آغامحمد قریشي

له تېرو دیارلس کلونو په افغانستان کې پر نړیوالو سربیره افغان حکومت هم د میرمنو د حقوقو په نوم درانه لګښتونه کړي او د رسنیو پر مخ یې دې مسئلې ته زور ورکړی. نړیوال متحدین دولتونه خپلو ملتونو ته په دې کار سره د اوړو پزه اږدي. افغان حکومت بیا په خپل وار په دې نوم پیسې تر لاسه کوي او نړیوال خوشحالوي چې ګڼي د میرمنو حقوقو لپاره کار کوي. هر کله چې نړیوالو له افغانستان سره لږ او یا هم ډېره مرسته کړې، د میرمنو ونډه پکې څرګنده وي، او پر دې ټینګار کېږي چې باید د ښځو د پرمختګ، سوکالۍ او د حقوقو د خوندیتوب لپاره پیسې ولګول شي. دا کار یې سم او پر ځای دی، دا جوته ده چې د میرمنو په ژوند کې باید ګټور پرمختګونه راشي، دا هم څرګنده ده چې په نیګړې توګه توګه د میرمنو په ژوند کې ښه والی راغلی، خو په دې هم سترګې نه پټېږي چې دا هر څه یوازي د یوې محدودې دایرې په ددننه ګېر دي.

له بده مرغه په دې برخه کې هر څه یوازي تر وزیر اکبرخان او د ځینو ولایتونو تر مرکزونو محدود پاته شوي. په افغانستان کې د ښځو حقوق د اروپا او نورې اسلامي نړۍ په څېر نه تعریف شوې او نه هم هماغسي بنسټیز معیارونه ورته په پام کې نیول شوي، چې باید له یوه اړخه نړیوالو قوانینو او له بل لورې له ملي قوانینو او ارزښتنونو سره په همږغۍ کې وي. دلته یواځې د ښځو حقوقو د خوندیتوب پر سر لویې معاملې شوې او لا هم روانې دي. په کابل کې ورته د ګوتو په شمار میرمنې ناستې دې، هر څه چې راځي دهغوی تر فیشن، موډ او جیبونو نه اضافه کېږي. هیڅلکه د میرمنو لپاره ځانګړې شوي لګښتونه او پیسې تر کلیو او بانډو ونه رسېدې، لا هم د افغانستان اکثریت کلیوالې میرمنې او ماشومان په ډ‌ېر سخت حالت کې ژوند کوي. له یو لورې پرې سخت اوسپنیز دودیز دېوالونه څرخېدلې، له بل لورې د سر خوږ عادي درملو ته هم لاسرسی نه لري.

په داسي حال کې چې کلیو او بانډو ته نظامي ځواکونه هم سر نه شي ور ښکاره کولای، نو په کوم دلیل د روغتیا، معارف او نورو برخو کې د نړیوالو بنسټونو، ملي بنسټونو او موسسو سروې ګانې د منلو وړ دي؟ چې له مخي یې ویل کېږي د مور او ماشوم په مړینه کې کمښت راغلی، او داسي نورې بې بنسټه غیري کره سروې ګانې یادولای شو. له دې څخه څرګندېږي چې زموږ په موسساتي برخه کې د رښتینې کار تشه احساسېږي. د موسسو او بنسټونو معلومات باو سروې ګانې باید کره وي، باید یواځې تشریفاتي او مادي پروژو پر مټ نه شي. هیڅکله پکې پر کره معلوماتو او بشري اړتیاوو تیکه نه کېږي. تر هغه چې د متوازن پرمختګ او اقتصاد لمن تر کلیو او بانډو نه وې رسېدلې، په کلي کې روغتون، او ښوونځی نه وي جوړه شوی، په مسجد کې د دولت په لګښت برېښنا نه وې موجوده شوې، تر څو د ښځو او ماشومانو د حقوقو په برخه کې دولت د یوې ښې ملي ستراتېژۍ او کاري پیاوړي میکانیزم پر بنسټ چې په خلکو کې عامه پوهاوی رامنځ ته کړي، کار ونه کړي، هیڅ شونې نه ده ممکنه، چې د ښځو، ماشومانو او عام ولس په ژوند کې دې پرمختګ راشي، او نه هم په داسي حالت کې خلک له دولت سره همکاري کوي، هغوی په داسي حالاتو کې له دولته لیریوالی خپلوي او په هیڅ صورت کې ورسره همکاري نه کوي. دا خبره ده، چې افغان دولت لا په څه باندي یوه لسیزه کې ونه توانېدی چې د خلکو زړونه او فکرونه خپل کړي. د دولت پر وړاندي منفي لیدلوری او فکر په لیرې پرتو کلیو کې لا پر خپل ځای پاته دی. کلي له ښارونو په فکري او پرمختیایې برخه کې لویې فاصلې لیرې. کلیوال ځانونه له هر څه محروم او محکوم ګڼي. ښاریان له کیوالو کرکه کوي، او کیوال له ښاریانو.

په یو هیواد کې هغه مهال قوانین ارزښت پیدا کوي او خلک ورته درناوی کوي چې تر قانون پورته څوک موجود نه وي، لومړی قانون د دولتي چارواکو له لورې په ځانونو تطبیق نه شي، هیڅکله ملت قانون ته زړه نه ښه کوي. د قوانینو تطبیق د یوې ټولنې د اصلاح او رغښت لپاره دی. قوانین دي، چې ټولنه له بدبختۍ د ثبات او ټینګښت لور ته وړي. د ټولنې د ملاتړ اساسي بنسټ قانون دی، چیري چې قانون نه تطبیق کېږي، هلته خپل سرې کړنې او جرایم زیاتېږي. په دې وروستیو کې د پغمان له زړه بوږنوونکې پیښې وروسته پخواني ولسمشر ومنله چې هغه د اعدام او غرغړې د سزا ورکولو سخت مخالف و. دا چې دا پېښه د میرمنو پر وړاندي او ډېره شدیده وه، هغه یې پر وړاندي سخت غبرګون وښود، او مجرمینو ته یې د غرغړې (اعدام) د سزا غوښتنه وکړه. د پخواني ولسمشر دا کړنه د ټول هیواد په کچه د عام ولس د هرکلي وړ وګرځېده. تاریخ به هم په دې اړه خاموش پاته نه شي.

نړیوال له یوې خوا په افغانستان کې د ښځو ننګه کوي، له بل لورې د هغو مجرمینو ننګه کوي چې پنځه یې پر څلورو میرمنو د جنسي تېرې له کبله او یو بل یې د غلا، قتل او اختطاف د جرم له کبله په اعدام محکوم کړل. د بخښنې نړیوال سازمان له نوي ولسمشر محمد اشرف غني په ټینګه غوښتي و چې ددې پنځو کسانو د اعدام سزا لغوه کړي. د نړلوالو له دې ډول ضد و نقیض کړنو او خبرو ښکاري چې پر یو سر د ښځو د حقوقو د ننګې ږغ کوي، پر بل سر د پغمان د پېښې د وحشي مجرمینو په څېر ټينګه ننګه کوي. پر دې ډول دریځونو سوالونه راپیدا کېږي، او دا څه نوې پدېده نه ده، دا ډول لوبې له تېرو دیارلس کلونو په وار وار تکرار شوي. تر څو نړیوال زموږ د ملي قوانینو او ولس ننګه ونه کړي، ترهغو ولس ورته هیڅکله د سیاسي نړیوالو ملګرو په سترګه نه ګوري. د نړیوالو او بهرنیانو ضد فکر به ورځ تر بلې پراخېږي. دا ډول زموږ په کیلو او بانډو کې په تکراري توګه ولسي وګړي په هوایې بمباریو او د نړیوالو په چاپو کې وژل شوي، هیڅ یو نړیوال سازمان یې په دې ډول ټینګه ننګه ونه کړل، لکه نن ورځ چې د افغاني میرمنو د عزت لوټوونکو ننګه کوي. ولس خوښ دی چې د پغمان د پيښې مجرمین اعدام شول. دا چې ولسمشر د بخښنې نړیوال سازمان تر غوښتنې د افغان ملت په ځانګړې توګه افغان میرمنو غوښتنو، اسلامي شریعت او ملي قوانیو ته ترجیح ورکړه دایې مثبت ګام دی، له دې سره ولس پرې نور هم باور ټینګ شو. هیله ده افغان دولت په ملي او بهرنیو چارو کې خپلواک، مستقل او د قوانینو مطابق چلن وکړي.

0 thoughts on “د مجرمینو ننګه، د افغان مېرمنو حقوق / آغامحمد قریشي”
  1. قريشی صاحب سلامونه ستاسو ددی هر اړخيځ مطلب چي ټولی خواوی موپکی تحليل کړی يو نړی مننه،بل تاسو دنړی دبشر دحقوقو د نړيوال سازمان اوهمدارنګه نړيوله ټولنه چي هر لوری ته دښځو دحقونه داعوی کوی ،دا ټولی فيلمی تماشی او سناريو ګانی دی، دوی به هيڅکله ددوګونی سياسی حالت څخه تير نشی ځکه ددوی بادران داغواړی چي هميشه داسی سياست تعقيب کړی.کوم دښځو حقوق ؟ ايا تاسو پوهيږی چي حتی ښځی په غربی ، اوروپایی اوامريکا ټولنه کی مساوی حقوق نلری،ايله ګردی او خپل سری ديموکراسی نده ،ديموکراتيک حقوق غوښتنه ځانته چوکاټ اونورمونه لری دا يو لوی مبحث دی په تبصرو نه خلاصيږی.تاسوته کاميا بی غواړم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *