تاند – د پخواني ولسمشر کرزي مرستیال او زورواکي، محمد یونس قانوني، ساتونکو د پلازمېنې کابل د ۱۱مې ناحیې په مربوطاتو کې د چټک غبرګون د قطعې په پولیسو ډزې وکړې.
ویل کیږي چې د ښاغلي قانوني ساتونکو هغه وخت په پولیسو ډزې وکړې چې پولیسو غوښتل د هغوی د موټرو له شیشو څخه تورې پردې پاکې کړي.
د پېښې له ځای څخه عیني شاهدان وایي، چې ډزې نن /د جدي ۲۴مه/ خواوشا ۱۱ بجې اریانا د تېلو ټانک سره نژدې وشوې.
د اسمایي د ۱۰۱ زون د قوماندانۍ ویاند، بصیر مجاهد، پېښه تایید کړه او ویې ویل چې په دې برخه کې تحقیقات روان دي خو دا یې ونه ویل چې د قانوني له ساتونکیو سره به کوم ډول قانوني چلند وشي.
محمد یونس قانوني تېره اونۍ هغه وخت د خلکو له انتقادونو او سخت خجالت سره مخامخ شو چې د ولسمشرۍ له یوه احتمالي کاندید محمد حنیف اتمر سره یې د شرموونکیو خبرو جزیات د هغه په ناخبرۍ کې افشا شول.
اول خو قانونی صاحب باید تر ټولو په قانون پابند او عمل وکړی او نور دده نه پیروی وکړی نه دا چی د قانون ګریزی مبتکر وی لکه دده په خپل اعتراف « ما مبتکر معامله بن بودیم» او بل ګریز یی داسی تکت انتخاباتی غواړی چی قانون کی نشته .
او دریم دا موجوده ډزی؟؟؟ دحکومت او پولیسو په مقابل کی
وای بر مبتکر ویرانی و دیوانه قدرت !!! این راه به ترکستان است
ما خادم میخواهیم نه ملوک فاسد
These are all Warlords, they don’t care about the country and the people, as long as these people exist nothing positive will happen. we need people get united and get rid of these warlords.Only people can solve these problems with revolution, no other way.