تاند- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ تحنیکي مرستیال احمدشاه سادات د هغو کسانو خلاف د قانوني اجرااتو غوښتنه وکړه چې له دې میدان څخه په سو استفادې یې نوموړی په فساد تورن کړی و.
انجنیر سادات، چې دنده یې د افغان ټیلکام د ریاست لپاره د نوي سرپرست د ټاکلو پر سر ځنډول شوې وه، وروسته له دې بېرته خپلې دندې ته حاضر شو، چې لویې څارنوالۍ د قضیې په اړه څېړنې بشپړې کړې او نوموړي ته یې برات ورکړ.
ښاغلي سادات په یوه پیغام کې، چې د تاند په شمول یې بېلابېلو رسنیو ته استولی، لیکلي «له نېکه مرغه، محترمې لویې څارنوالۍ له شفافې او هراړخیزې څېړنې څخه وروسته ماته برات راکړ او رفع د تعلیق شوم او یو ځل بیا خپلې دندې ته راستون شوم.»
انجنیر سادات په عین حال کې ویلي « یو شمېر مغرضو کړیو په سوشل میډیا خصوصآ په فیسبوک کی د شخصیت وژنی پر بنسټ زما د تعلیق قضیې ته بل رنګ ورکړی وو او هغه یې د ۱۰٪ مخابراتي مالیې په اختلاس پورې تړلې وه چې اصلا یې زما له قضیي سره هیڅ تړاو نه درلود. هېله مند یم چې هغه اشخاص چه په سوشل میډیا کی شخصیت وژنه کوي قانونی چلند ورسره وکړل شي. »
لویې څارنوالۍ د ښاغلي سادات د دې غوښتنې په وړاندې تر دې دمه عکس العمل نه دی ښودلی خو دې څارنوالۍ تر دې پخوا په ټولنیزو رسنیو کې د افواهاتو او تهمتونو د خپرېدو په وړاندې اقدام نه دی کړی.
دا کس ما ته له سره پاک او با احساسه ښکاریده مګر دلته مافیا دومره قوی ده چي ډېر ژر سړی ته دوسیه جوړېږي