تاند- د افغانستان حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر دنده د اداري فساد د تور په خاطر وځنډوله.
ارګ وايي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر عبدالرزاق وحدي دنده به تر هغو ځنډول شوې وي چې پلټونکې کمېټه د ده د کار په اړه نتیجې ته رسېږي.
تر دې وړاندې راپورونه ورکړای شوي و چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر دوسیه څارنوالۍ ته سپارل شوې او کار پرې کوي.
ارګ د ښاغلي واحدي د دوسیې او تورونو په اړه نور څه نه دي ویلي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل چې ولسمشر امر کړی چې د مالي تورونو په خاطر دې د مخابراتو د وزیر دنده وځنډول شي. ده په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي« د مخابراتو د وزیردنده، د تحقیقاتو تربشپړیدلو پوري ځنډوله سوې ده.»
راپورونه وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د فساد په لویو قضیو کې لاس لري.
افغانستان د اداري فساد له نظره په نړۍ کې خورا بد نوم لري.
عام افغانان او نړیواله ټولنه له حکومته غواړي چې د فساد د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي او په فساد کې شامل د حکومت مهم چارواکي محاکمه کړي.
په وروستیو کې د افغانستان حکومت څو تنه ټیټ رتبه چارواکي محاکمه کړل خو ډېرو خلکو د لا مهمو فاسدانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
دیر شه. دیر شه خو الله د وکری چی نمایشی کار نه وی