څو ورځې مخکې زما یوه مقاله (د کرنې وزیر باید په دار وځړول شي!) تر سرلیک لاندې د هېواد په دوو بریښنایي پاڼو کې خپرهشوې وه. څلور ورځې مخکې (یکشنبه د اګست درېیمه) یو چا د کرنې د وزارت د خپرونو له ریاست څخه تلفون وکړ او وې ویل چېغواړي له ما سره وګوري.
خدای شته زه په دې تلفون ډېر خوشاله شوم. دا د دې ښکارندویه وه چې د کرنې وزارت ځینو چارواکو ځانونه مکلف ګڼلي چې دخلکو د نظریاتو، انتقاداتو او وړاندیزونو په هکله غبرګون وښیي. دې جناب چې په ډېره مؤدبه او مهذبه ژبه خبرې کولې، وویلچې غواړي زما د مقالې او هغه کتاب په هکله خبرې وکړو چې په دې مقاله کې یاد شوی و.
ښکاره خبره ده چې ما ورته (هو) وویل او دا مې زیاته کړه چې زه وزیر ښاغلي محمد آصف رحیمي او د کرنې محترم وزارت تهدرناوی لرم او هیڅ شخصي غوښتنه نه لرم او ما هیله درلوده چې د وزارت د مسلکي او متجربو استادانو او روساوو په یوهغونډه کې د حضور ویاړ ولرم چې د هېواد د کرنې د سکتور په یوه مهمه مسئله علمي خبرې وکړو. ما واقعاً غوښتل او غواړم چېد وزارت د پوهانو د نظریاتو په رڼا کې د خپل کار نیمګړتیاوو ته ځیر شم او دا به په حقیقت کې هغه مشعلونه وو چې د کرنېوزارت زما او نورو څېړونکو د راتلونکو کارونو له پاره روښانه کړي وای چې تېرونتې بیا تکرار نه شي.

د دې تلفون په سبا په تاند ویپاڼه کې د ښاغلي حسن افغان په نامه یوه مقاله راغله چې زما د لیکنې په هکله لیکل شوې ده.
ښاغلی لیکوال ګومان کوي چې ما دا مقاله په دوه دلیله لیکلې. لومړی دا چې وزارت زما د کتاب مخکتنه ونه کړه او دوهم دا چېنوی حکومت راځي او ماته به کوم مشاوریت پوست په پام کې نیول شوي وي!؟
زه غواړم په ټول صداقت دا خبره وکړم چې ما له وزارت څخه د خپل کتاب د مخکتنې غونډه نه وه غوښتې، ما ویلي و او اوس هموایم چې د وزارت مسلکي، متخصص او متجرب کادرونه دې د افغانستان د کرنې د یوې برخې (ګني او چغندر) او د بورې د تولید دامکاناتو په هکله یو علمي بحث وکړي. زه وایم افغانستان ځمکه، اوبه، بزګر، پوهه او دا امکانات لري چې ډېر ګني او چغندر وکري چې هېواد د بورې دتولید له پلوه په ځان بسیا شي او هر کال 100-70 ملیون $ وسپموو.
که د داسې یو علمي پحث په پایله کې زما وړاندیزونه ومنل شي، نور علی نور او که نور علمي او عملي نظریات ولري، هغهبه مطرح او په راتلونکو څېړنو کې په پام کې ونیول شي.
د نوې ادارې په اړه باید ووایم چې د افغانستان خلک د ښه، متعهد، مسلکي او هېوادپاله حکومت مستحق دي. خدای یې دېراولي. ما د کزري صاحب د ولسمشرۍ په تېرو دیارلسو کلونو کې له هیچا څخه د هیڅ راز ماموریت تمه نه ده کړې او نه بهیې په راتلونکي کې وکړم.
ښاغلي حسن افغان که د کرنې وزارت مامور وي (ما ته مستعار نوم ښکاري) دی دې په خپل وزارت کې تپوس وکړي، کله چېزما دوست او ملګری محترم عبیدالله رامین هلته وزیر و، زه صرف دوه ځلې وزارت ته ورغلی وم یو ځلې د مبارکي له پاره اوبل ځل د وزارت په غوښتنه د یو نندارتون د کتلو له پاره! او په ډېر ویاړ سره دا خبره کولای شم چې ما له رامین صاحب څخهمنصب، قرارداد، پروژه څه چې یو نیالګی هم د خپل کور د انګړ له پاره نه دی غوښتی!
زه یقین لرم چې د رامین صاحب د څلور کلن وزارت د وخت مامورین به هم د اوسني وزارت د دفتر په ریاست او قلممخصوص کې کار کوي، حسن افغان دې هغوی ته مراجعه وکړي او د دې خبرې سپیناوی دې وکړي.
ښاغلی حسن افغان لیکلي چې ما غوښتل خپل کتابونه په وزارت خرڅ کړم. زه وایم چې ما د دې کتاب په اړه د کرنې وزارت لهدوو کسانو سره خبرې کړې، یو وزیر ښاغي رحیمي او بل د وزارت ویاند ښاغلی مجید اقرار. زه دواړو دې حضراتو ته د دویپه دین، ضمیر، شرف او وجدان قسم ورکوم چې آیا ما د کتاب د پیرودلو خبره ورسره کړې ده؟ نه په هیڅ صورت. ښاغلي حسنافغان دلته ډېر لوی درواغ ویلي او ښکاره خبره ده چې د درواغجن او مفتري مخ تور وي!

حسن افغان بل ځای لیکي چې دا کتاب زما په خپله وینا، زما مونوګراف و چې پخوا لیکل شوی او ډېر ارځښت به ونه لري. زهوایم ما رښتیا لیکلي چې دا کتاب دیرش کاله پخوا زما مونوګراف و؛ خو د اوسني چاپ له پاره د کتاب ټول مواد، معلومات، ارقاماو د کار میتودولوژي په بشپړه توګه نوي شوي.
زه یقین لرم چې ښاغلی حسن افغان دا کتاب نه دی لوستی او دا لیکنه یې د بل چا په فرمایش کړې. په دې کتاب کې ټول هغهمعلومات او ارقام چې د ګنیو، چغندر او بورې په هکله، په تېرو سلو کلونو کې په افغانستان ثبت شوي، راغلي او هڅه شوېچې هغه دلایل وړاندې شي چې هېواد د بورې د تولید له پلوه څنګه په ځان بسیا کیدای شی؟
حسن افغان صاحب! ګورې چې زه کومه شخصي غوښتنه نه لرم. زه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ له پاره فکر کوم. ګني،چغندر او بوره لسګونو زره کورنیو ته حلاله روزي ورکولای شي. زه خو له وزارت څخه د قرارداد، پیسو، پروژې، امکاناتو،کور، یا منصب تمه نه لرم. زه وایم راځئ په یوه مسلکي موضوع علمي بحث وکړو. زه دا هم نه وایم چې زما خبرې به ټولېسل په سلو کې سمې وي، زه غواړم چې د وزارت له مسلکي کسانو څخه یو څه زده کړم!
ما د کرنې وزیر او د ده ویاند مجید قرار ته ویلي و چې زه دپنبې او نساجي او سمنټو په هکله هم ډېر مواد لرم او غواړم چې په دې دوو مسلو هم کتابونه ولیکم. زه باور لرم چې پنبه او نساجي افغانستان ته هر کال له یو بلیون دالرڅخه ډېر عواید راوړلی شي.ما دې حضراتو ته ویلي و چې تاسو د بورې د کتاب د کره کتنې او سمون له لارې له ما سره مرسته کړئ چې زه د پاسنیو دووکتابونو په کار لاس پورې کړم.

د دې مقالې ګران لوستونکي دلته ښه قضاوت کولای شي چې ما څومره انساني غوښتنه درلوده. یو مسلکي بحث، یوه درنه علميکره کتنه؛ خو له بدره مرغه چې د افغانستان په اوسنۍ واکمنۍ کې د علومو، هنرونو، فنونو، څېړنو او معنوي ارځښتونو قدر ډېرکم شوی او ډېر حضرات به د حرامو کارونو له لارې د پانګو او امکاناتو په جوړولو بوخت وي!
ښاغلي حسن افغان بیا د کرنې وزارت د کارونو په هکله خبرې کړې او وایي چې د رحیمي صاحب په وخت کې ډېر کار شوی.بودیجه لوړه شوې، پرمختیایي پروژې ډېرې شوې، سړې خونې ودانې شوې، د تقرر پروسه شفافه شوې، د بادام باغ د څیړنوفارم د غضب مخه نیول شوې، د بني حصار او دارالامان په فارمونو کار روان دی، په 50000 ځمکه جریبه نوي باغونه جوړشوي، د بغلان او د شکرې فابریکه فعاله شوې او داسې نور.
زه وایم چې مبارک دې وي. وزیر او وزارت باید وطن ته کار وکړي. دوی د همدې له پاره تنخواه اخلي او دا یې مسوولیت دی.
دلته ښاغلي حسن افغان ګیله کوي چې زه د کرنې وزارت په کارونو سترګې پټوم؛ خو نه وایم چې نه هیڅکله. دا د ټولو وطنستر او ګډ کار غواړي. زما د مقالې هدف په هیڅ صورت د وزارت د کارونو کره کتنه نه وه؛ ما دوه خبرې یادې کړې وې.
۱ – د (مطالعه امکانات خودکفایی افغانستان از تولیدات شکر) د کتاب د څېړنې او ارزونې له پاره د یوه علمي بحث جوړول.دلته باید دا خبره واضح شي چې ما له وزارت څخه نه و غوښتي چې د داسې یوې غونډې د جوړولو زیار دې په غاړه واخلي،ما ویلي و چې د وزارت پوهان او مشران دې دا کتاب ولولي چې بیا په یوه علمي بحث کې خبرې پرې وکړو. مانا دا چې دغونډې د جوړولو مقدماتي کارونه او لګښت زما په خبله غاړه و.
۲ – دا چې وزیر صاحب خپل وروڼه، وراره، اوښی او نور خپلوان په وزارت کې په لوړو معاشونو قراردادي استخدام کړي اواوس یې د وزارت د کورونو له کوچنۍ سهمې څخه کورونه هم ورکړي؟!
۲ – دا چې وزیر صاحب خپل وروڼه، وراره، اوښی او نور خپلوان په وزارت کې په لوړو معاشونو قراردادي استخدام کړي اواوس یې د وزارت د کورونو له کوچنۍ سهمې څخه کورونه هم ورکړي؟!
حسن افغان لیکي چې وزارت لس زره مامورین لري، نو دی دې اوس ووایي چې په لس زره مامورینو او څلرویشت کورونو کېیو پلار او زوی څنګه د دوو کورونو مستحق کیدای شي؟!!
حسن افغان ته د یو ورور په توګه زما سپارښتنه دا ده چې په مستعار نوم دې لیکنې نه کوي، دی دې میدان ته راووځي چې دخپلو بیځایه تورونو ځواب ووایي. دا د حسن د خولې خبرې نه دي، حسن دلته استعمال شوی او د بل چا د خولې خبرې یېلیکلي دی.
حسن افغان ته وایم چې د ده په عمومی او شکلي خبرو کې زما د اصلي غوښتنو ځواب نه دی ویل شوی. دی دې دا ځلې د کرنېوزارت د لس زره مامورینو او مسلکي کارونو استازي او غږ شي، خپل وجدان ته دې مراجعه وکړي، بیا دې قلم راواخلي اوزما د مطرح شوو مسایلو په هکله دې مسوولانه لیکنه وکړي، د (تاند) لیکنه ډېره احساساتي، شکلي او عمومي وه او زما د لیکنېځواب نه شي ګڼل کېدای