د محرم میاشت د اسمانونو او ځمکې د تخلیق له وخته د حرمت او عزت میاشت ده، د نبي صلی الله علیه وسلم د وفات نه پس د پېښې شوې کومې خاصې حادثې سره یې د حرمت تړاو نشته، الله تعالی فرمایي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (36) بېشکه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى ، د الله په کتاب كې ، په هغه ورځ چې هغه پیدا کړل اسمانونه او ځمکه ، د هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي ، همدغه سم (نېغ) دین دى ، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ او تاسو ټول د مشرکانو سره جنګ کوئ ، لکه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ کوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى. د محرم په لسم تاریخ روژه نیول غټ ثواب لري، د صحیح مسلم په حدیث کې دي: وَصِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ، أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ زه د الله څخه امېد لرم چې د عاشورې د روژې په وجه به د تېر یو کال ګناهونه وبښي. د لسم تاریخ د روژې سره د نهم یا یوولسم تاریخ روژه نیول هم مستحب دي،نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: خالفوا الیهود و صوموا التاسع و العاشر . مصنف عبدالرزاق:۴/۲۸۷ تاسې د نهم او لسم تاریخ روژه ونیسئ ، د یهودو مخالفت وکړئ. د لسم محرم د روژې پس منظر دا دی چې نبي صلی الله علیه وسلم کله مدینې ته هجرت وکړ، نو یهود یې ولیدل چې هغوی په دې روژه نیسي ، پوښتنه یې ترې وکړه، هغوی وویل: هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ، أَنْجَى اللهُ فِيهِ مُوسَى وَقَوْمَهُ، وَغَرَّقَ فِرْعَوْنَ وَقَوْمَهُ، فَصَامَهُ مُوسَى شُكْرًا، فَنَحْنُ نَصُومُهُ، دا یوه عظیمه ورځ ده په دې کې اللهد تعالی موسی او د هغه قوم ته له فرعون او د هغه له قومه نجات ورکړ او فرعون او د هغه قوم غرق کړ نو موسی د شکرانې په طور روژه ونیوله نو مونږ یې هم نیسو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَوفرمایل: «فَنَحْنُ أَحَقُّ وَأَوْلَى بِمُوسَى مِنکم » زمونږ تعلق دله موسی سره له تاسو زیات دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دا ورځ روژه نیوله او اصحابانو ته یې هم د نیولو امر وکړ. صحیح مسلم. د نبي صلی الله علیه وسلم د وفات نه کلونه پس چې کومه پېښه وشوه چې حسین رضي الله عنه په کې سره د خپلو ملګرو شهید کړی شو؛ دغه یوه د مسلمانانو خپل مینځي جګړه وه، دواړو طرفو ته مسلمانان ول، خو د حیسن رضي الله عنه سره ظلم وشو، ځکه چې په اخر کې هغوی د جنګ نه لاس په سر شوي و او ویلي وو چې زما په دې درې خبرو کې یوه ومنئ: یا مې پرېږدئ چې یزید خوا ته لاړ شم او بیعت ورسره وکړم یا مې پرېږدئ چې کوم اسلامي سرحد ته لاړ شم او له کافرو شره جهاد وکړم او یا مې پرېږدئ چې بېرته مدینې تخه ولاړ شم خو دغه مقابل جانب لښکر یوه هم ونه منله او د حسین رضي الله عنه د ګرفتارۍ کوښښ یې کاوه او په دې کې جنګ وشو او حسین یې ظلما وواژه، فرضي الله عنه و ارضاه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *