د اجراايي ریس دوهم مرستیال محمد محقق ایران ته په خپل سفر کې د << اهل بیت مینه والو>> نامه لاندې غونډه کې له جنرال قاسم سلیماني څخه په سوریه کې د فاطمیون لوا یو له طراحانو او همدارنګه د افغانانو په شمول له هغو سرتیرو مننه وکړه چې دغه جګړه کې یې ګډون کړی دی.

زه د ایران او سعودي په نیابتي جګړه باندې چې سوریه کې روانه کړې ده بحث نه کوم ځکه چې دا زموږ د وس نه وتلې خبره ده دا ځکه چې موږ ته خپل وطن کور کلی ړنګ پروت دی زه به بل څنګه جوړ کړمه، خو د محمد محقق په وینا د نیوکې حق ځکه لرمه چې هغه افغان دی او ددې وطن طابعیت لري.

هغه وخت چې په زابل کې د شیعه هزاره وروڼه د جنګیالیو لخوا وتښتول شول له یوې میاشتې بند وروسته یې زیاتره ووژل په کابل کې د شیعه او هزاره ګانو لخوا لاریونونه وشول د شهیدانو تابوتونه یې د ارګ مخه کې کېښودل د دولت په ضد یې چیغې وکړې چې زموږ د ځوانانو په خلاصون کې پاتې راغلل خو دا چې دوی ولې ووژل وروسته مالومه شوه چې هغوی د داعش لخوا وژل شوي دي دوی د سوریې له جنګ څخه راستانه شوي وه.

پښتو کې متل ده چې د اوښ په پچه وختې کشمیر د ولیده. زه محقق ته وایمه ایله د ساه سمه نه ده اخیستې او خپل ځان د پیزندلی نه دی تا بیا نیابتي جګړو ته لاس واچوه. ستا په ولایت کې اوس لا خلک د غاړې کالي نه لري میندې د زیږون په وخت روغتون ته په لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي سر پناه نه لري عسکر د کالي، ډودۍ او قومنداني نه لري ته په ایران کې غونډو ته لګیا شې د پردیو مړو ته شهیدان وایي د کفر ضد فتواګانې صادروې او جنګیالي په لقبونو نوموې په پردیو نیابتي جګړو کې نیغ نیغ لویږې.

هیواد کې زیاترو رسنیو خپل مسولیت ادا کړ څو ځلې یې په د اړه راپورونه خپاره کړل چې د ایران سپاه پاسدران لخوا افغانان د سوریې جنګ ته بیول کیږي او ځینې افغان کړۍ له دوی سره په جلب او جذب کې مرسته کوي. د سوریې د جنګ له کرښوداسې ویډیوګانې خپرې شوې چې جنګ کې نیول شوي افغان ځوانان اقرار کوي چې دوی له ایران څخه په زور جګړې ته راستول شوي دي خو ایران تل دا ډول راپورونه رد کړي دي چې دوی داسې کار نه دی کړي مګر محقق ښکاره کړه چې له افغانستان نه جنګیالي زه لیږمه.

خو د هیواد یو لوړپوړی چارواکی ایران ته ځي او هلته په یوه لویه غونډه کې دا اقرار کوي چې د سوریې جنګ د کفر او د اسلام جنګ دی قاسم سلیماني چې سوریه کې د جګړې طراح دی له هغه مننه کوي له ټولو هغه جنګیالیو چې سوریه کې جنګیږي مننه کوي. زه دا ویلی شم چې دا خبرې د محمد محقق د خولې خبرې دي کله چې یو لوړپوړی چارواکی له هیواده بهر کومه داسې مهمه غونډه کې ګډون کوي د هغه د وینا متن مخکې تر مخکې لیکل کیږي له ټولو اړوند ادارو سره لکه د بهرنیو چارو وزارت ملی امنیت شریک کیږي اړوند سفارت سره شریک کیږي هغه خبرې چې نوموړی یې په وینا کې کوي باید د هیواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي د هیواد د بهرنۍ پالیسي مخالف نه وي او داسې ډیر نور څه دي چې باید په نظر کې ونیول شي، خو د محقق په داسې غونډه کې لومړی دا ګډون غیر قانوني دی او بیا یې ټولې خبرې د هیواد له ملي ګټو سره ټکر کې دي موږ لا دې ځای ته نه یو رسیدلي چې خپل هیواد وګټو پاتې خو نور شول.  خو زه دا ویلی شم چې محقق په د هر څه نه پوهیږي او نه هم د څیزونو ته دومره وخت ورکوي هغه څه وایي او کوي چې په نظر یې ښه ورغلل.

محمد محقق د عقیدې له مخې دا کار کوي زموږ د مشرانو عقیدې داسې بې کاره عقیدې دي چې تل یې د همدو عقیدو له مخې وطن خرڅ کړی او ځان ګټلی دی خو همدا عقیده پال دا سوچ نه کوي چې ایران کې په افغان مهاجرو باندې څه تیریږي څومره پرې ظلم کیږي څومره په بې رحمۍ ووژل شول اعدام شول بې حرمته شول خو بیا هم دوی د ایران ننګه کوي اوس خبره تر دې راورسیده چې د ایران نیابتي جګړه کې سوریې ته سرتیري ورولیږي زه چې د دوۍ دا ډول کارونو ته ګورمه وایمه چې یوازې ښځې پاتې دي چې ورویې لیږي چې دا د ستاسې وینځې وي نور کوم داسې څه پاتې نه دي چې دوی ایرانیانو ته کړی نه وي.

دولت ته خو پوهیږم نه چې څنګه یو لوړپوړي دولتي چارواکي ته اجازه ورکوي چې دا ډول غونډو کې له هیواده بهر ګډون وکړي.

One thought on “د محقق نیابتي جګړه | کفیل نیازی”
  1. ډېره خوندوره لیکنه ده خو دې جملې نور هم خوند وکړ چې وایی:
    « زه چې د دوۍ دا ډول کارونو ته ګورمه وایمه چې یوازې ښځې پاتې دي چې ورویې لیږي چې دا د ستاسې وینځې وي نور کوم داسې څه پاتې نه دي چې دوی ایرانیانو ته کړی نه وي.» خدای د وکړې چې هغه هم ورولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *