له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مُحرم د لسمې د روژې په هکله پوښتنه وشوه ، نو فرمايل يې چې: (د محرم د لسم روژه ) د تېر کال ګناهونه بخښي .
( يعنې د دې روژې په ثواب کې الله جل جلاله د تېر کال ګناهونه بخښي) ( مسلم )
ابن عباس رضي الله عنه فرمايي : کله چې رسول الله صلی الله د محرم د لسم روژه ونيوله نو صحابه کرامو ورته اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دا خو داسې ورځ ده چې يهودان او مسيحيان يې درناوی ( قدر ) کوي ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا اوويل:
چې راتلونکی کال راشي – إن شاء اللهُ – نو د نهمې ورځې روژه به هم ورسره ونيسو ، خو راتلونکی کال لا نه وو راغلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو. ( مسلم )
عَنْ أَبِى قَتَادَةَ الأَنْصَارِىِّ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم سُئِلَ عَنْ صَوْمِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ فَقَالَ : يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ . ( رواه مسلم )
عن عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَبَّاسٍ – رضى الله عنهما – يَقُولُ : حِينَ صَامَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَ أَمَرَ بِصِيَامِهِ ، قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ ! إِنَّهُ يَوْمٌ تُعَظِّمُهُ الْيَهُودُ وَ النَّصَارَى . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: فَإِذَا كَانَ الْعَامُ الْمُقْبِلُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ – صُمْنَا الْيَوْمَ التَّاسِعَ . قَالَ فَلَمْ يَأْتِ الْعَامُ الْمُقْبِلُ حَتَّى تُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم. ( رواه مسلم )
مسئله : بايد د محرم د لسم له روژې سره د نهم روژه هم ونيول شي ، يعنې له نهم څخه پيل وشي ، ځکه چې يواځې د لسم روژه نيول مکروه ده ، در مختار کې راغلي چې : و المكروه تحريما كالعيدين و تنزيها كعاشوراء وحده و سبت وحده . ( الدر المختار :اول کتاب الصوم : ۲/ 375 )
د مُحَرّم د مياشتې روژې:
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : د روژې له مياشتې نه وروسته غوره روژې د محرم د مياشتې روژې دي ، او له فرض لمانځه نه وروسته غوره لمونځ د شپې لمونځ دی . ( مسلم )
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : أَفْضَلُ الصِّيَامِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللَّهِ الْمُحَرَّمُ وَ أَفْضَلُ الصَّلاَةِ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ صَلاَةُ اللَّيْلِ . ( رواه مسلم )