یې د یوه کال سره برابره وي، وخت او زمان پرې ولاړ وي، دنیا پرې تنګه وي، او د نړۍ په هر شي کې د وحدت الوجودیانو صوفیانو چې الله تعالی ویني، مین پکې خپله لیلا ویني.
مین خپلې مینې ته اړتیا لري، خو دا چې اکثره مینان یو بل ته نه رسېږي، نو ډېر خلک باید د مین مقام ډېر لوړ وګڼي او مین ورسره وکړي، ځکه چې دوی د مینې لپاره لیونیان شوي وي، په غیر ارادي ډول دمین لیونتوب د هغو لیونیو نه چې له موره لیونیان پیدا شوي وي سخت دی.
دمینې په بدنامۍ کې یې نیک نامي ده، ځکه چې اکثرو ته مینه کول ګناه ښکاري، خو د ځینو مجازي مینانو او عاشقانو مرتبه د حقیقي مینانو سره برابره وي.
ای خدایه! دمینې درد سخت ترین درد دی، په دې رنځ هیڅوک مه مبتلا کوه، ځکه چې د دې رنځ علاج ناممکنه دی او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې تکلیف د انسان روح او روان ته صدمه رسوي.
په لیکنه کې مو درنه امیدواري پرته ده، د همدې نا امیدۍ څخه وېرېدونکي خلک دوه ځایه ژاړي، یو له مجازیت سره مینه بد عواقب، بې ځایه وخت ورکونه(د ناصبرۍ په سبب) ،ذهني نا آرامتیا او بل هغې ته نه رسېدنه او پایله یې تر اوږده وخته ژور خفګان ،په په زیات امکان د ځان بایللو سبب کیږي.
له یوه اړخه مو مینان ښه بې غمه کړي…
بری!
هاشمي صاحب په خوله مو برکت شه ښکلې لیکنه ، د کائناتو مالک دې د ټولو مینانو په زړونو کې د صبر او زغم ، او په لنډه کې به دا ووایم چې خدای ج دې ټولو مینانوتو ته بریالیتوب، صبر او سرلوړي په نصیت کړي. توان ور په برخه کړي