د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي

۱۸ سنبله (۹ سپتمبر)
د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي نن د قزاقستان په استانه کې د ساینس او ټیکنالوجۍ په اړه د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

سرپرست وزیر په دې اړه د وزیرانو ګډې غونډې ته وینا وکړه. د اسلامي هېوادونو د سازمان مشر او د قزاقستان له ولسمشره یې د دې مهمې ناستې د تنظیمولو مننه وکړه. د ساینس او ټیکنالوجۍ په ارزښت او په دې برخه کې د مسلمانانو په تاریخي رول او لاسته راوړنو یې رڼا واچوله.

سرپرست وزیر وویل چې ساینس او ټیکنالوجي د مسلمانانو له لاسه ورکړی میراث دی چې د بیا خپلولو، پرمختګ او احیا لپاره یې باید ټول اسلامي هېوادونه په ګډه چټک ګامونه واخلي.

سرپرست وزیر وویل، ” که څه هم افغانستان د ترهه ګرو سره په مبارزې بوخت او په ډېره بده جګړه کې ښکېل دی، خو بیا هم د ټیکنالوجۍ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري. زمونږ ۸۰% خلک ګرځنده تلفون ته لاس رسی لري او ۹۰% خاوره مو تر پوښښ لاندې ده. د انټرنیټ بیې مو د یوه میګابایټ په سر د ۳۰۰۰ ډالرو څخه تر ۶۰ ډالرو را ټیټې کړي او دا مزل دوام کوي. مونږ ژمن یو چې حکومتولي مو الیکترونیکي بڼه خپله کړي او د دې لپاره لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه لرو”

هغه همدا راز د سایبري امنیت په اهمیت، پلانونو او په دې اړه په ګډ کار تاکید وکړ.

د وزیرانو په کچه ننۍ ناسته کې د ۲۰۲۶ م د ساینس او ټیکنالوجۍ د سرمشریزې لپاره په اجنډا هم خبرې وشوې. ټاکل شوې چې يکشنبه به ولسمشر غني دغې سرمشريزې ته وينا وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *