تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: د مخابراتو وزیر فهیم هاشمي په هیواد کې د سلام دولتي مخابراتي شبکې لخوا د فورجي انټرنیټي خدماتو د پیل خبر ورکړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د سلام مخابراتي شبکې نن د څلورم نسل انټرنیټي خدمات پیل کړل او په وینا یې چې دا به د افغانستان خلکو ته د غوره انټرنیټي خدماتو په برابرولو کې مهم اقدام وي چې واخیستل شو.

نوموړی چې یو هزاره دی، وايي د سلام شبکې ۱۵ دستګاوې يې د کابل په لویدیځ یعني دشت برچي کې په فورجي انټرنیټي خدماتو سمبالې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې نیوکه کېږي د سلام شبکې ته پخپله د مخابراتو وزارت او طالبانو په ګډه له څو کلونو راهیسې ضربه رسولې ده.

په وزارت تور دی چې د دغې شبکې چې له سپوږمکۍ څخه انټرنیټي خدمات وړاندې کوي، په کې د فساد مخه یې نه ده نیولې.
همدا راز پر خصوصي شبکو هم تور دی چې نه غواړي د سلام مخابراتي شبکه ترې په خدماتو کې مخکې شي نو له همدې کبله یې طالبانو سره لار جوړه کړې تر څو د سلام شبکې سیمکارتونه هم له چاسره پرېنږدي.

تر اوسه یو شمېر شبکو باندې ثابته شوې ده چې طالبانو ته د هغوی د نفوذ په سیمو کې د فعالیت باج ورکوي.

2 thoughts on “د مخابراتو وزیر، خپلو هزاره ګانو ته د سلام فورجي خدمات ورسول”
  1. ولی ټولی ۱۵ دستګاوی یوازی دکابل ددشت برچی په سیمه کی ؟
    دا بیا کوم تبعیض دی ؟ باید د مخابراتو وزیر ځواب ولری

  2. کاشکې مونږ هم په لوګر کې ښه ډېر هزاره ګان درلودای ، هلته به هم څلور جي مخابراتې خدمات ښه شوي وو ټالبانو به تیلیفونونو ته مزاحمت نه کاوو. خیر وایي « هزاره هم خدا داره ».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *