فرید باراني

زموږ د ژبې ګڼ اصطلاحات داسې دي، چې که یې په خوله راوړو؛ نو ممکن د اورېدونکي په سطحي تصور کې، له ژبې او ټولنې سره د ظالم جامه پر تن کړو. نو په همدې خاطر زه د ارواښاد باراني د شخصیت په اړه څه نه لیکم او دا هم نه وایم، چې دی یو غرق انسان و، بلکې ښه به دا وي، چې په مستقیم ډول یې پر لوړه شاعرۍ خبرې وکړو.

ما چې د ارواښاد باراني شعرونه ولوستل؛ نو د یوې نادرې خوښۍ احساس مې وکړ او د یوازیتوب له کړۍ مې په ناپایه ګڼه- ګوڼه کې پښه کېښوده. دا هوس په دې مانا نه، چې ګواکې باراني په غمجنو تورو، زمانه غندلې، یا يې د خپل سکوت له هرې شېبې سر ټکولی او د یو درانه خوب په ارمان یې سترغړي پړسېدلي؛ بلکې د زبردست ازاد نظم په فورم کې، د باراني هره وینا د ژوند له سکون‌سازه رنګونو مالامال ده او پر موږ د مبارزې هغه خوند څکي، چې باید هر انسان پرې ژبه تېره کړي.

باراني وايي:

زمانه ناسته ده تاریخ لیکي

د کمپیوټر سپېڅلي روح د وینو بوی نیولی

او رسنۍ له رواني تکلیف نه نه‌شي وتی

تاریخ لا هرڅه لیکي

ټلوېزیونونه لا هر څه خپروي

حتی زما د برايي ناهیلي

چې مې له ستوني تېر کړل

ټول ګیلاسونه، میخانه او ساقي…

Google د وینو او جګړو له تصویرونو ډک دی

چا لا هم داسې قهرمان ونه‌موند

چې د ګوګل حافظه وتښتوي

د مجازي نړۍ اروا پاکه کړي

ټول تصویرونه د جګړو ډیلېټ کړي

ټول تاریخ وسوځي

او د بمونو خولو کې وکري

ګلان د مینې

په پورته نظم کې باراني ګیله کړې؛ خو دا خوابدي یې له ژوند نه، بلکې له هغه چا ده، چې ژوند کولو ته یې ټټر ووهلی.

سینوهه لیکلي: ((…لږ موده وروسته متوجه شوم چې د کرت د خلکو په ژبه کې داسې کلمه نه‌شته، چې له امله یې خلک د مرګ په معنا پوه شي او خلک داسې عیاشي او ساتېري کوي، چې هېڅکله د مرګ په مانا پوه نه‌شي. که څوک مړ شي د جنازې د لېږد له‌پاره له ډول- ډول چلونو استفاده کوي؛ ترڅو څوک پوه نه‌شي، چې کوم سړی یا ښځه مړه شوې ده…))

زمانه ناسته ده تاریخ لیکي

د کمپيوټر سپېڅلي روح د وینو بوی نیولی

او رسنۍ له رواني تکلیفه نه‌شي وتی

تاریخ لا هرڅه لیکي

ټلوېزیونونه لا هر څه خپروي 

خو ارواښاد باراني د کرت (اوسني هند) د خلکو غوندې، د مرګ تصور نه غندي، بلکې لوی هدف یې، د ژوند د هغه اړخ سپړل دي، چې ترډېره پکې د عشق نغارې غږول کېږي.

باراني الې هم مجبورې ګڼي، چې له دغه جبره د وتو دومره چل نه ورځي؛ تر څو د انسان په نوم دغه مخلوق ته د اختیار زېری ورکړي.

چا لا هم داسې قهرمان ونه‌موند

چې د ګوګل حافظه وتښتوي

د مجازي نړۍ اروا پاکه کړي

ټول تصویرونه د جګړو ډیلېټ کړي

ټول تاریخ وسوځي

او د بمونو خولو کې وکري

ګلان د مینې 

لنډه دا چې د ارواښاد فرید باراني په دې ټولګه (سکوت سندرې وايي) کې، چې د ګل رحمن رحماني په زیار، سمون خپروندویې ټولنې تازه چاپ کړې؛ لوړه سېمبولیکه شاعري ده، چې پکې د هر شعر- هر بند، هره کلمه د ژوند تعرف کوي او ویلای شو، چې د شاعر سکوت په رښتیا هم سندرې وايي.

دلته د شپو په تن کې

د یوه ستړې زړه غوغا ویده ده

زه لا د خونې له کړکۍ سره خواله کومه

سکوت سندرې وايي

لانده کالي مې د تناب په سر ګډېږي راته

تیارې مې غېږ کې نیسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *