ننګرهار د افغانستان اوږده ناورين زمونږ خلک دومره له پيښو او سياست سره اشنا کړل چې نالوستي ، واړه او غټ ېې د راتلونکي او هم روانو حالاتو په اړه ژور، ژور نظرونه لري . څو ورځې د مخه په يوه مجلس کې پدې بحث وو چې ولسمشريزې ټاکنې به څوک وګټي مونږ لا چوپه خوله وو خو په مجلس کې ناست يو کوچني وويل( هغه څوک به یې وګټي چې د کرزي خوښ وي ) د کوچني پدې خبرې سره ټول د کوچني خبرو ته متوجه شول خو په خبرو کې یې یو تن ور ولوید او کوچنی یې وراټه ، د کوچني ماشوم خبره خپله وه او که اورېدلې یې وه پر ځاي وه ځکه:  لومړی : زمونږ کوچنيان تر ډيره عمره کوچني ګڼل کيږي او که لوی هم شي نو که نالوستی وي بيا خو ېې څوک په خوله پياز هم نه خوري ، نو پرېږدۍ چې له اوسه حقیقتونه ووایی تر څو رښتیا ویل یې عادت شي دوهم : د افغانستان پيښو ښودلی ده، چې هر ناشونی کار پکې شونی شوی دی ، د هرې افسانوي کيسې عملي بڼه پکې خلکو لیدلې ده ، هر غدار ته پکې اتل ویل شوی دی او هر خدمتګار ته غدار. همدا راز د لوستو او نالوستو خلکو د خبرو تر منځ هم د وزن له پلوه پوره توپير موجود وي چې ښه دلیل یې یوه دولس کاله پخوانۍ کيسه ده. د ۱۳۸۰ کال دلیندۍ (قوس) په مياشت کې د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان په اړه د لخضر براهيمي په مشرۍ د بن لومړنی کانفرانس روان وو او د افغانستان لپاره ېې راتلونکی حکومت او ولسمشر ټاکه ، دا مهال مونږ د نورو ډيرو افغانانو په څير د پيښور د کچه ګړۍ په کمپ کې د مهاجرت شپې ورځې سبا کولې ، د ښوونځي په اووم يا اتم ټولګي کې به وم ، په کلي کې يو کلیوال کوچنۍ هټۍ درلوده ، چې د پلورنځي تر څنګ زمونږ د کليوالو د ورځنيو تبصرو ځای هم وو ، په هاغه ورځ تر ټولو مهمه خبره د بن کانفرانس وو ، لنډه دا چې کانفرانس پيل شو او ټول خلک راډيو ته څک شول ، یو تن ویاند حامد کرزي ته د سټلايټ په وسیله د پرانستونکې وینا بلنه ورکړه کله چې نوموړي وينا پيل کړه ، يو کليوال را غبرګه کړه چې ( دا د افغانستان پاچا دی ) دې سره ټولو کليوالو وخندل او ور څخه مو وپوښتل ، محمد ګل ماما ته څه پوه شوی چې دا د افغانستان پاچا دی هغه وويل ( دا ځکه پاچادی چې جرمني کې خلک ناست دي او دا ورته د ارزګان څخه خبرې کوي ، که دا دومره مهم سړی نه وای نو هملته ډير نور خلک ناست دي ، ولې هغوۍ کوم يو پرانستونکي وينا نه کوي ، تاسو نه پوهيږۍ ، يو څو ورځې مکتب ته تللي ياستۍ ، د وطن نه څه خبر ېۍ ) پدې سره محمد ګل ماما پاڅيد او لاړ ، خلکو پرې تبصره هم وکړه چې د محمد ګل ماما سیاسي زکاوت دومره لوړ دی چې لا غونډه پيل شوې نه ده او ده ته مخکې له وخته ولسمشر معلوم شو ،خو د محمد ګل ماما تبصره پر ځای او زمونږ خندا بې ځايه وه، هماغه حامد کرزی د بن کانفرانس په پايله کې د افغانستان ولسمشر وټاکل شو ، اوس راته ځکه له هاغه دمه تر دې دمه د هرمشر خبره د کاڼي کرښه ښکاري ، هغه که لوستی وي او که نالوستی ، که مونږ يو څو ورځې ښوونځي ته تللي يو هغوۍ يو عمر تجربه لري ، يو عالم حکومتونه ېې ليدلي دي او ډيرې داسې خبرې ېې اوريدلې دي چې وروسته رښتيا شوې دي د مشر مشره برخه د کشر کشره برابر نه دي چرګ بانګ او ملا بانګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *