لیکونکی: حمیدالرحمن کریمزی –
د ډیرو په خوله کې تل دا خبره وي، چې نن سبا پوهنه د پخوا په پرتله ډيره کمزورې ده او حتا یو شمیر خو دا هم وایې، چې ډيری زده کوونکي او محصلان د دولسم او پوهنتون له فراغته وروسته بیا هم په نورو مسایلو څه چې په املا هم نه پوهېږي.
د پوهني اوسنی بهیر ولې کمزوری دی؟
د دې بیلابیل لاملونه دي، خو زما په نظر مهم علت یې د ادارو کمزوری مدیریت او درسي پلان د زده کوونکو په خوښه پرمخ بیول دي.
هر سمیستر خپل مضامین لري، دا مضامین باید د سمیستر تر پایه ورته ختم شي، له ختمیدو سربیره باید محصل ته د مضمون اړوند اضافه معلومات هم ورکړل شي، څو له زده کړې یې په عملي برخه کې هم ګټه پورته کړي وي.
زه په دې نه غږیږم، چې منظم درسي مواد نشته، یا هم پوره تجربه کار استاذان.
نن سبا محصلین دومره خپل سري او مضرتوب کوي، چې خپله پریکړه په اداره مني او په خپله خوښه د درس اندازه ، درسي پلان او رخصتیو وخت ټاکي.
په دې کې یوازې محصل نه دی ښکیل، بلکه د پوهنځيو استاذان هم شامل دي، ځکه ډیری استاذان د نورو ولایتو دي، د دې لپاره چې خپله رخصتي وغځوي یا هم مخکې کورونو ته لاړ شي، نو د محصلینو پریکړې ته په غیر مستقیم ډول غاړه ږدي.
د افغانستان د معارف او لوړو زده کړو په قانون کې د سړو او ګرمو سېمو په نظر کې نیولو سره د تعلیمي کال په اوږدو کې معمولآ له ازموینو وروسته رخصتي ورکول کېږي، چې دا رخصتي نه یوازې د محصل او استاذ لپاره تفریح وي، بلکه د راتلونکي سمیستر لپاره د تیاری یوه وسیله هم کیدای شي.
زمونږ په هیواد کې تعلیمي کال نهه میاشتې دی، پدې نهو میاشتو کې له ژمني دري میاشتو پرته نیږدي میاشت رخصتي د لومړۍ سمیستر ازموینو ورورسته ورکول کیږي، چې پاتې کیږي اته میاشتې یا هم څو لدې ورځې زیاتې.
خو نن سبا د هیواد یو شمیر پوهنتونونو دا حال دی، چې له دوه سوه اویا ورځو څخه یو سلو څلور څلویښت ورځې بیا د محصل په خوښه رخصتي ګانې اخیستل کیږي.
د دې لپاره چې پدې خبره کې مبالغه ونشي، نو یو څه تخفیف مې هم پکې کړی، یانې رخصتی زیاتې دي، خو دلته ما کمې نیولي دي.
خو باید ووایم، چې پدې رخصتيو کې مې د ژمنیو یا د ګرمیو کلنۍ رخصتي، چې درې میاشتې کیږي نه دي حساب کړي.
دا ستونزه نوې نه ده، له مونږه مخکې او زمونږ له دورې چې شپږ کاله تیر شوي هم وه او اوس هم همداسې په خپل حال پاتې ده، زمونږ په دوره کې، محصلینو له ازموینو نه مخکې رخصتی اخیستې، بیا به رسمې رخصتی وې، چې دا له پنځلسو نه نیولي تر شلو ورځو پورې به وې، خو ډير کله به محصلینو پردې سر بیره پنځه یا لس ورځې اضافه هم رخصتي کوله.
خو پدې کې داسې محصلین او استاذان هم شته او وو، چې د یوساعت اضافه رخصتی څخه یې هم کرکه لرله، خو خبرو ته یې چا غوږ نه دی ایښی.
رابه شم خپلې محاسبې ته:
د تعلیمي کال ټولې ۲۷۰ ورځې دي.
د پوهنتون په پیل کې ۱۰ ورځې وروسته درسونو ته راتلل.
د لومړی سمیستر ازموینې مخکې ۱۵ ورځې رخصتي.
د لومړی سمیستر ازموینې وروسته رسمي ۱۵ ورځې رخصتي.
لدې رخصتی وروسته ۱۰ ورځي نورې اضافه رخصتي.
د هر اختر لپاره ۵ ورځي مخکې او په همدې اندازه وروسته رخصتي.
۱۵ ورځې د دوهم سمیستر ازموینې مخکې رخصتي.
۱۳ ورځې د کال ځانګړې رخصتی دي، چې پدې کې ملي او مذهبي دواړه شاملې دي، خو دا د محصل په خوښه نه دي.
یاده دې وي، چې پدېکې ۳۶ ورځې یوازې د جمعې مبارکې ورځې دي، چې دا هم د محصل په خوښه نه دي.
د ټولو رخصتیو ورځو مجموعه ۱۴۴ ورځې کیږي او د محصل په خوښه ورځې بیا ۹۵ ورځې دي، چې دا بیا د یوې ادارې ډيره ستره او غټه بي غوري به ګوته کوي.
دا خبره اوس په خپله ثابته شوه، ضرور ده، چې د نولسمې او لدې مخکې پیړۍ زده کوونکي او محصلین به له اوسه دوه چنده ذهین، تکړه او بااستعداه وي، ځکه چې هغوی وخت پيژندلی او بیا یې د خپل وخت سره سمې زده کړې کړي.
مسؤل چارواکی که دا ستونزه ناچیزه وګڼي، نو لیرې نه ده، چې د سواد کچه مو لدې هم ټیټه شي، ځکه چې په ښوونځیو کې لدې هم بد حالت دی او که چیرې د هغې خپل سرې رخصتی حساب شي، نو فکر نه کوم چې ټولې درې میاشتې یې درسې ورځې پاتې شي.
غوښتنه مې د پوهنې محترم وزیر او د لوړو زده کړو محترمې وزیر صیب څخه دا ده، چې هیوادوالو د ولسمشر غني دوره یوه زرینه هغه ګڼي دا چې د نوي ملي وحدت حکومت شعار هم د فساد ختمول دي، نو ځکه ورته هیله مندي هم ډيره لري، نو دا دوره د شعار په ځای په عمل زرینه کړئ.
دا چې تر اوسه پورې پدې برخه هیڅ څارنه نه ده شوې او که شوي هم وي ډيره سر سرې ده، کله چې کومې سیمې ته د څار په موخه څوک لیږل شوي هغه هم بیا په شخصي ګټو اوښتی او خپل ملي رسالت یې هیر کړی.
زمونږ په هیواد کې روانو ناخوالو لامل هم د همدې سواد کچې ټیټوالی یا بې سوادي ده، چې خلک مو یو سالم فکر نشي انتقالولی او نه یې هم اخیستی شي.
هر څه له بنیاده جوړیږي که بنیاد یا تهداب مو پوخ وي، نو دنګې ودانۍ به مو هم باوري وي او که خام وي، نو پوه شه، چې ودانۍ باندې مو مصرف بي ځایه کړی دی.
نور باید د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه د کمیت پر ځای کیفیت ته ډیر پام وکړي، ځکه که یو ښه وروزل شي هغه بیا لس ښه روزلی شي.
محصل باید پوه شي، چې اضافه رخصتي او غیر حاضري د چا په ګټه ده؟
سبا به ته همدا محصل بیا ګیله لري، چې کار نه ورته پیدا کیږي اووایې به، ((زه خو لیسانس یم باید دولت ماته د کار زمینه برابره کړي.))
دلته محصل باید لومړی ګیله له ځانه وکړي، ځکه چې تا ته یې د درس زمینه برابره کړې تا څومر ګټه ترې واخیسته اوس چې فارغ او کار نه درته پیدا کیږي ملامتیا د چا ده؟
ملامت په خپله محصل دی، لس ورځي مخکې لس ورځي وروسته یوه میاشت رسمي رخصتي د درس په جریان کې غیر حاضري له استاذه د کم درس ویلو غوښتنې او نور هغه څه دي، چې نن ستا په ذهن کې هیڅ نشته او نشي کولی، چې په کومه اداره ځان مقرر کړې
محصله! د خپل وخت ارزښت که ته په خپله ونه پیژنې هیڅکله دې بل په غم کې نه دی، نو لستوڼي بډ وهه له خپلې دې سرمایې یانې وخته ګټه واخله، په وخت حاضر شه، درس ووایه استاذ مجبور کړه همدا ستا د بریا راز دی بیا ته ادارو ته مه ځه، بلکه اداره به په تاسې راځي راولي به دې او مقرر وي به دې.
واسلام
د سوکاله او د علم په زیور سمبال افغانستان په هیله