تاند- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د نا راجستر شویو سیمکارتونو د ټولولو کمپاین یې له پلازمېنې څخه پیل کړ.

د دې وزارت ویاند سایز ځلاند تاند ته وویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي نن /پنجشنبه/ په کابل کې د ناراجستر شويو سيمکارتونو د ټولولو د کمپاين په پيل کې د زرګونه غیرمجاز سيمکارتونو د ضبطولو تر څنګ د ناراجستر سيمکارتونو د بالفعل خرڅلاو له کبله په ده افغانانو کې د روشن مخابراتي شرکت نمايندګي مهرو لاک کړه.

شهزاد آريوبی د دې تر څنګ د MTN، اتصالات او افغان بېسیم شرکتونو نمایندګيو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د ناراجستر سيمکارتونو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر دې وړاندې د رسمي مکتوبونو له لارې په قاطعيت يادونه کړې وه او ویلي یې و چې له دې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته په هېڅ صورت د غیرمجاز سيمکارتونو پلور د منلو نه دی.

ښاغلی ځلاند وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له تګلارې سره سم شرکتونه بايد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې له خوا د جوړې شوې کړنلارې له مخې سيمکارتونه توزيع کړي او د تخلف په صورت کې به له توصيې او جرېمې وروسته د سيمکارت پلورنې د اړوند شرکت د جواز لايسنس لغوه کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر له لسګونه سيمکارت پلورونکو څخه د سيمکارتونو ټولونې تر څنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه چې په راتلونکي کې غیرمجاز سيمکارتونه ونه پلوري او د خپلو خلکو او هېوادوالو د ژوندانه مصؤونيت په پام کې ونیسي.

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزات د دې تر څنګ په ټولو ولايتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو ته هدايت ورکړی چې د اترا ادارې ولايتي مسؤولينو د امنيتي اورګانونو په همکارۍ ټول غېر مجوز سيمکارتونه راټول کړي او که د وزارت هر کارکوونکی په دې برخه کې غفلت وکړي له دندې به لرې کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *