روښان ستانکزی
د مجاهدينو مشرانو د شاهانو په سطحه ژوند درلود، بچيانو يې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کولې، ښځو يې له ډالرو سره لوبې کولې او لا یې هم کوي. ډېر پخوا مې په پېښور کې په يوه ورځپاڼه کې ولوستل چې د رباني مېرمن په يوه هوايي ډګر کې چې اوس رانه هېر دی، له يوه بکس ډالرو سره ونيول شوه.
د دوی خپل او خپلوان هم په مزو او چړچو کې وو، په ځانګړې توګه د ښځې له خوا خپلوان يې. د استاد سیاف شل که يوويشت اوښي وو او په ده راټول وو. د مرحوم مولوي صاحب خالص وراره به چې کور ته سودا راوړه، نو له دې خوا به يې په هماغه پلاستیک کې د خالص بابا له کوره پيسې اېستلې چې وروسته بیا ونيول شو.
همداسې د طالبانو مشران هم د مجاهدينو د مشرانو يا رهبرانو په څېر بې تاجه شاهان دي. له ټولو هغو نعمتونو چې د مجاهدینو مشران برخمن وو، دوی او د دوی کورنۍ او خپلوان هم برخمن دي. د طالبانو مشران په اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، کويټه او نور ښارونو کې لوی، لوی کاربارونه او جایدادونه لري. د عبدالحکیم مجاهد د زوی واده په اسلام آباد کې و، روغ، روغ پسونه يې پکې پاخه کړي وو. مولوي احمد جان په اسلام آباد کې ژوند کوي. دوی د افغانستان ډېر بې وزلي خلک وو، خو اوس نړيوال سوداګر دي. د یونس قانوني خبره چې موږ هر څه یو، د جهاد له برکته یو. دوی هم د جهاد له برکته ميلیونران شول. پر دوی د استدراج کلمه صدق کوي. په يوه حديث شریف کې راغلي چې که الله تعالی يوه بنده ته سره له ګناهونو دونیا ورکوي، نو هغه استدراج وي. دوی به الله تعالی یو ناڅاپه نیسي او له نهیلۍ او پښېمانۍ به بل څه ورسره نه وي.
قومندانان هم د مشرانو په لست کې راځي، خو دوی ډېره خطرناکه طبقه ده، دوی د افغانستان د وراني اصلي عاملين دي. له مسعود نه نيولې تر يوه ډېر کوچني قومندان پورې ټولو د افغانستان په وراني کې په شعوري او ناشعوري ډول برخه اخيستې ده او اوس هم لګيا دي. د دوی د خطر اصلي اړخ دا دی چې دوی نږدې ټول له استخباراتو سره تړاو درلود. له اسلامي حزب سره له کوم تړاو پرته وايم چې په دې حزب کې قومندانانو ته اجازه نه ورکول کېده چې له بهرنيو استخباراتو، په ځانګړې توګه له ای، اېس، ای سره سره مستقيمې اړيکې او راکړه ورکړه ورسره ولري، خو په نورو جهادي ګوندونو کې دا عادي خبره وه.
د اسلامي حزب موقف دا و چې پاکستان يا استخباراتي اداره به يې له موږ سره مرسته کوي او موږ به بیا هغه خپلو قومندانانو ته ورکوو. خو د نورو جهادي تنظيمونو وضعیت بيخي اپوټه و. له يو نيم پرته، د دوی ټول قومندانان له ای، اېس، ای او نورو استخباراتي کړيو سره تړلي وو. آن که به د اسلامي حزب کوم قومندان خپل اقتصادي حالت نه شو زغملی او دومره ایمان به پکې نه و، نو هغه به هم نورو جهادي تنظيمونو ته پناه وړله. هلته به هغه ته ډبل ډاټسنې ورکول کېدې، مياشتني معاشونه، وسلې او داسې نور هر څه ورکول کېدل. د اسلامي حزب يو قومندان انجنير معراج الدين د بېلګې په توګه يادوم، دی چې کله له حزب سره و، نو موږکان به یې په مرکز کې په ټټ او ټاپ کې تېرېدل، خو کله چې له استاد سیاف سره شو، نو بیا يې پسونه وهل او په ډبل ډاټسن کې به ګرځېده، ځکه چې د استاد سیاف تنظیم ته تګ ای، اېس، ای ته د تګ به معنا و. خو دوی به بیا ازادي نه لرله، د ای، اېس، ای په خوښه به جنګېدل، عامه تاسیسات به يې ورانول او مجبوره وو چې هر هغه څه ته غاړه کېږدي چې ای، اېس، ای د افغانستان د وراني لپاره په پام کې لرل.
د دا ډول قومندانانو چې له ای، اېس، ای سره يې نېغ په نېغه اړيکه لرله او د استاد سیاف په تنظيم کې وو، لنډه یادونه کوم. استاد سازنور، حفیظ الحق او توریالی همت هغه درې قومندانان وو چې په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې یې فعالیت کاوه. دا دوه لومړني يې اوس نشته او ګومان کېږي چې ای، اېس، ای له منځه یووړل. استاد سیاف چې اوس له ای، اېس، ای نه ډېره کرکه لري، اساسي علت يې دا دی چې دی يې ډېر زيات تېر اېستلی دی.
دوی به د ای، اېس، ای په امر له درونټې تر سروبي په يوه ورځ عملیات پیل کړل، عمليات به سهر پیل شول، ماښام به پای ته ورسېدل، په ځانګړې توګه د روسانو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر وړاندې. د ای، اېس، ای جنرالان به ورسره وو، ورته ویل به يې چې د درونټې بند وولي، کمپيوټري هاوانونه دوی ته نوي راغلي وو. استاد سازنور او حفیظ الحق خپله وسه وکړه چې د درونټې بند والوزوي، خو بريالي نه شول. توریالی همت خو داسې و، لکه ……، هره ورځ به يې جګړه کوله، لس پنځلس به د ده کسان مړه وو او همداسې به يې له دولت څخه وژل. د ده مرکز کتیبة الموت (د مرګ لوا) نومېده.
په ظاهره خو د دوی شعار جهاد و، خو په باطن کې دوی په دې ښه پوهېدل چې کاروبار کوي او هغه هم د سرونو او وینو کاروبار. شتمنۍ يې جمع کولې، کورونه يې رانيول، سوداګرۍ يې کولې، لوکس لوکس موټرونه يې رانيول او څلور څلور ښځې يې کولې.
د طالبانو قومندانان هم همداسې دي. کاروبار کوي، خو د وینو کاروبار، د يوه ملت پر سر د لوبو کاروبار. طالبان لا له مجاهدینو هم څو لوېشتې وړاندې دي. پر دې سربېره چې نږدې ټول ای، اېس، ای په غېږ کې نيولي دي، معاشونه ورکوي او په پاکستان کې يې هر ډول ازادي ورکړي ده، د اختطافونو په بدل کې هم په ميليونونو ډالر لاسته راوړي. اختطاف دلته په افغانستان کې کوي، پیسې په پېښور کې اخلي. آن دا معامله له ډېرو بانفوذه پاکستانيانو سره هم کوي. زه پخپله د يوې داسې پېښې شاهد یم چې طالبانو په بټي کوټ کې يو پاکستانی نیولی و، خو معامله يې په پېښور کې ورخلاصوله او هلته يې ترې پیسې غوښتلې.
خو د مجاهدینو او طالبانو ترمنځ تر ټولو بد ګډ ټکی د بې ګناه خلکو وژنه ده. مجاهدينو ته به چې هر چا د هر چا شیطانت وکړ چې دا خلقي يا پرچمي دی، نو هغه به بيا په دې دونیا څکه نه شوه کولای. مجاهدینو په لسګونو زره کسان يوازې په ګمانونو ووژل. نه به محکمه وه، نه به قاضي و، یو جاهل ټوپکوال به د خلکو د ژوند او مرګ پرېکړه کوله. آن دا کار يې په خپل منځ کې هم کاوه. په لغمان کې روسانو او کمونستانو دومره خلک نه دي وژلي لکه د حزب او جمعيت ترمنځ په خپلمنځي جګړو کې چې وژل شوي دي.
طالبانو په لغمان ولایت کې يو کس په دې وژلو ته روان کړی و چې د کابل بانک کارت ورسره و. په څمکنۍ ولسوالۍ کې طالبانو يو داسې کس وواژه چې له تېرو پنځلسو کلونو يې په عربي هېوادونو کې مزودري کوله. دی ما له نږدې پېژانده.
څو ورځې وړاندې د کونړ طالبانو په وټه پور ولسوالۍ کې د پوليو مفاهموي مسؤل خدای بښلی فضل الرحمن په دې وواژه چې ګواکې امريکايانو ته جاسوسي کوي. د ده پر جسد يې يو کاغذ هم ايښی و چې پرې يې د يو آيت شريف يوه برخه او يو حدیث لیکلي وو. آيت شريف يې هم غلط لیکلی و او حديث هم ډېره ضعیفه و. په داسې حال کې چې نه آيت او نه هم حديث د بې چاره فضل الرحمن په وژلو دليل کېدای شي. د داوړو موضوع او مقصد بل شی دی. د طالب د لیک يوه س��ن کاپي لاندې مشاهد کولای شئ.
دې احمق طالب لیکلي چې اسامه هم داسې کسانو شهید کړ چې کور په کور ګرځي او امريکایانو ته معلومات ورکوي. په داسې حال کې چې د سياسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې د ای، اېس، ای يوه داسې کارکوونکي چې د اسامه د ساتلو مسؤليت يې درلود، امريکايانو ته د اسامه پټنځای ښودلی و.
که داسې وي چې د شکيل افريدي له امله چې امريکايانو ته يې د اسامه په اړه جاسوسي کوله، ټول واکسيناتوران ووژل شي، نو بيا خو په ملایانو کې هم جاسوسان شته، ولې د دې جاسوسو ملایانو له امله ټول ملایان مباح الدم نه دي؟
ستانکزی صاحب ډير په زړه پوری ليکنه مو کړی کورموودان او په قلم مو برکت شه،هيله ده چي دايي پای نوی اوادامه ورکړی،په دی زوريدلی ملت داسی حالات تير شوی چي دانسانيت څخه لری دی ،زه تاسو څخه هيله لرم چي دعنی شاهيدانو څخه دثبوت لپاره ګټه پورته کړی حتی دکابل په شاوخواکی داسی حوادث تير سوی چي په جناياتوکی ساری نلری.تاسوته دژوند په ټولو چاروکی کاميابی غواړم.
ليكواله سومره ناانصافي دي كڑي او سومره لوى درواغ دي ويلي
عبدالحكيم مجاهد چيرته ده ؟ او سوك ده ؟ هغه طالب مشرنه بلكي دسولي دبدنامي پروژي غڑى دى او مولوى احمدجان خو دير پخوا شهيد شوى دى
نو درته چيلينج ده يو طالب مشر خو راوخيه چي په مجللو بنكلو كي ژوند كوي؟
لیکنې دې حقایق په ګوته کړي،خو دحزب اسلامی نه هم سپینه کونتره مه جوړوه دې حزب هم ډیر بې ګناه افغانان د ای اس ای په اشاره وژلي او دافغانستان په ورانولوکې یې ای اس ای ته ښه پوره خدمت کړۍ