تاند- د افغانستان د مخابراتو وزارت اعلان وکړ چې په یوه کال کې به د هیواد ۱۰۰۰ ښوونځي په انترنیټ سمبال شي.

د مخابراتو وزارت نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تراوسه پورې یې ۱۱۵ ښووننځیو ته انترنیټ رسولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي« د دغه پروسې په لومړۍ مرحله کې په ۹ ولايتونو کې ۱۱۵ ښوونځي  د نوري فايبر له لارې وصل شوي، ۳۱ ښوونځيو ته کمپيوټري تجهيزات برابر شوي او په بشپړه توګه فعاليت ته چمتو دي او د پاتې ښوونځيو د تجهيزاتو د بشپړېدا چارې يې روانې دي. »

دا وزارت وايي چې د ۲۹۰ نورو ښوونځیو د سروې چارې یې بشپړې کړي او له انترنیټ سره د اتصال کارونه یې په پیلېدو دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ښوونځیو ته د انترنیټ رسولو ترڅنګ په دې کار کوي چې د پوهنې له وزارت او اترا ادارې سره په ګډه ښوونځیو ته کمپیوټري وسایل، انرنیټ او د کمپیوټرلابراتوارونه مهیا کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا وزارت د افغانسټ (Afghan Set) دوه ټرانسپوڼدرونه د دې پروژې د اتصال په موخه ځانګړي شوي څو هغه ښوونځي چې د نوري فايبر له لارې يې د نښلېدو امکانات نه وي، د سپوږمکۍ یا سټلايټ له لارې د پوهنې له شبکې سره وصل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *