کل رحمن رحماني

که طالع او هنر دواړه سره کېږدې

زه خوشحال به په کې ونيسم هنر

   د ادبياتو په اړه په يوه تعريف کې لولو چې ادبيات د يوې ژبې ټولو ليکلو او ناليکلو اثارو ته ويل کېږي، خو ډېر داسې ليکلي او نا ليکلي اثار هم شته چې د ادبياتو په کړۍ کې نه شي راتللى، نو له همدې امله دا تعريف په دې ډول بشپړ شوى چې دغه ليکلي او ناليکلي اثار په هغه صورت کې ادبيات دي چې هنري ارزښت ولري.

هنري ارزښت په ادبياتو کې يوه مهمه مسئله ده او ادبي اثر ته ژوند بښي، دا ځکه چې د هنر ځانګړنه د خپل شخصي احساس وړاندې کول نه، بلکې د احساس خيال امېزه طرحه ده.

د ادبياتود پېژندنې لپاره تر ټولو مهمه داده چې کره کتونکي له هنر سره له هره اړخه پېژندګلوي ولري، ځکه چې د ادبياتو ژبه هنري ده او همدغه هنر په ادبياتو کې ښکلا پنځوي.

که چېرته کره کتونکي د ادبياتو په نقد او ارزونه کې د هنر او بيا له ښکلا، اخلاقو، محتوا او حتى فلسفې سره د هنر په نازکو اړيکواو بارکيو وپوهېږي؛ نو يو ادبي اثر په اسانۍ سره رامنځته کولى او يا ارزولى شي، خو که چېرته په تخليقي اثارو کې د هنر په اړه لومړني معلومات ونه لري، نو ګرانه ده چې د يوه شهکار يا لږ تر لږه د يوه نوماند اثر رامنځته کولو تمه ترې ولرو.

1دا سمه ده چې هنر کومه تجربه نه لري، دا خپله د يوه انساني ځانګړي وړتيا او خلاقيت دى چې له ايجاد وړاندې يې له هنرمند يا پنځوونکي سره کومه ځانګړې فورموله او طرحه نه وي، خو وروسته رامنځته کېږي او ښکلا ورسره ملګرې کېږي.

   که څه هم ويل کېږي چې ښکلا له هنر سره ژوره اړيکه لري، خو هنر له ښکلا سره بې اړيکې دى. کره کتونکي وايي، چې د دې دواړو توپير دادی که کوم هنري اثر ښکلی هم نه وي، هنر دی؛ خو هره ښکلا هنر نه شي بلل کېدای. هنر د انسان په لاس جوړ دی. طبيعت له ټولې ښکلا سره سره بيا هنر نه دی.

وايي که چېرته تاسې د رنګ په يوه بوتل کې لوېدلى تار را اوچت کړى، لرې يې ګوزار کړى، هلته په دېواله ولګېږي او شېبه وروسته مو پام شي چې په دېواله د تار له لګېدو څخه هلته يو ښکلى ګل انځور شوى دى؛ نو دا يو هنر دى، خو هنرمند يې په دې اړه له وړاندې هېڅ کومه طرحه نه درلوده.

     په همدې ډول هنر له اخلاقو سره توپير لري، ځکه اخلاق د انسان له کړو وړو او يا فعاليت سره اړيکه لري؛ خو د هنر اړيکه له توليد سره ده، په همدې ډول اخلاق په خپله په هغه کړنه کې هم ښکېل دي، خو هنر د کړنې په محصول او پايله کې راځي.

   په پښتو ژبه کې به د هنري په اړه توريکې ځينې مقالې او شننې خپرې شوې وي، خو بايد ومنو چې د ښکلا، هنر او له فلسفې او ادبياتو سره د ژورو اړيکو په اړه يې د نقد او بحثونو اثار نشته چې مينه وال ترې ګټه واخله او تشه ډکه کړي.

ځوان ليکوال او د ادبياتو محصل محب الرحمن محب همدې اړتيا ته په پام سره “هنر په خپله بڼه” اثر ژباړلى او راټول کړى چې پورته يادو شوو ګڼو موضوعاتو ته په کې جامع او بشپړ ځواب ويل شوى. د کتاب ښېګڼه په کې ده چې د يوه ليکوال په فکر او پنځونو کې مو نه محدودوي، د څو نوماندانو ليکوالو نظريات او ارزونې يې را اخيستې او موضوع يې ورباندې غني کړې ده.

د محب ژباړه او ورسره مل شننه دواړه روان او جامع دي. ترې څرګندېږي چې هغه خپله هم له دې موضوع سره زياته لېوالتيا لري او په يوه موضوع او اثر کې د ليکوال خپله لېوالتيا د بريا نښه ده او محب هم خپله وړتيا په کې په ښه ډول کارولې ده.

زه ورته ددغه ګټور اثر د چمتو کولو مبارکي وايم او په پښتو ادب کې يې يوه غوره زياتونه ګڼم. خداى دې وکړي چې په راتلونکې هم خپله دغه وړيتا د ژبې د خدمت لپاره وکاروي. په عمر او قلم يې برکت شه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *