مطبوعاتي خبرپاڼه

 د اداري اصلاحاتو مستقل کمېسيون او مرکزي احصائيې ادارې سره HRMIS  هوکړه لیک لاسلیک

سه شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷-  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو مستقل کمېسيون او د مرکزي احصائيې ادارې سره د بشري سرچينو د نوي الکټرونيک سيسټم HRMIS د پلي کېدو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا سيسټم د GRP يوه برخه ده چې موخه يې په دولتي ادارو کې د بشري سرچينو تنظیم او الکټرونيک کول دي.

په دغه سیستم کې د تشکیل مدیریت، د کارکونکو د سوانحو مدیریت، د استخدام مدیریت، د اجرراتو د ارزیابۍ مدیریت، د حاظرۍ مدیریت، د معاشاتو مدیریت، د ظرفیت لوړولو مدیریت، او اړوندې برخې شاملې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي وویل چې دغه سيسټم د افغان متخصصینو په لاس جوړ شوی او هره ورځ لا پسې تکامل مومي او پیاوړی کېږي چې مالکيت يې د پلې کوونکې ادارې سره دی او د مخابراتو وزارت یواځې ددغه سيسټم د عملي کېدو په تخنيکي برخه کې رول لري.

د مخابراتو وزیر زیاته کړه چې د HRMIS سيسټم د هېواد د قوانينو او کړنلارو سره مطابقت کوي او د آسان خدمت ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ عمومي رياست د متخصصينو له خوا د هر اړخيزې ارزونې او نړېوالو تجربو څخه د ګټې اخیستنې وروسته جوړ شوی دی.

د HRMIS سيستم په الکټرونيکي شکل د دولتي ادارو د یوځای کولو وړتيا لري چې د الکټرونيکي حکومتدارۍ اساس تشکيلوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د الکټرونيکي حکومتدارۍ د پراختيا په موخه په راتلونکي کال کې په پام کې چې د ۹ نورو وزارتونو سره د Intranet سيسټم يا د حکومتدارۍ الکټرونيکي شبکه جوړه کړي او همدا راز د الکټرونيکي سيسټمونو د حقوقي مشروعيت لپاره د الکټرونيکي حکومتدارۍ قانون ترتیب او د نورو مرحلو لپاره د عدليې وزارت ته استول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *