تاند- د اجرايي رييس د دوهم مرستیال محمد محقق د ساتونکو له لوري په ډزو یوه ناوې د واده په جامو کې ووژل شوه او څلور تنه نور ژوبل شول.
دا پېښه تېره شپه د کابل په لوېدیځ کې د محقق د کور ترڅنګ وشوه.
د کورنیو چارووزارت سرچینو تایید کړه چې د حاجي محقق ساتونکو د هغو کسانو د ډزو په ځواب کې ډزې کړي چې د واده د خوشالۍ لپاره یې هوايي دزې کولې.
سرچینې وايي چې دا پېښه د شپې په شاوخوا یوه بجه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د ټپیانو ژوند له خطر سره مخامخ نه دی او د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
محقق او ګوند یې تراوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د کورنیو چارو وزارت هم نه دي ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې څوک نیولي او که نه دي.