د روسانو دراتګ سره د جهاد مجاهد او مقاومت خبري ډیری تکراری سوي دي
په دی کي شک نسته چي جهاد دالله تعالی ج امردی او پرټولو مسلمانانو فرض دی دروسانو راتګ او دهغوي پروړاندي جهاد دمیلیونونو افغانانو پرقربانیو ترسره سو
دا قربانی دنړۍ په تاریخ کي ساری نه لري روس هغه ښاماروو چي یواځي افغانستان نه بلکی نړۍ لپاره یو لوی ګواښ بدل سوی وو.
زموږ د وینو او سرونو قربانی وي چی ددې ښامار مخه یې ونیوله دروس له ماتې څخه وروسته دمجاهدینو په نوم ډلو خپلمنځی جګړو ته زور ورکړ او دغه ستر ارزښت يې ونه ساتي
دوي داسی یو تاریخی چانس له لاسه ورکړ چی ډاکټرنجیب د استعفا اعلان وکړ او هغه وویل چی مجاهدین دي راسي او خپله دي یو ګډ حکومت جوړکړي او پدی وخت کي دافغانستان هوایی ځواک اداری سیستم اردو هرڅه پرخپل ځای وه
خو مجاهدینو دواک په خاطر نتیجی ته و نه رسیدل لمړی یې کابل ټوکر ټوکراو بیایې په ټول هیوادکي ټوپکسالاری حاکمه کړه او داسي کړنې یې ترسره کړی چي سړی یی په ویلو شرمیږي.
جهاد خو هغه چا وکړ چي هغه خپل سرپردي وطن قرباني کړ او وروسته دجهاد د نامه ځینو کسانو سوأ استفاده وکړه او پدي نامه یې دملت څخه امتیاز غواړي چي موږ جهاد کړی دی دا لنګه غوأ هغه وخت چي د طالبانو حکومت ړنګ سو او د حامدکرزی په مشری نوی حکومت جوړ سو ډیره ولوشل سوه.
او حتا نوی نسل چي بیخی یې یوه ورځ جهاد هم نه وي کړی وایي زه د مجاهد زوي یم او زما پلارجهاد کړي دی ماته باید یو څه امتياز راکړي.
اول خبره خو داده چي دغو ټیکه دارانو ته زه وایم تاسي باید محاکمه سوي وایي تاسي دیو نیم میلیون شهیدانو په حق کي ظلم وکړ او تاسو د جهاد د نامه څخه سوأ استفاده وکړه ستاسو اعمال خلګو ولیدل.
تاسو بلندمنزلي جوړي کړي اروپا او امریکا کي مو کورونه رانیول اولادونو مو د نړۍ دلوړ ترینو پوهنتونونو ته واستول دعشق اوعشرت ژوند مو غوره کړ
تاسی ته نو نورشرم په کاردی چی لاهم دا غوای لوشي چي ما جهاد کړي دی
چاچي ددې هیواد او خاوری لپاره خدای په خاطرسرقربانی کړي وي دعاکوم
خو هغه معامله ګرچي دجهاد ،مقاومت په نامه کریډیټ اخلي هغه ددې وطن دبدبختیو عاملین بولم نن ورځ ۸ مه د ثور چي افغان ولس دبریالیتوب ورځ ده په ټول هیواد کي ددې ورځي دبریالیتوب په اړه غونډې جوړیږي.
ماد ځینو غونډو جریان تعقیب کړ بیاهمدغه ناکامه څهرو پرسټیج باندي دا غوأ و لوشل زه فکرکوم چي دا غوأ نوره وچه سويده او عجیبه ملت په دوي پوهیږي چي ددې نامه څخه داسلام او جهاد په نومونو باید نورسوأ استفاده ونه سي.
دوي چي دا معیار ټاکي او وایي چي ما جهاد کړي دی او ماته باید واک راکول سي جهاد خو دالله فریضه ده بدله یې دالله تعالی څخه وغواړي نو ته یې دملت څخه ولی غواړی؟
او که زه دا ووایم چي ماپنځلس کاله لمونځ کړي دی نو لمونځ هم دالله فریضه ده نو ماته باید امتیاز راکول سی؟ داکیداي سی؟ اصلی خبره داده راځئ چي نور دغه تاریخي تیروتنې و منو دی وطن ته تعهد وسپارو او اوس مو هم هیواد له ډیر بد حالت څخه تیریږی.
موږ اوس هم دبشپړۍ خپلواکۍ خبره نسو کولاي خو مهمه داده چي راځئ دی وطن ته دوامداره سوله راولو رشوت فساد او خیانت لمنځه یوسو او اجتماعي عدالت ته لاره هواره کړو په ارزښتونو ولاړ مسولین باید صحنی ته راداخل کړو او داوسنۍ ناورین څخه ځان خلاص کړو او اوس باید ټول پدی وپوهیږو چي څه روان دي او کومه جګړه روانه ده ددې جګړي ګټه مستقیما ای ایس ایی ، سپاه پاسداران ، سی ای یي ، ام ایي سیکس ، کي جي بي ته رسیږي.
داجګړه یواځي موږ ذلیله کوي او نور مو هم د غلامي لورD ته ټیل وهي راځئ نور دابي ځایه غرور پریږدو او دي وطن ته ژمنه وسپارو او نور باید په یو او بل نامه باندي ځانونه تورن نه کړو او هرهغه څه چي مو د خدای تعالی لپاره کړي وي هغه باید چي د ملت څخه ونه غواړو څوک چي دی وطن ته اخلاص او صداقت لری هغوی ته چانس ورکړو ترڅو دا وطن له روان بهران څخه وه ژغورو
کله چی پرسټیج دا احساساتی خبری کیږی ډیر دځان سره افسوس وه کړم چی یو واری خو دی دغه ستراسلامی ارزښت ونه ساتي او بیادی داولس پرسرمعامله وه کړ او اوس بیا هم لګیایی چی ما توره وهلی ده دڅه شی توره؟ ،کومه توره؟
راځی چی خدای تعالی یاد کړو او حقیقت ته غاړه کښیږدو کنه نور به هم دتباهي وه خواته لاړ سو په پای کی پرملت ږغ کوم راځئ چي نور په دغو نومونو چاته حق ورنه کړو چي ماتوره وهلی ده او دا قضاوت به تاریخ ته پریږدو تاریخ ترهرچا ښه قاضی او انصاف داره فیصله کوي او موږ ته پکار ده چی ملي یوالي ته کاروکړو او دی وطن ته دوامداره سوله راولو.
په درنښت