لوګر ولایت

لیندۍ، ۲۴) د محمد اغې ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي د وېش لړۍ نن عملاً پيل شوه، د وېش د پرانستې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د ولسمشر سلاکار مولوي قمرالدین شینواري، په مشرانو جرګه کې د لوګر د خلکو استازی ډاکټر محمد اصف صديقي د پوهنې وزارت د ښوونکو د ښارګوټو امر حیبب الله خوستي, د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غېرت او غړو، امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د پوهنې رئیس، د محمد اغې ولسوال، قومي مشرانو او دیادې ولسوالۍ ګڼ شمېر ښوونکو ګډون کړی و.

دا ښارګوټي به د وخت د ښاري سیسټم ټولې اسانتیاوې ولرې، چې ددې ولسوالۍ په شرایطو برابرو ښوونکو ته به ورکړل شي.

په محمد اغې ولسوالۍ کې اوسمهال ۶۳ ښوونځي، ۵ دینې مدرسې، یوه کثیر الرشتوي مسلکي لېسه او د ښوونکو د روزنې یوه الحاقیه موجودې دي چې د ۱۵۰ ښځينه ښوونکو په ګډون پکې ۸۹۵ تنه ښوونکي تدریس کوي.

د ښوونکو دا ښارګوټي د ولسمشر د حکم له مخې په دې ولسوالۍ کې، صنعتي پارک ته څېرمه د ګرداو په نوم دښته کې د شپږ سوه جریبه ساحه کې جوړیږي، چې پکې به ښوونځي، روغتونونه، کانالیزاسیون، جوماتونه، وړکتونونه، تجارتي ځایونه او شنې ساحې موجودې وي، په دې ښارګوټی د نومرو اخېستلو مستحق کسان، د شهیدو شویو استادانو(د دندې پر مهال) د کورنیو ورثه، د پوهنې وزارت اړوند د عالي موسساتو او ښوونځیو ښوونکې او استادان، چې لږ تر لږه یې دوه کاله باالفعل دنده تر سره کړې وي او د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو اداري کارکوونکي چې په باالفعل توګه په ښوونځیو کې په دندو مصروف دي.

د یادونې وړ ده چې د محمداغې ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي د ځمکې پر سر د تېرو څو کلونو راهیسې دعوې او تر څنګ یې د صنعتي پارک سره د دقیقې کرښې د نه موجودیت له امله د صنعتي پارک ساختماني چارې هم په دې ښارګوټي کې تر سره شوې وې چې د لوګر ولایت مقام په ځانګړې پاملرنه د ښوونکو د لومړنۍ او اساسي غوښتنې په اساس یې ستونزې حل او فصل شوې، څه موده د مخه د خوښۍ د ښوونکو ښارګوټی هم افتتاح او ګټې اخېستنې سپارل شوی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *