(د پښتو معاصر نثر)
مخکې مو اشاره وکړه چې د نثر لمن ډېره پراخه ده، نو همدا علت دی چې په خپله لمن کې د نثر بېلابېل مانیز ګلونه ټوکولی شي، یعنې نثر جلاـ جلا محتوا وې لرري. اوس به یو شمېر هغه نثرونو ته په لاندې ډول اشاره وکړو چې مهمې محتواوې لري.
۱ – حماسي نثر: هغه نثر دی چې پخواني او اوسني حماسي مسایل، د اتلانو کارنامې، مېړانې او سرښندنې په کې بیان شوې وي.
۲ – غنايي نثر: هغه نثر دی چې محتوا یې له مینې محبت او عاطفې مسایلو څخه بحث کوي.
۳ ـ تاریخی نثر: هغه نثر دی چې د یو قوم یا د یو ملت د ژوند ېلابېل تاریخي پېښې و څېړي.
۴ ـ دینې نثر : هغه نثر دی چې د نثر متن د دیني مسایلو، آحکامو، وعظ، تبلیغ او عرفان د پیروانو په اړه مسایل څېړي.
۵ ـ عرفاني نثر: هغه نثر ته ویل کېږي چې د نفس ، تزکیې، د صوفیانو او د تصوف او عرفان د پیروانو په اړه مسایل څېړي.
۶ ـ اخلاقي نثر: د یوې ټولنې د افرادو د روزنې او سمې لارې ته د دوی د لارښونې اړونده بحثونه کوي.
۷ ـ علمي او فلسفي نثر: دا نثر د علم او پوهنې د بېلابېلو برخو اړونده لیکنې او له فلسفي افکارو نه بحث کوي.
۸ – انتقادي نثر: هغه نثر دی چې د ژوند د مختلفو برخو په اړه داسې نېوکې کوي چې د ژوند د یوې برخې یا د یوې مسلې ښې او بدې خواوې په ګوته کړي.
۹ – د مشاهېرو احوال: په دې نثر کې د پیغمبرانو او هغو شخصیتونو نومونه راځي چې د علم او پوهې ډیوې یې بلې کړي وي او په خپل هېواد یا د ځمکې په کره کې یې ستر تحول رامنځته کړی وي، چې په پښتو ژبه د افغانستان د مشاهیرو په اړه اوس مهال دا لړۍ د استاد څېړنپوه سید محې الدین هاشمې پیل کړې او څلور ټوکه یې تر اوسه چاپ شوي دي.
۱۰ – د ژبې او ادبیاتو پورې اړونده نثرونه: په دې برخه کې د ژبپوهنې او ادبپوهنې بېلابیلې څانګې راځي او په لاندې توګه په خپل منځ کې بېلابیل ډولونه لري( ۲۲ : ۳۱ ـ ۳۲).
الف- د بلاغت فنون: د بلاغت په فنونو کې معاني، بدیع او بیان شامل دي.
بدیع: یوه عربی کلمه ده چې نوي او تازه شي ته وايي او په اصطلاح کې هغه پوهه ده چې د وینا د هغو صنعتونو څخه بحث کوی چې نظم او نثر ته ښکلا ورکوي.
بیان په لغت کې سپړلو، څرګندولو او ښکاره کولو ته واي او په اصطلاح کې هغه علم دی چې د هغې په واسطه وینا په مختلفو عبارتونو کې داسې اداشی چې یوه نسبت بلې ته ډېره واضحه وي.
ب: د عروضو او قافیې علم پورې اړونده نثرونه: هغه نثرونه دي چې د شعر د وزن او د بیتونو د ورستیو هم آهنګه کلمو د ځانګړنو او څرنګوالي څخه بحث کوي.
ج: ګرامري نثرونه: هغه نثرونه دي چې د یوې ژبې د املا، انشا، د اوازونو، کلیمو، جملو او عبارتونو د جوړښت او د تنظمیم څخه بحث کوي.(۲۲ : ۳۳).
په دې برخه کې یو شمېر نور نثرونه راتلای شي چې د موضوع د اوږدېدو په موخه ترې ډډه کوو.
د بڼې له مخې د نثر ډولونه
اوسني نثرونه د ( نثري ادب ډولونه) په کتاب کې د بڼې او شکل له مخې په دو سترو برخو (ساده او هنري ویشلی دی چې د دغه دواړو نثرونو د نومونو پر ځای زه ور سره د معلوماتي او تخلیقي نثر کلیمې لیکم، چې زده کونکو او لوستونکو ته د ساده او هنري نثر کلمې لا ښې ، اسانه او ژر وپوهېږي.
۱ – ساده(معلوماتي ) نثر: په ساده (معلوماتي) نثرونو کې ټولې علمي، ادبي، سیاسي او ژورنالستیکي لیکنې همدا ډول څېړنیزي، تحلیلي او تشریحي لیکنې په کې شاملې دي(۲۲: ۳۴).
معلوماتي نثر په ساده روانه ژبه لیکل شوی وي او د لیکوال هڅه په کې دا وی چې څنګه نورو ته معلومات ولېږدوي یا په بل عبارت په کوم نثر کې چې هنریت نه وي هغه معلوماتي نثر بلل کېږي.
۲ ـ هنري(تخلیقي) نثر:
هغه نثر دی چې په لیکلو کې یې لیکوال د تخیلي ځواک څخه کار اخلي او د کلیماتو په اوډنه کې د لفظي او معنوي صنعتونو څخه کار اخلي. هنري( تخلیقي) نثر په لوستونکو او اورېدونکو ډېر اغېز لري چې لوستل یې یو جلا خوند او کیف لري.
د نثرونو څېړونکی او نثر پوه استاد غضنفر هم اوسني نثرونه په پورته ډول په دوه برخو ویشي، چې د دواړونثرونو په اړه به د استاد غضنفر نظر او یو مثال وړاندې کړو: (( په حقیقت کې نثر په دوه برخو ویشلی شو. یو هغه نثر دی چې د خبرېدلو خبرولو او د معلوماتو د وړاندې کولو له پاره یې کاروو او بل هغه نثر دی چې د مخاطب د احساساتو او عواطفو د پارولو او پر هغه د روحي اثر د غورځولو له پاره کاروو.
که ته له ما نه پوښتنه وکړې چې باران اوري او زه درته ووایم چې هو اوري، دا معلومات دي. تا پوښتنه کړې چې له ما معلومات واخلې او ما هم معلومات در کړي دي.
معلوماتي نثر د کذب او صدق وړ دی یا رښتیا کېږي او یا دروغ کېږي، خو هنری نثر د کذب او صدق په تله نه تلل کېږي. فرضاً لکه یو شاعر چې وايي: (( داسې باران اوریږي چې قیامت یې جوړ کړی)) دلته، نو بیا موږ نه وایو چې رښتیا باید باران وریږي او قیامت یې جوړ کړی. فرضاً یو شاعر وايي وسوم، تباه شوم، برباد شوم . ممکن په هنري نثر کې هم داسې یوه جمله وي، خو شاعر او د هنري نثر لیکوال ته دا نه وایو چې ته خو تباه شوی نه یې، ته خو سوځیدلی نه یې، نو ولې دې دا جمله لیکلې ده، ځکه چې هنري نثر د صدق او کذب په تله نه تلل کېږي)) ( ۲: ۲۷۴).
خو څنګه چې د ساده (معلوماتي ) نثرونو موخه د معلوماتو لېږدول دي او هنري(تخلیقي) نثرونه هنریت، ښکلا، د کلیماتو ښایست او په لوستونکو اغېز لري، نو د اوسني نثر څېړونکی استاد غضنفر د معلوماتي نثر پر ځای د ښووندوی نثر او د تخلیقي نثر پر ځای د پارندوی کلیمې کاروي چې دا نومونه د محتوا ته په کتو سره هم ښه اړخ لګوي او کېدای شي په راتلونکې کې نثرونه په دوه لویو برخو وویشل شي چې د ښووندوی او پارندوی په نومونه ونومول شي.