چېرته چې د لوست ګراف ټيټ وي، هورې د جرمونو کچه لوړه او زندانونه له انسانانو ډک وي.
ډېری مجرمین اوس هم په افغانستان کې سرې سترګې ګرځي او ډېری نور بيا به زندانونو کې خپل کاربار کوي. په زندانونو کې د دوی لپاره ژوند تر بهر ښه تمام شوی، ځکه چې ډېری يې خپل بيرونی کار له زندانونو سنبالوي او لوی لوی کاربارونه يې پيل کړی دي.
د نشه يي توکو او وسلو کاربار يې تر هغه وخت څو برابره پراخه او خوندي شوی، چې له بيرون به يې چلولو او کنټرولولو. د وژنو او جنايي کارونو کنټرول يې تر پخوا ډېر غځېدلی دی، پخوا به يې په يوه ښار کې بانډ لرلو، خو له هغه چې د زندان د مېلو شاته لوېدلی، په ډېرو ولايتونو کې يې بانډونه فعال شوي، لامل يې د ځانونو لپاره په زندانونو کې د يوه خوندي چاپېريال او له هره اړخه منظم ژوند برابرول دي.
د افغانستان په زندانونو کې بنديان په ښکاره له موبايل ټلېفون استفاده کوي او هغه چې په نشو روږدي دي، پرېمانه نشه يي توکي ور رسيږي، ځکه خو په زندانونو کې د معتادينو شمېر مخ په لوړېدو دی.
زندان د اصلاح ځای دی، خو د افغانستان زندانونه په خورا خطرناکو مرکزونو بدل شوي دي، کله چې بندي له زندان ازاد شي، بيا هم خپلو پخوانيو کړنو ته لاس ور اوږدوي او تر هغه په خطرناک انسان بدل شوی وي.
که د بند په موده کې د زنداني د اصلاح لپاره هڅه شوې وای، که په زندانونو کې د دوی د ناوړه کارونو مخه نيول شوې وای او تر ازادۍ وروسته يې ګرځېدل څارل شوي وای، نو تر ډېره به د پېښو د بيا تکرار مخه نيوی شوی و.
څوکاله د مخه د افغانستان مشهور زندان څرخي پله ته د يوه مستند فلم ثبتولو په هدف له خپل ټيم سره لاړم، ښه مې ياد شي، چې زندان ته خلک په خورا سختی سره ننوتل او له اوږدو تلاشيو وروسته پرېښودل کېدل، دومره ظاهري پلټنې کېدې، چې ټوله ورځ په پلټنو تېره شوه.
د زندان د پلټنې د برخې له يوه نوکريوال مې وپوښتل، چې دومره ژوه تلاشي د څه لپاره؟ د هغه ځواب دا وو، چې له دې سره سره بيا هم ډېری وخت ځينې هغه ځيزونه زندان ته د ننه کېږي، چې پرې بنديز دی.
نوکريوال د بېلګې په توګه راته ځينې شيانو نمونه ياد کړل، چې څه ډول يې د ننه کېږي: ((په ګېډو کې نشه يي توکي د ننه کوي. يوه مېرمن مو ونيوله، چې په خپل شرم ځای کې يې توپنچه اېښې وه. دا یې بېلګې دي، په هرځل له داسې پېښو سره مخ کېږو، چې د يادولو نه دي.))
دا خو هغه څه دي، چې امنيتي مسوولين يې په نيولو توانيږي، خو هغه چې تر ډېره يې په نيولو نه توانيږي، زندانونو ته د ننه کېږي، هغه به څه وي. که په زندانونو کې د معتادينو شمېر لوړيږي، لامل يې دادی، چې دوی نشه يي توکي لا نه دي کنټرول کړي او لا هم په زياته اندازه د ننه کېږي.
اصلي خبره دا ده، چې په زندانونو کې ډېری داسې کسان لاهم بېغمه ناست دي، چې د اعدام حکم پرې شوی او يا هم په عمري بند محکوم دي، خو د دوی د ډېريو د اعدام سزا اوس بند او د عمري بند سزا يا تمامه شوې او يا هم ورو ورو راکمېږي او بښل کېږي، ځينې يې د ولسمشر د عاطفي بښنو په فرمانونو او ځينې يې د معاملو پر بنسټ.
ډېر داسې زندانيان شته، چې ازاد شوي، خو په بيا بيا په پېښو کې ښکېل پېژندل شوي، چې بېلګې يې کمې نه دي.
د پغمان په پېښه کې چې کوم کسان ونيول شول، ډېريو يې يوه او دوې دورې زندان تېر کړی او دا ددې لپاره، چې په جرمونو کې ښکېل پېژندل شوي.
د طالبانو له راپرځېدو او کابل ته موقت حکومتله راتګ سره سم د ريیس خدایداد نوم د ژبو پر سرو شو، هره ورځ هره اونۍ او هره میاشت د پولیسو په امنیتي حوزو او کابل قومندانۍ او د کورنیو چارو په وزارت کې همدا د ریيس خدایداد نکل و، چا به ویل، هغه د جګپوړو دولتي مشرانو ملاتړ لري، چا به ويل، بانډونه يې خطرناک دي او چابه نورې تبصرې کولې، ځکه چې دغه حرفوي مافيا او مجرم جرایم هم په لوړه کچه کول، خو ټول جرایم یې د لوټ مارۍ او وژنې پر محور ګرځېدل.رييس خدایداد څو ځله د امنيتي ادارو له لوري ونيول شو، خو زندان به يې مات کړ او په تېښته به بريالی شو. چا به ویل، هغه د کابل په ښار کی په تورو ښیښو لندکروزر موټر کې د پولیسو په پلیټ او د جنرالۍ په یونیفورم کې ګرځي او په مټ يې سترې سترې معاملې کوي، چابه څه ويل او چا څه، خو بلاخره پرون يوځل بيا د ملي امنيت له لوري ونيول شو، ګام نېک وو، خو ددې قضيط پلټل پلټل او پای ته رسول يوڅه اندېښمنوونکي دي.
که ریيس خدایداد دومره زوره ور وي، نو اياده ته به قانوني سزا ورکړایشي؟ ايا عدلي او قضايي ادارې به د هغه مافيا سره ډغرې ووهلی شي، چې ټول هېواد يې لاندې کړی دی؟
وړمه ورځ د کابل د جنايي جرمونو د مبارزې رييس ويل، د پغمان د پېښې د عاملينو له قضيې نه د لاس اخستلو په هدف خورا ډېر فشارونه دي، چې بايد ترې په شا شو.
دا بېلګې دي، چې وړاندې شوې، ډېر رييس خدایدادان شته، ډېر د پغمان د پېښې د مجرمينو په څېر، خو دا بايد جوته شي، چې ددې کسانو تر شا د چا لاس دی او د چا په مټ يې دومره وده کړې ده.
اوس پکار ده، چې په دې برخه کې له عاطفې نه کار وانه خستل شي، دولت دهېچا فشارونو ته تن ورنه کړي او په ټولو مجرمينو قانون پلی کړی. که داسې عاطفې موجودې وي او هرمجرم بښل کېږي، نو دا به ناشونې وي، چې جرمونه دې پای ومومي او ولس دې له دې ناتار بېغمه شي.