استاد شهسوار سنګروال
د محمد داود کودتا په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر اندېښنې را ولاړې کړې وې.
په هېواد کې دننه د پاچاهي نظام لوړ رتبه چارواکي او په ځانګړي ډول هغه ملکي او پوځي چارواکي، چې له سردار ولي سره یې اړیکې خوږې وې، په دې وېره کې ول، چې محمد داود به له دوی نه کسات او غچ واخلي. ځکه چې ده هغه وزیران هم ضعیف النفس وبلل، چې د ده په صدارت کې وزیران ول. جمهور رئیس، چې کوم کسان په مرکزي کمېټې او یا یو شمېر کسان په کابینه کې ونیول لکه حسن شرق، فیض محمد، غلام جیلاني باختري، پاچا ګل وفادار، نعمت الله پژواک، په لسګونو والیان، ولسوالان او نور لوړ رتبه چارواکي کیڼ اړخي ول، چې د یو شمېر کسانو غوسه یې را وپاروله..
« د سرطان ۲۷ مه مرکزي کمېټه اعلان شوه، چې سروال یې محمد داود او منشي حسن شرق وو. غړي یې هغه دولس تنه نظامي افسران وو، چې کودتا یې سر ته رسولې وه. مرکزي کمېټې د چپیانو د نفوذ ښکارندویي کوله.»
په سلطنتي کورنۍ کې محمد داود له خپل ناسکه تربور سردار ولي نه سترګه سوه زېده او پدې وېره کې وو، چې د ده د پلویانو له خوا به له کوم غبرګون سره مخ شي. همدا لامل وه، چې دی یې له سختې څارنې لاندې ونیو. که څه هم نبي عظیمي پخپل کتاب کې دې ټکي ته ګوته نیولې ده، چې محمد داود ده ته لارښوونه وکړه، چې سردار ولي اعدام شي. وروسته یې ورته وویل، چې محکمه دې ورته برایت ورکړي.» د عظیمي دغه څرګندونې ماته د تامل وړ ښکاري، دا ځکه چې د میوندوال د وژلو وس یې، چې لاره له مینځه یووړ نو که جمهور رئیس ورته د سردار ولي ویلي وي همغه ګړۍ یې واژه، ولې حقیقت داسې نه وو!؟
د دې حقیقت په تړاو د محمد داود د یاور باز محمد خان منګل د سترګو لیدلي داسې دي:
« زېړي مازدیګر ورورو خپلې تتې وړانګې را ټولولې خو دیپتلیانو د واک کاواکه دېوالونه لا لمر سره غاړه غړۍ وو… چې د سردار ولي لیدو ته ورغلم. دی دومره خواشینی وو، چې په شونډو یې ترخې شانته موسکا خبرې کولې…. د ده د کړاوونو او ستونزو له اورېدو وروسته جمهور رئیس ته لاړم او ورته مې وویل:
سردار صاحب! ما پرته ستا له سلا او اجازې نه له جنرال صاحب سردار ولي سره ولیدل.
نوموړی له ډېرو ستونزو سره مخ دی، هغه شپه څو تنو پوځیانو دومره وهلی دی، چې زړه یې له ژړا نه ډک او تش کېده.
جمهور رئیس زما د خبرو په وړاندې وویل:
بازمحمد خانه! دی هلکانو زما کورنۍ پسې هم راواخیسته، غواړي لما نه حیثیت هم واخلي… دا یې وویل: او له کوره ووت.»
د محمد داود د کودتا نږدې ملګري فایق هم پدې ټینګار کوي، چې: « پرچمي کمونستانو غوښتل سردار عبدالولي اعدام ته برابر کړي، ځکه چې هغه د شورویانو د سترګو اغزی دی…»
د محمد داود کورنی سيا ست پدې ټکو ولاړ وه، چې هېواد کې به د مرکزي حکومت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي، د جمهوريت دښمنان به ټکوي او ځپي. د هېواد په سیاسي، اجتماعي او اقتصادي برخو کې به زیار کاږي او هر اړخیزې ودې او پرمختګ ته به زمینه برابروي.
جمهور رئیس محمد داود ته یو شمېر نږدې دوستانو په غوږ کې دا څڅولې وه، چې د سیمې یو شمېر هېوادونه (پاکستان او ایران) غواړي، چې له پخواني پاچا محمد ظاهر سره بیا واک ته د رسېدلو لپاره مرسته وکړي او یا پاچا له دوی نه غوښتي دي، چې له ده سره مرسته وکړي.!؟ ولې وروسته پېښو وښوده، چې محمد ظاهر ډېر زر د یوه لیک په ترڅ کې د محمد داود په شتون کې د افغانستان خلکو ته له څښتن تعالیَ نه د بري هیله وکړه.
دا چې پاکستان او ایران له محمد داود نه وېره لرله د پاکستان دولت او په سر کې ذوالفقار علي بوټو اندېښنه ښوده، چې محمد داود هغه څوک وه، چې د پښتونستان داعي ته له هر چا زیات ژمن وه. د ایران پاچا هم دا وېره درلوده نه، چې د ډاکتر مصدق (۱۹۵۲ ل مال) پېر بیا را غبرګ شي. دوئ لا دمخه محمد داود د «سره سردار» پنوم یادوه، چې ښایي موخه به یې له شوروي اتحاد سره د ده نیږدې والی وو.
ولې بیا هم کله چې محمد داود بیا واک ته ورسېد پخپلې بهرنۍ تګلارې یې له سره غور وکړ او پدغو ټکو یې ټینګار کوه:
د افغانستان بهرنۍ اړیکې به له نړۍ سره د دوستۍ په روحیه ولاړې وي او په هېڅ پوځي تړون کې به ګډون نه کوي او بې پرې به وي.
افغانستان نړیوالې سولې ته ژمن دی. بې له سولې د نړۍ هېوادونه وده او پرمختګ نشي کولی. افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي. د هېواد د جمهور رئیس محمد داود له ګاونډیو هېوادونو، امریکا، عربي هېوادونو او په ټوله کې له نړۍ سره د ښو او دېپلوماتیکو اړيکو غوښتونکی وه.
پاکستان:
په لندن کې خپرېدونکې ټایمز Times خپرونې کښلي دي، چې محمد داود د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تړاو په ډاګه ویلي دي، چې «د پښتونستان مسئله یو څرګند حقیقت دی، زه هیله مند یم، چې دواړه غاړې د ښو اړیکو په رڼا کې د پښتنو او بلوڅو مشرانو د موخو پر بنسټ د سولې او دوستی له مخې دغه تاریخي لانجه حل او فصل کړي.»
سلیګ هاریسون د دغې تاریخي لانجې په تړاو کاږلي دي، چې «په ۱۹ پېړۍ کې برتانوي هند د پښتنو او بلوڅو دغه پراخه سیمه، چې په هغه وخت کې د افغانستان برخه وه ونیوله او په یو اړخیزه توګه یې د ډویورنډ پنوم یوه کرښه را کاږله او د افغانستان پوله یې وبلله.» نوموړی وړاندې لیکي کله چې په ( ۱۹۴۷ کال ) پاکستان د نړۍ په جغرافیه کې مینځته راغی دغه د افغانستان خاوره پاکستان ته وسپارل شوه.
هغه مهال چې محمد داود خان د افغانستان صدراعظم شو پدې اند وه، چې د پښتنو سیمه افغانستان پورې وتړل شي او بلوڅو سیمه د یوه ځانګړي ولایت په بڼه مینځته راشي.
د ډیورنډ د کرښې په تړاو د دغې سیمې لویه ستونزه د برتانوي هند چارواکو را ولاړه کړې ده.
په (۱۹۴۷ کال) د وخت د پوهنې وزیر نجیب الله، چې د برتانوي هند په سیمه ییزه سیاست کې ښکېل وه په یوې رادیویي وینا کې وویل:
د افغانستان حکومت د (۱۹۳۱- ۱۹۳۴) کلونو ترمینځ څو واره برتانوي چارواکو ته ګوت څنډنه وکړه، چې د افغانستان له خاورې بېلې شوې سیمې د هند د خاورې برخه ونه کڼل شي… هغه مهال چې برتانویانو هند پرېښوده. افغان حکومت بیا خپل وړاندیز را غبرګ کړ. ولې انګرېزانو وویل: دغه کار هغه وخت شونی دی، چې د هند په نیمه وچه کې بنسټیز بدلونونه رامینځته شي.
دغه غوښتنه په بېلابېلو وختونو کې ترسره شوېده، چې موږ (۱۹۴۴ کال) یادولی شو، چې د دویمې نړیوالې جګړې وروستۍ مهال وه، همدا راز په (۱۹۴۷ کال) د جون په میاشت کې په لندن کې افغان سفیر سردار محمد نعیم خان هم د انګرېزانو صدراعظم «ارنست بیون» ته ورته ستونزه په ډاګه کړه.
د هېواد صدراعظمانو هر یوه محمد هاشم خان او شاه محمود خان هم په خپل وار (۱۹۴۴- ۱۹۴۷) برتانوي چارواکو سره په ځانګړي ډول شاه محمود خان له «ارنست بیون» سره دا خبره په ځغرده وکړه، چې افغانان پدې خواشني دي، چې برتانویان غواړي (۱۹۴۷ کال د جون په ۳۰) د افغانستان پخوانۍ سیمې پاکستان پورې وتړي. محمد داود خان هم د صدرات په مهال او کله چې د افغانستان جمهور رئیس شو پدې اند وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ سیاسي کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي. ولې د «پاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو په ډېرې بې صبرۍ د افغانستان په نظام تور پورې کړ، چې ګڼې د پاکستان او اسلام پر ضد دی.» بوټو د محمد علي جناح او دافغانستان د استازي نجیب الله «توروایانا» ترمینځ هغه موافقه لیک ته هم درناوی ونکړ، چې په کراچۍ کې د دواړو تر مینځ لاسلیک شوې وه.
په دغه موافقه لیک کې راغلي وو، چې د ازادو قبایلو سیمه له صوبه سرحد او بلوچستان څخه جلا ده. لکه څرنګه چې د جناح د مړینې نه وروسته خواجه نظام الدین او جنرال یحی خان سرغړونه وکړه. دا رنګه بوټو هم په ډېرې بېباکۍ محمد داود خان د پاکستان په وړاندې یو بریدګر وباله…
داود خان پداسې مهال واک ته ورسېد، چې نږدې یوه لسیزه پاکستان له ډېرو سیاسي کړاوونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
په (۱۹۶۵ کال) د کشمیر پر سر د هند او پاکستان جنګ، په (۱۹۶۹ کال) د خلکو د ټینګار له بابته د جنرال محمد ایوب خان ګوښه کېدل.
په (۱۹۷۰ کال) د پاکستان ټاکنې او په ختیځ بنګال کې «عوامي لیګ ګوند» ته ډېرې رايې او د مجیب الرحمن محبوبیت، په (۱۹۷۲ کال) د هند صدراعظم «ایند را ګاندی» د خپلواک بنګله دېش پنوم د خپل ملاتړ اعلانول او ختیځ پاکستان ته د ځواکونو استول. دا ټول هغه څه وه، چې ذوالفقار علي بوټو په (۱۹۷۳ کال) نوی اساسي قانون رامینځته کړ او له دې وروسته پاکستان په پښتنو او بلوڅو فشارونه زیات کړ، چې په پایله کې سردار محمد اکبر بګتي د بلوچستان د ګورنر په توګه له دندې نه لاس په سر شو او استعفا یې وکړه.
همداراز ارباب سکندر خان خلیل هم له ورته دندې ځان ګوښه کړ او په ځای یې محمد اسلم خټک وټاکل شو.
کله چې محمد داود واک خپل کړ ذوالفقار علي بوټو دومره وېرېدلی وه، چې په ډاګه به یې ویلې که چېرته پاکستان تجزیه شي نو اسلام به هم مخ په ځوړه روان شي.
هغه مهال چې په (۱۹۷۴ کال) د افغانستان پوځ په ننګرهار کې پوځي تمرینات کول. بوټو به ځغرده ویلې، چې محمد داود غواړي په پاکستان برید وکړي.
پاکستان داسي انګېرله، چې د بلوچستان په پاڅون او په پښتونخوا کې چې کومې نا امني روانې دي پدې کې د افغانستان د حکومت لاس دی.
نو ځکه یې دواړه سیمې په ډېرې بېرحمۍ وځپلې او افغان حکومت هم په (۱۹۷۳ ز کال) د نوامبر په پینځمې (۵) نېټې پخپل یوه غبرګون کې د بهرنیو چارو معين وحید عبدالله په ډاګه دا خبره وکړه، چې افغانستان ته د پښتنو او بلوڅو مسئله یوه ملي مسئله ده موږ د پاکستان د برید غندنه کوو. نوموړي له دې سربېره پدې ټکي هم ټینګار وکړ، چې موږ د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمینځ د یوه رسمي سرحد په توګه نه پېژنو. دا ځکه چې دغه کرښه د برتانوي هند له لوري په زور کښل شوېده.
محمد داود خان د افغانستان جمهور رئیس هم د ذوالفقار علي بوټو د هغې وینا په غبرګون، چې نوامبر په دویمه لسیزه (۱۹۷۳ ز کال) کې کړې وه، په ځغرده یې د هغه په وړاندې له «لیموند» سره په یوه مرکه کې وویل:
«د پاکستان شمال لویدیز سرحد دمخه د افغانستان برخه وه. د برېتانې هېواد په «نامتوازنه» توګه چې د افغانستان د حکومت لپاره د منلو وړ نه وه، دغه سیمې دافغانستان له واک نه بېلې کړې.
هی من انتوني «Anthony Hyman» پخپل کتاب افغانستان… کې پدې تړاو کاږلي دي چې: «بوټو کوښښ کاوه د افغانستان د مداخلې په تلافی کولو سره د اخوان المسلمین ډله د افغانستان په وړاندې وسله واله کړي…»
دواړو غاړو (افغانستان او پاکستان) یو پر بل تور لګوه، چې یو د بل په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي، ولې په دواړو هېوادونو کې یو شمېر سیاسي ډلې وې، چې د دواړو هېوادونو له حکومتونو نه خوابدي ول.
د پاکستان د حکومت بېرحمه بریدونه او ناوړه چلند وه، چې د بلوڅو مشران یې هم ځپل او هم یې بندي کول همدا ډول د پاکستان په ټاکنو کې د (۱۹۷۰ کال) د (نیپ) تشکیل یو بل سیاسي ژوند او خوځښت وه، چې په پای کې د جمعیت علما مشر مولانا مفتي محمود، کوم اتلافي حکومت چې په «صوبه سرحد» کې جوړ وه، د بوټو د عملیاتو له کبله له دندې استعفا وکړه او بوټو دغې سیاسي ماتې ته داسې رنګ ورکړ، چې د بلوڅو د «نیپ» مشران هڅه کوي، چې د شوروي، عراق او افغانستان په لمسون پاکستان او ایران بې ثباته کړي. که څه هم په نیپ کې پښتانه مشران هم ول. همدارنګه په افغانستان کې هم محمد داود یو شمېر کیڼ اړخي، چې د حکومت چارواکي ول دې ته هڅول، چې په افغانستان کې د مرکزي حکومت د ټینګښت لپاره کلکې هلې ځلې پیل کړي. هاریسون په دې اړه لیکلي دي:
«هغه مهال چې محمد داود سلطنتی نظام رانسکور کړ. پرچمیانو د شوروي په سپارښتنه د داود په حکومت کې واک خپل کړ، چې دغه کار د ښي اړخو لپاره د خطر زنګ وه.»
په هر حال که څومره ستونزې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تړاو موجودې وې، بیا هم محمد داود خان کوښښ وکړ، چې سیاسي او دېپلوماتیکې اړیکې له سره ورغوي.
دغو اړیکو هغه مهال لا پراختیا ومونده، چې له یوې خوا سي- آی- اې، آی- اس- آی اوسا واک په داود فشار راووست ان تر دې، چې د پاکستان د آی- اس- آی په مرسته او ملاتړ یو شمېر ښي اړخو په بدخشان، لغمان، پنجشېر او د ننګرهار په سره رود کې په وسله وال پاڅون لاسپورې کړ. او له بلې خوا د محمد داود او برژنف ترمینځ لفظي اخ وډب وه، چې محمد داود له سره خپله بهرنۍ پالسۍ ورغوله. که څه هم د شوروي سفر نه دمخه (۱۹۷۷- اپرېل) محمد داود یو شمېر بدلونونه د کیڼ اړخو په تړاو رامینځته کړي ول. ښایي یو لامل همدا وه، چې په (۱۹۷۶ ز کال) د جون په میاشت کې د پاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټو کابل ته د دې لپاره سفر وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمینځ دېپلوماتیکي اړیکې پراخې شي او په دغه درې ورځني سفر کې (د جون له ۷ مې تر۱۰ مې) بوټو د پښتنو او بلوڅو حقوقو ته غاړه کېښوده. همدا ډول محمد داود هم درې میاشتې وروسته د پاکستان د جمهور رئیس په بلنه پاکستان ته سفر(د اګست له ۲۰ تر ۲۴) وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې تودې شوې او پدې هیله چې نورې هم دغه اړیکې پراختیا او پرمختیا ومومي. خو په (۱۹۷۷ کال) د جولای د میاشتې پر پينځمې (۵) نېټې د جنرال ضیاءالحق له خوا کودتا وشوه او د لنډ مهال لپاره د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې له ځنډ سره مخ شوې.
په (۱۹۷۷ کال) جنرال ضیاء د اکتوبر په میاشت کې کابل ته راغی او دوه وارې په ځانګړې توګه له محمد داود سره ولیدل او ژمنه وشوه، چې د دواړو هېوادونو ترمینځ به خبرې اترې دوام پیدا کړي.
ایران:
موږ دمخه وویل، چې د محمد داود واک ته رسېدل په ایراني چارواکو په سر کې د ایران په پاچا بده اغیزه وکړه او دا وېره ورسره وه، چې د تېر په څېر یو ځل بیا د ایران د مشروطه غوښتونکو او مصدق غوندې یو بل څوک د محمد داود د اغیز له کبله بل سیاسي ګواښ رامینځته کړي.
همدا لامل وه، چې ایران له پاکستان سره په لږ توپیر د محمد داود خان د حکومت پر وړاندې کلک دریځ غوره کړ. دغه غبرګون هغه مهال ډاګیزه شو، چې افغانستان د دېپلوماتیکو اصولو په رڼا کې د بلوڅو د ځپلو په اندېښنه یو لیک ایراني چارواکو ته مخکې کېښود.
د ایران هېواد د لیک ځواب په ډېرو سپورو او ستوغو کلماتو ورکړ. که څه هم محمد داود، چې په (۱۹۷۵ کال) د اپرېل په میاشت کې ایران ته سفر وکړ د ایران چارواکو ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به د«دوه ملیاردو» ډالرو شاوخوا کې مرسته کوي.
یو ملیارد او اوه سوه ملیونه ډالره به د اوسپنې لیکې د غځولو لپاره له ایران نه تر کندهاره پورې ورکول کېږي. چې یوه لیکه له کندهار نه هماغسې تر پاکستانه او بله برخه به یې تر کابله پورې غوڅېږي.
له دې سربېره ایران ژمنه وکړه، چې درې سوه ملیونه ډالره به د نورو پروژو لپاره افغانستان ته ورکول کېږي.
محمد داود خان چې کله بېرته راستون شو په هرات کې د ناسیونالیزم په ملاتړ وارداتي اېډیالوژي وغندله، ولې پدې خبرو بیا هم هغه ستونزې، چې د ایران او افغانستان ترمینځ موجوده وې په بشپړه توګه له مینځه لاړې نشوې، چې موږ د ساري په توګه د ایران هغه هڅه یادوو، چې د بلوڅو د ځپلو لپاره یې درې ملیونه ډالره پاکستان ته ورکول. ان تر دې، چې هیلیکوپترونه یې هم د جګړې لپاره د پاکستان حکومت ته په واک کې ورکړي ول، چې خپل مخالفین پرې وټکوې.
ایران افغانستان ته د بلوڅو د غبرګون په اړه وویل:
«د بلوڅو په پاڅون کې د کمونستانو لاس دی نو ځکه ایران له ذوالفقار علي بوټو سره مرسته کوي.»
د محمد داود او محمد رضا اختلاف هغه مهال لا ډاګیزه شو، چې بوټو د اسلامي هېوادو پنوم یو سیاسي کنفرانس په لاهور (په ۱۹۷۴ کال د فبروري۲۱) کې اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون جوړ کړ، چې اصلي موخه یې د بلوچستان جګړه وه. پدغه کنفرانس کې د محمد داود به استازیتوب عبدالرحمن پژواک برخه واخسته او محمد رضا پدې پوه شو، چې افغان ولسمشر د بلوچستان د جګړي له بابته ګډون ونکړ، نو ځکه خوابدي یې څو برابره شوه.
دغه خبره هغه مهال لا سپینه شوه، چې پژواک د بلوڅو د پاڅون حقانیت او رښتینوالي ته ګوته ونیوه. او د پاکستان او افغانستان د اختلاف مهم ټکي يې په ډاګه کړل.
ولې کله چې محمد داود شوروي اتحاد ته رسمي سفر وکړ. د ده او برژنف ترمینځ چې کومه لفظي شخړه رامینځته شوه بیا نو د افغان ولسمشر په پالیسۍ کې هم د ایران، پاکستان او یو شمېر عربي هېوادونو په وړاندې بشپړ بدلون رامینځته شو.
شوروي اتحاد:
محمد داود چې د شوروي اتحاد په دوستي تورن وه او شوروي پلوه کیڼ اړخي یې د هیواد په واک کې راګډ کړي ول. د امریکا، ایران او پاکستان څارګر او د استخباراتو کسان په ګډه د افغان ولسمشر محمد داود په وړاندې په بېلابېلو بڼو را پورته شول.
ایران ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به اقتصادي مرسته کوي او ټټر يې وواهه، چې د لسو کالو په موده کې به دوه ملیارده ډالره ورکوي خو بنسټیزه موخه یې داوه، چې افغانستان به په شوروي ډډه نه لګوي.
د امریکا سفیر Theodore Elliot هم محمد داود هڅوه، چې د شوروي له باوره لاس په سر شي.
واشنګتن د ایران په څېر سعودي عربستان، جاپان، کویټ او نور متحدین دې ته رامات کړل، چې له افغانستان سره د دې لپاره مرسته وکړي، چې له شوروي اتحاد نه یې را واړوي.
د ایران ساواک په ځغرده دا خبره کوله، چې غواړي په افغانستان کې د کې- جي- بي ځای ناستی شي.
د محمد داود په اړه، چې ویل کېږي، ګنې د شوروي په دوستي ډاډمن وه ډېر حقیقت نه لري. دا ځکه چې د شوروي د سلاکارانو منظمې اړیکې، چې له افغان پوځ سره یې لرلې، ده ته د اندېښنې وړ وې. خو له بده مرغه، چې محمد داود د امریکا په دوستي هم ډاډه نه وه.
ایران هم که له یوې خوا د اقتصادي مرستو ټټر واهه خو له بلې خوا یې د سي- آی- آی په لمسه د محمد داود له سیاسي مخالفینو سره د پاکستان په ملتیا مرسته کوله.
محمد داود ته د پاکستان نیت څرګند وه او په ځانګړي ډول، کله چې په (۱۹۴۹ ز کال) یې د امان الله ناسکه ورور امین جان په وزیرستان کې پاڅون ته وهڅوه او هم یې د ساپیانو په جنګ کې خپلو لمسونو ته دوام ورکړ او یا د نصیرالله بابر وروستۍ هڅې، چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې پیل کړې وې لا د اندېښنې وړ وې. همدا د بوټو حکومت وه، برهان الدین رباني، ګلبدين حکمتیار او د «اخوان المسلمین» نورو غړو ته یې په پاکستان کې کمپ جوړ کړ.
پداسې شرایطو کې افغان ولسمشر شوروي اتحاد ته سفر وکړ او د دې دوستي پر بنسټ، چې شوروي اتحاد هغه هېواد وه، چې د محمد داود د حکومت یې له هر چا دمخه په رسمیت وپېژند. د دې په څنګ کې د ایران دولت دا وړاندیز کړې وه، چې که افغانستان له شوروي اتحاد سره د تیلو له تړون نه لاس په سر شي، که چېرې شي نو له افغانستان سره به نه یوازې د تیلو نوی تړون لاسليککړى بلکې د تېلو بېې اندازه به هم را ټیټه کړي.
شوروي اتحاد هم پدې ټولو ګواښونو او ننګوونو خبر وه نو ځکه یې د یوې رسمي بلنې په ترڅ له محمد داود نه وغوښتل، چې هغه هېواد ته سفر وکړي.
محمد داود چې د لوېې جرګې له خوا یو ځل بیا د هېواد د جمهور رئیس په توګه ټاکل شوې وه، پدې هیله چې له برژنف سره د یو شمېر ستونزو په تړاو خبرې وکړي هغه هېواد ته سفر وکړ.
خو مخکې له دې چې محمد داود شوروي اتحاد ته سفر وکړي دواړه خوا لوري یو پر بل د پخوا په پرتله بې باوره شوي ول، چې د دې لامل څو بېلګې یې دا دي:
۱ــ د محمد داود خان لومړی سفر، چې په (۱۹۷۴ کال) د جون په میاشت کې تر سره شو، یو شمېر کيڼ اړخي له چارو ګوښه شوي ول، چې شوروي ته د خواشنۍ وړ وه. ولې بیا هم شوروي اتحاد په ښکاره کوم عکس العمل ونه ښود.
۲ــ د افغانستان د ګازو په تړاو د محمد داود او ګاسګین خبرې محمد داود ته ډېرې تودې او په زړه پورې ښکاره نشوې.
۳ــ سردار محمد نعیم او وحید عبدالله د دسمبر له لسمې نه تر ۱۴ (۱۹۷۴ زکال) نېټې پورې شوروي اتحاد ته سفر وکړ. شوروي چارواکو په سر کې ګاسګین د پاکستان لاسوهنه وغندله خو د مس عینک په اقتصادي پروژې ډېر تېز رانغی او سوړ چلن یې وکړ.
۴ــ د هاریسون دوينا له مخې محمد داود پرېکړه وکړه، چې پرچمیان له دندو ګوښه کړي، چې پدې کار سره د شوروي په سیاست کې بدلون رامینځته شو. کله چې محمد داود پاتې کيڼ اړخي له کابینې نه ووېستل «نیکولای پادګورني» کابل ته سفر وکړ، چې خپله خواشنی کابل حکومت ته په ډاګه کړي.
۵ــ شوروي اتحاد د هغو پرچمې چارواکو په لرې کولو ځکه ډېر خواشني شو، هغه «د یوري ګانکفسکي د مرکې پر بنسټ، چې کې- جي- بي (K-G-B) کارمل او پرچمیان له خلقیانو نه ښه ګڼل. خلقیان افراطي ول او پرچمیان معقول تر.»
د کې جي بي یوه رئیس «کوزیکچین» د دې خبرې پخلی کړي، چې رښتیا هم مخکې له دې، چې کارمل واک ته ورسېږي له کې جي بي سره ډېر نږدې وه. ځکه شوروي له داود خان نه خواشيني شو.
۶ــ په کابل کې د برتانیا سفیر د يوې مرکې په ترڅ کې د کابل او شوروي د اړیکو په تړاو هم ویلي ول: «که چېرې محمد داود خپلې سره تمبکۍ او بې حوصېله ګۍ ته دوام ورکړي د ایران پالیسې شوروي اتحاد خواشنی کړی دي… ښایي، چې شوروي په کوم عکس العمل لاسپورې کړي»
عبدالصمد غوث هم پدې هکله پخپل کتاب کې لیکلي دي:
«په یاد مې دي، چې په (۱۹۷۶ کال) د نوامبر په میاشت کې پوزانف رانه وپوښتل: آیا افغانستان د ایران په ژمنو باوري دي؟ ما په ځواب کې وویل: چې دشک کوم څه ما د ایران په تعهداتو کې… ونه لیدل.»
دمخه وویل شول، چې دواړو غاړو ته اندېښنې وي. د ساري په توګه محمد داود د شوروي د یو شمېر چارواکو له چلن نه دومره خواشینی وه، کله چې: «په (۱۹۷۷ ز کال) د فبروري په میاشت کې د لوی جرګې له خوا د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو. ما وحیدالله ته وویل: اوس هغه وخت را رسېدلی دی، چې د شوروي له لوړو مقاماتو یا نې له برژنف نه وپوښتم، په افغانستان کې چې کومې ورانکارۍ روانې دي د ده په سپارښتنه دي او که د ده په ناخبرۍ کې تر سره کېږي…؟»
«هاریسون» هم د وحید عبدالله د خولې کیسه پخپل کتاب کې داسي کړېده: «د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر را ته وویل: چې برژنف په ځغرده د متخصصیون په شتون نیو که وکړه او په جاسوسي یې تورن کړل.»
ولې هغه وخت چې شوروي اتحاد د مارچ په میاشت کې محمد داود ته بلنه ورکړه هغه هم دا بلنه ومنله او د درې ورځو لپاره (د اپرېل ۱۲مې نه تر ۱۵ مې پورې ۱۹۷۷ ز کال) په رسمي سفر کې شوروي ته لاړ او وحید عبدالله ته یې سپارښتنه وکړه، چې له برژنف سره یوه خصوصي ناسته هم په پروګرام کې ونیسي.
پدغه سفر کې له محمد داود سره په پلاوي کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وحید عبدالله ، عبدالصمد غوث او نور شامل وه، خو کله چې له سیال لوري سره د خبرو پر مېز کیناستل له برژنف سربېره نیکولای پودګورني، الکسي سګین او یو شمېر نورو ګډون درلود.
برژنف چې په څېره کې یې ستړیا او ناروغي له ورایه تر سترګو کېده د لنډو خبرو په ترڅ کې افغان پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
وروسته محمد داود هم پخپلو خبرو کې د شوروي اتحاد له مرستو یادونه او ستاینه وکړه او په ځانګړي ډول یې د هېواد د اوه کلن پلان په اړه هم خبرې وکړې د شوروي اتحاد له مرستو یې مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. ولسمشر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پرمختګ په اړه په ځانګړي ډول د هېواد د طبعی ګاز د بېې په تړاو یې د پام وړ څرګندونې وکړې.
نوموړي د ایران، پاکستان او یو شمېر عربي هېوادونو سره د خپلو خبرو او د اقتصادي ودې او پرمختګ په هکله هم معلومات وړاندې کړل او پدې ټکي یې ټینګار وکړ، چې د افغان شوروي اړيکې به هم د دوه ګاونډیو هېوادونو په څېر په متقابل احترام ولاړې وي او یو د بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نکوي.
همدا ډول یې د افغانستان په ناپېلتوب ټينګار وکړ او له نړیوال ناپېلي غورځنګ نه یې خپل ملاتړ څرګند کړ. ولې په غیرې مستقیم ډول یې، چې موخه یې کیوبا وه دې ټکي ته ګوته ونیوه، چې دغه غورځنګ باید له اصلي موخې نه بېلارې نشي. پودګورني په لنډو خبرو کې د افغانستان او پاکستان له نوو اړیکو ملاتړ وکړ او د افغانستان د طبعي ګاز د بېې په تړاو یې وویل، چې پدې برخه کې یوه ګډ پلاوي ته اړتیا ده، چې دافغانستان وړانديزونه په غور وڅېړي.
پدغه وخت کې برژنف د یوې پوښتنې په ترڅ کې د ایران د وسلو په برخه کې له محمد داود نه وپوښتل، چې آیا ایران په سیمه کې د امریکا د ګټو ساتوونکی ندی؟
آیا د ایران واړه ګاونډیان د دوئ له دومره ډېرې وسلو نه وېره نه لري؟
محمد داود وویل: د نا انډولو وسلو را ټولول موږ ته د خواشیني وړ دي، ځکه چې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته زیان رسوي.
ایران ښایي چې په سیمه کې د پوځي ځواکمنۍ لیوالتیا ونلري… او افغانستان دا د ځان لپاره کوم خطر نه ګڼي…
دا ډول خبرې برژنف ته ډېرې په زړه پورې نه وې، د دواړو لورو خبرې هغه مهال ترینګلې شوې، چې برژنف د افغانستان په ناپېلتوب ټينګار وکړ. ولې وې ویل: چې د ناپېلتوب غورځنګ باید د امپریالیزم د ګټو توښه ونه گرځي.
پداسې حال کې چې ژباړن «ګاوریلوف» زړه نازړه د برژنف دغه خبره وزدووله خو بیا هم وې ویل:
«په افغانستان کې د ملګرو ملتو په پروژو کې دوه اړخیزه او په نورو پروژو کې څو اړخیزه فعالیتونه د ناټو د غړو هېوادونو متخصصینو او کارپوهانو له خوا زیات شوي دي، په پخوا کې لږترلږه افغانستان د ناټو هېوادونو کارپوهانو ته د هېواد شمال ته بلنه نه ورکوله، ولې اوس پدې سپارښتونو عمل نه کېږي…
شوروي دغو پرمختګونو ته په بده سترګه ګوري او له حکومت نه غوښتنه کوي، چې د هغوئ له تسلط نه ځان آزاد کړي… هغوئ څارګردی او امپریاستي موخې لرلې.»
د برژنف له ګواښوونکو او لمسوونکوخبرو وروسته، محمد داود پداسې حال کې چې له غوسې تک شین وه په لوړ او ډډ اواز یې ورته څرګنده کړه:
«هغه څه چې تاسو وویل دا دې د افغانانو له توقع نه لرې وه. او دا زموږ په کورنیو چارو کې څرګنده مداخله ده.»
افغانستان سره د شوروي اړیکې ارزښتمنې دي. ولې زه تاسو ته اجازه نه درکوم، چې تاسو ماته حکم وکړئ، چې خپل هېواد څرنګه اداره کړم او کوم څوک په دنده وګمارم، کوم کارپوه چېرته توظیف کړم!؟
دا یوازې د افغانستان ادارې پورې اړه لري. که چېرې اړتیا ولیدل شي افغانستان به غریب پاتې شي، خو په خپلو پرېکړو کې به آزاد وي.
د محمد داود او برژنف له دې لفظي او سياسي جګړې وروسته نوموړى له ځایه پاڅېد او پرته له کومې پایلې نه افغانستان ته راستون شو.
افغان ولسمشر له دغه سفر نه وروسته د حکومت په پالیسي کې بشپړ بدلون راووست او د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره یې له سره اړیکې ټینګې کړې او بېلابېلو سفرونو ته یې لاره خلاصه کړه، چې موږ یو شمېر عربي هېوادونه، چين، پاکستان، ایران او نور د ساري په توګه یادولی شو.
کله چې لوی درستیز جنرال ضياء الحق د یوې کودتا په ترڅ کې د بوټو حکومت نسکور کړ او ضياء د پاکستان د نظامي شورا درئیس (۱۹۷۷ کال د جولای پینځمه نېټه) په توګه وټاکل شو. ډېر زر یې له کابل سره اړیکې ټینګې کړې او د هغه پرېکړه لیک او ګډی اعلامې ملاتړ یې وکړ، چې د محمد داود او بوټو د لیدلو په مهال د داود خان له لومړي سفرنه وروسته په پاکستان کې خپره شوې وه.
نوموړي له خپل واک نه درې میاشتې وروسته د اکتوبر په مياشت (۱۹۷۷ ز کال) کې افغانستان ته سفر وکړ.
محمد داود او جنرال ضیاءالحق دوه وارې په خصوصي توګه یو له بل سره ولیدل… خو پدې تړاو عبدالصمد غوث ویلي دي، زه یوازینی څوک وم، چې د دوئ په ناستو کې مې حضور درلود.
ضیاء د خپلو پرمختګونو په تړاو د پاکستان د سیاسي حالاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او محمد داود د هغو لیدنو او کتنو نچوړ په ډاګه کړ، چې له بوټو سره یې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په اړه کومې پرېکړې کړې وې.
دواړو لورو پدې ټینګار درلود، چې افغانستان او پاکستان د دوه ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو په توګه باید خپلې ټولې خپل مینځي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
که څه هم کومه ګډه اعلامیه له دواړو غاړو نه خپره نه شوه، خو کله چې محمد داود وغوښتل پاکستان ته دویم سفر وکړي جنرال ضیاء د پښتنو او بلوڅو مشران له بنده آزاد کړل.
ولسمشر محمد داود چې د هندوستان له سفر نه وروسته کابل ته په لاره په (۱۹۷۷ ز کال) د مارچ په پینځمه نېټه د پاکستان را ولپنډۍ ته ورسېد. نو دواړو غاړو خپلې خصوصي خبرې پیل کړې، لومړی محمد داود له جنرال ضیاء نه مننه وکړه، چې د پښتنو او بلوڅو څو مشران یې لکه ولي خان، غوث بخش بزنجو خیر بخش مري، عطاوالله منګل او نور له زندان نه بهر کړل او بیا يې پدغو ټکو ټینګار وکړ، چې یو شمېر هېوادونه که څه هم نوم یې وانخست خو موخه یې شوروي اتحاد وه، نه غواړي چې افغانستان او پاکستان پخپلو کې سره ښې اړیکې ولري.
د افغان ولسمشر او جنرال ضیاءالحق د خبرو پایله دا وه، چې دواړه هېوادونه باید په سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو کې پرمختګونه رامینځته کړي.
محمد داود په «شالیمار» باغ کې د پاکستان خلکو ته اودې خبرې وکړې او علامه اقبال هغه شعر یې هم ولوست، چې :
اسیــــا یک پیکــــراب و ګــل اســت
ملت افغان در آن یک پیکر دل اسـت
از فسـاد او فســاد اسیــا
از ګشــــــاد او ګشــــــاد اسیـا
عبدالصمد غوث چې په ټولو خصوصي ناستو کې ګډون درلود، دی وایي، چې کابل ته د پلاوي د راتګ په مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بېړنۍ توګه له افغان پلاوي نه د یوې ناستې غوښتنه وکړه:
«په ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اغا شاهي موږ ته یې یوه مشوره راکړه، چې د ګډې اعلامې بڼه یې لرله. موږ ته څرګنده شوه، چې دا ګډه اعلامیه نده بلکې دوئ غوښتل، چې موږ دا لاسلیک کړو، چې ګنې د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمینځ یوه بین المللي پوله ده او د پښتونستان له مسئلې او داعېې نه تېر شو… له دې سربېره دا یې هم لیکلي ول، چې یو د بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نکوو…»
وحید عبدالله پاکستاني لوري ته وویل: موږ دا منو چې یو د بل په کورنیو چارو کې (همدغه اثر همدغه مخ) به لاسوهنه نکوو. خو دا نه منو، چې تاسو له موږه غوښتي دي، چې د ډیورنډ له کرښې او د پښتونستان له مسئلې تېر شو.
د تاسو لورى تل د ډیورنډ د کرښې د منلو خبره کوي ولې تاسو پدې پوهېږئ، چې د افغانسان لوی جرګې دغه کرښه نده منلې او د ټولو موافقه لیکنو غندنه کړې ده او رد کړي یې دي.
پدا سبا ولسمشر داود خپل سیال جنرال ضیاء ته وویل: چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغان پلاوي ته ستونزې پیدا کوي. ضیاءالحق وویل:
زه پوهېدم، چې دغه بیروکراتان به داسې کوي… موږ دواړه پدې پوهېدو، چې پخپلو خبرو کې مو څومره پرمختګ کړی دی!؟
له دغو سفرونو سربېره محمد داود عراق ته هم سفر وکړ او په عراق کې له جمهور رئیس «حسن البکر» سره ولیدل او د دواړو غاړو ترمینځ د علاقې وړ خبرې وشوې او د شط العرب د مسئلې په اړه هم وغږېدل.
که څه هم له دغه سفر نه دمخه سردار محمد نعیم خان په (۱۹۷۴ کال) (حمل – ۱۳۵٣ هـ کال) عراق ته هم سفر کړی وه.
همداراز محمد داود د نوي (۱۹۷۸ کال) کال په سر کې د نړۍ او سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفر وکړ، چې موږ هندوستان، يوګوسلوایا، لیبیا، کوېټ، سعودي عربستان او مصر یادولی شو.
دغو هېوادونو ژمنه وکړه، چې د افغانستان له اوه کلن اقتصادي پلان سره به هر اړخیزه اقتصادي مرسته کوي.
پدغه سفر کې دا یو ټکی ډېر د پام وړ وه، چې محمد داود له انور سادات نه پوښتنه وکړه، چې تاسو څرنګه پدې بریالي شوئ، چې د روسانو له اغیزې نه خلاص شوئ؟ هغه وویل: مصر له شوروي اتحاد سره ګډه پوله نلري او افغانستان بیا ۱۴۸۱ میله اوږده پوله لري. افغانستان ته به ګرانه وي، چې زر له دې ستونزې خلاص شي. د محمد داود له دې پوښتنې برېښي، چې په نوموړي د شوروي د مشر برژنف ناوړه چلن ډېره اغیزه کړې وه. ولې دا ستونزه په همدې ځای پای ته ونه رسېده او تاریخ وښوده، چې پایلې یې دواړو هېوادونو ته په زیان تمامې شوې.
ما تېره ورځ اشتباهاً کوم سم او صحیح پراګراف په غلط
.تعبیر کړی ؤ چه لدې امله بخښنه غواړم