انجينر عمران هدايت –

ولسمشر غنی د هيواد د چارو د ښه تنظيم لپاره پريکړه وکړه چې هر وزير بايد د خپلو لومړنيو سل ورځو لپاره کاري پلان جوړ، لومړيتبونه په ګوته او د عملي کولو لارې او خنډونه وروپيژني. دا او دې ته ورته د روڼتيا هر ګام تل د ملت له ملاتړ سره مخامخ شوی دی. خو له بده مرغه د ډيری وزارتونو پلانونه دارنګه وو چې ګواکي وزير صيب د کومې پروژې افتتاح کوي. دا کار کوو هغه کار کوو. خو دا چې څنګه؟ په کومو امکاناتو دا نه وايي. او تر ډيره به يې خبرې په هغه موضوعاتو څرخيدلې چي په رسنيو کې ګرم بازار لري. نه دا چې ستونزو ته مسلکي حل لاري پيدا کړي. خو ناهيلي نه يم، دا به يواځي يو پيل وګڼو: که په لومړيو سل ورځو کې نه په دوهمو او دريمو سل ورځو کي ښه شو دا به مو برياليتوب وي. او هيله ده چې د خدای په لورينې هغه ورځ راشي چې هر وزير وکولای شي د خپل وزارت ستونزې او لاسته راوړنې په ريښتني ډول ملت ته وړاندي کړای شي.

ملت ته د راپور ورکولو په لړ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت هم له وخت نه په ګټنې د پنجشنبې په ورځ چي د رخصتۍ ورځ وه، د لومړيو سلو کاري ورځو پلان ولسمشر او ولس ته په ډيره چټکۍ سره وړاندي کړ، او داسي بريښيده چې د انټرنيټي خدماتو کوم شرکت ميډيا ته وينا کوي او په نوري فایبر کې د ور پېښې شوي ستونزې په اړه خلکو او خپلو مشتريانو ته ډاډ ورکوي. خو داسي نه وو دا د يو هيواد د تکنالوجي وزارت د لومړيو سلو ورځو کاري پلان او طرحه وه.

انجينر عمران خان هدايت
انجينر عمران خان هدايت

طرحه لومړی د مخابراتو وزير له لوري ولسمشر ته وړاندې شوه:

عبدالرزاق وحيدي: “نوري فایبر د پراختیا لپاره د پالیسۍ جوړولو، د وزارت د ظرفیتونو لوړولو، د الکترونیکي حکومتولۍ د ستراتیژۍ د بشپړېدو، یو شمېر پوهنتونونو ته د نوري فایبر او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو، د خصوصي سکټور د هڅونې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتونونو د جوړولو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د پالیسۍ د جوړولو په برخو کې د دغه وزارت د لومړی�� سلو ورځو کاري پلان د بیا کتنې لپاره جمهور رئیس ته وړاندې کړ …”

    سرچينه : http://president.gov.af/ps/news/47044

تبصره: ښاغلی وزير د نوري فاېبر پراختيا ته ضرورت نشته، چې د هيواد ټولو ولايتونو ته دې وغزول شي. نوري فاېبر ته جدي اړتيا په کابل ښار کې ده ځکه چې د مايکرويف فريکانسي مشبوع شوې ده. او وزارت نشي کولاي چې په شته امکاناتو د مارکيټ اړتيا پوره کړي. يوه کوچنۍ بيلګه: افغان بېسيم په کابل ښار کې د مايکرويف حلقوي لينګ او اتصالات شپږ ستر Backbone لينګونه يواځي په کابل ښار کي لري. که د نوري فاېبر مديريت سالم وي نو خصوصي سکتور به خپله له نوري فاېبره ګټه واخلي. چې ښه بيلګه يي د چين هيواد دی. چين په خپلو ټولو ګڼ مېشتو ښارونو کې د مخابراتي شبکو د اتصال لپاره له نوري فاېبره ګټه اخلي او مايکرويف يواځي په ځانګړو حالتونو کې کاوري. بله مهمه مسله دا چې د هيواد خصوصي مخابراتي شرکتونه د نړيوالو مکالمو لپاره له ايران او پاکستان سره د لوړ ظرفيت لرونکي مايکرويف لينګونه لري. د نوري فاېبر لپاره هره موثره پاليسي هغه وخت جوړيداي شي چي په هره سيمه کې د کاروونکو کره شميره ولرو، او که اړتيا يې په نورو بديلو لارو او تکتيکنو بشپړيدای شي نو بيا نوري فايبر ته هيڅ اړتيا نه شته. چي له بده مرغه د هيواد په کچه کره شميره نشته او دا هغه وخت شونې ده چي دولت په خصوصي سکتور بشپړ حاکميت ولري.د الکترونیکي حکومتولی موضوع د پخواني ولسمشر د حکومت له پيل څخه چې Afghanistan National Development Strategy (ANDS) له جوړيدلو سره يوځاي راپورته شوې ده. هيله ده چي وزير صيب پکي بريالی شي.د پوهنتونو او ښوونځو لپاره د انټرنيټ اسنتياوې هغه وخت شونې دي چې پوهنتونو او ښوونې په ځاي بسيا شي، او که د مخابراتو وزارت يي برابر هم کړي دا به لنډ مهاله وي. د خصوصي سکتور لپاره د معلوماتي تکنالوجۍ نندارتونونو جوړول هغه وخت شوني دي چې توليد شتون ولري، نو چي توليد شتون ونه لري نندارتون به له کومه ځايه شي،او دا موضوع هم په ANDS کې ځاې پرځاي شوي وه خو تر اوسه پوري وزارت نه دې توانيدلای. د وزير صيب د لا برياليتوب په هيله

ولسمشر غني “ټیلفوني خدمتونو کې دې  ښه والي رامنځته او د انټرنیټی خدمتونو په مدیریت کې دې جدي بدلون راشي. او  د ” آی پي”  له لارې د غږ د لېږد بیه دې راټیټه، د نوري فایبر خدمات دې پراخ او له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه دې د کار پنځونې د یوې غښتلې وسیلې په توګه  کار واخیستل شي. همدارنګه د هېواد مهمو پوهنتونونو او ښوونځیو د وصلېدلو پر موضوع ټینګار وکړ، ویې ویل چې د پوهنتونونو اونورو تعلیمي مرکزونو په سیموکې باید د وړیا ” وای فای ” د خدمتونو د وړاندې کولو زونونه رامنځته او محصلینو ته په وړیا ډول انټرنیټي خدمتونه ترسره شي. ولسمشر زياته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باید د هېواد له امنیتي ادارو سره په همغږۍ کې دا وضحه کړي چې په څه ډول کولای شي ټیلیفون د ناامنۍ له وسیلې څخه د امن په وسیلې بدل کړي.”

    سرچينه : http://president.gov.af/ps/news/47044

تبصره: غواړم د ولسمشر په هره کلمه لنډه لنډه تبصره ولرم. تيلفوني خدمتونه د ښه والي لپاره بايد دولت د خصوصي سکتور په هره جلا جلا دستګاه کنترول ولري او دا هغه وخت شوني ده چي فساد په مخابراتو وزارت کي په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي. د انټرنيټي‌خدماتونو په مديريت کي د جدي بدلون څخه هدف دادی چې ولسمشر د افغان تېلي کام له رهبري خوښ نه دی. آي پي له لاري د غږ ليږد بېي بايد ټيټي شي هغه وخت شوني ده چي‌د نوري فايبر، فيکس لاين او سلام شبکي خپل فعاليتونه په جلا جلا ټول د دريو شرکتونو په ډول تنظيم کړي. تر څو په چارو کي سمون راشي. معلوماتي تکنالوجۍ هغه وخت د کار پنځونې وسيله ګرځيدل به تر ډيره ستونزمنه وي، ځکه چې په ازاد بازار کي د چينايي توليدات سره رقابت کول ستونزمن دي. او هغه وخت شونې ده چې هر ځانکړی توليد يو کوچني داخلي بديل پيداکړي او هماغه بهرني توليد په هيواد بند کړل شي. د هيواد پوهنتونو او تعلميي مرکزونو د انټرنيټ رسول يو ستر پرمختګ دی خو په دوامداره ډول د خدماتو برابرول يو منظمي طرحي ته اړتيا لري.د هيواد د امنيتي ادارو لپاره تکنالوجي ډير څه کولاي شي، د بيلګي په ډول ويلي شم چی د لسو وزارتو د نښلونو څخه به دا ډيره موثره وي چي د کابل ښار د پوليسو ټولی امنيتي حوزي يو له بل سره وصل شي. د ملي اوردو هره قولې اورود، لوا، ګنډک، او ټولي يو له بل سره وصليدلی شي.

ولسمشره! له بده مرغه د مخابراتو وزارت په لومړيو سل ورځني پلان کي له يادو شوو موضوعاتو څخه يو هم نشي تر سره کولاي او په پلان کې هم نه دي ځاي پرځاي شوي. او که په راتلونکي کي ورته پام وکړي دا به د ملت نيکمرغي وي.

عبدالرزاق وحيدي: “خدمات انترنيتي بهبود خواهد کرد، هم اکنون شهروندان کشور از عرضه خدمات اينترنتي ولتي شکايت دارد، و در چند ماه ګذشته نهادها خصوصي و دولتي انترنيت دولتي را از طریقي اينستا تلکام استفاده مي کردند،… ظرفيت شبکه نوري چهار برابر افزايش خواهند يافت…”

سرچينه:   http://bit.ly/1AA5sPM

تبصره: خصوصي او دولتي ارګانونه له انسټا تيلکام څخه د انټرنيټي خدماتو لپاره کار اخلي. دا د ويري او ډار خبره ده: چي خداي مه کړه دغه شته دولتي اداري خصوصي نه کړل شي. که څه هم د شميرو له مخي د مخابراتو وزارت هر ريئس په اوسط ډول دوه خصوصي شرکتونه لري. او بله دا چي نوري فايبر شبکی ظرفيت به څلور برابره لوړ شي، د وزير صيب مطلب هماغه د Huawei د DWDM پروژه ده خو پوښته دا ده چې نوري فايبر کې ستونزه ده او که د لاسرسې، سرعت او يا نور څه ؟

ايمل مرجان: “شته نوري شبکه چي د هيواد په ټوله برخه که ده ټول په يو 10G يا لمدا ته واړول شي، او شبکه به د سپين بولدک لخوا هم ونښول شي چي نوري شبکه قطع نه شي.”

تبصره: په نوري فايبر کې 10G يا لمدا  يعني څه؟ سمه ده په DWDM کي به 10G شي. دا په دې معنا چې په هر لمدا کې 10G دي. د “يا” کلمي کارول ټول هدف غلطوي. ممکن د ورقې له مخې د متن لوستلو کې داسي شوي وي. بله دا چې نورې فاېبر له سپين بولدک له لارې لا پخوا وصل شوی دی. په لومړيو سل ورځو کي يې بيا وصلوي که څنګه؟ په هر حال مرجان صيب د ښاغلي اميرزي سنګين له تخنيک څه ګټنه کړې ده، ګيګا او ميګا او کنيکشن د لغاتو په کارولو سره خپلې خبري جالبې کړي دي.

د مخابراتو وزارت د سل ورځني کاري پلان په اړه، د ياد وزارت وياند مرکچي (وياند) خبري مةي په انټرنيټ کې تر سترګو شوي، ويديو اوږده وو ليدل او اوريدل مي له واکه نه وو، ويډيو DiMax Summarizer پوستکالي (سافټ وير) ته پورته کړ. پوستکالي راته څلور پايلي راکړي.

لومړی دا چې دا چې ‌۲۱ ځله يې د کار پرې روان دی جمله تکرار کړې ده. دوهم دا چې وياند صيب ۱۴ ځله د مخابراتو او معلوماتو تکنالوجي وزارت کلمه تکرار کړې ده. او په دريم او څلورم مسيجونه د پښتو او دري متن له خراب شوي او ايرور (error) ډوله وښودل، زه يې نه وايم د پوستکالي کيسه ده.

د هغې ورځ په هيله چې وزارت مو داسي وياند ولري چې پر ژورناليزم سربيره د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ پوهه هم وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *