تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: د مخابراتو پخوانی وزیر او د مالیې وزارت پخوانی مرستیال له درنو جرمونو سره د مبارزې استیناف محکمې لخوا یو وار بیا بې ګناه وپېژندل شو.

هغه په مالیې وزارت او مخابراتو وزارت کې د خلکو له کریډیټ څخه د غلا او فساد په تورونو تورن و، چې لومړی له دندې لرې او بیا ابتدايي محکمې ورته برائت ورکړ.

نن د عبدالرزاق وحیدي استیناف محکمه وه چې په اړه یې مدافع وکیل محمد فرهنګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ښاغلي وحیدي ته ابتدايي محکمې هم برائت ورکړی و خو اوس دا دی استیناف محکمې هم بې ګناه ثابت کړ.

لومړنۍ محکمې د روان کال د حمل په ۱۹مه د وحیدي په غیاب کې فیصله کړې وه چې نوموړی به درې کاله بند تېروي، مګر د روان کال په سرطان کې استیناف محکمې هغه بې ګناه اعلان کړ چې د وحیدي د مدافع وکیل په وینا، سترې محکمې دغه پرېکړه رد کړه او اوس استیناف بیا ځل لپاره پر هغه محکمه دایره کړه.

عبدالرزاق وحیدي څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې د تمیز محکمې لخوا د ده په اړه د استیناف پرېکړه رد شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *