نکاح
زوی ته یې دسمال اخیسته. حجره کې راټولو کسانو ته یې تقریر شروع کړی و. د شهادت فضایل او انعامات یې بیانول.
مخامخ ناست ځوان ور ته په ځیر ځیر کتل او ورو ورو یې شونډې خوځیدې، شاید ویل یې:
د خپلو زامنو نکاح نجونو سره تړئ او د پردیو اولادونو له حورو سره!
محمد نعمان دوست، کابل
د زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴
——————————————-
درد
مور د خپل واړه زوی سر ته ناسته وه، د هغه پرې شوې پښې ته یې په ډند سترګو کتل، یو ناڅاپه یې چیغه کړه:
خدایه! چا چې زما د زوی پښه پرې کړي وي، خپل بچي یې په همدې حال کړې.
ماشوم نیغ کښیناست، د مور پر خوله یې لاس کیښود او په بند بند غږ یې وویل:
نه، مورې نه. پښه مې ډیر درد کوي، دا درد مې په همزولو نه دی پیرزو!
محمد نعمان دوست، کابل
د زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴