د انجنیر سید احمد شاه سادات لیکنه
(انجنیر سادات د مخابراتو په برخه کې لوړې زده کړې په بریتانیا کې کړي او یوه موده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر و.)
د مخابراتو په وزارت کې تر دوه نیم زره زیات کسان کار کوي او د تیرې هفتې د سترې فاجعې په صورت کې به شاید پنځه سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وای.
حال دا چې تروریستان توانیدلي وو چې د وزارت لوړ پوړیزه ودانۍ ته ورداخل شي.
د تیر کال د شهید سردارد محمد داود خان د روغتون فاجعه دلته بیا تکراریده.
د یو هیواد د بربادۍ لپاره د زیربناوو ویجاړول او د کدرونو له منځه وړل کافي دي.
موږ د دې شاهدان یو چې قسم خوړلي تروریستان او سرسپارلي غلامان د تیرو لسیزو څخه د خپل بادار په اشاره لګیا دي او دغه شومه پروژه عملي کوي.
د مخابراتو وزارت د دنګ والي له کبله له کلونو راهیسی د تهدید لاندی دی او د دغه وزرات څخه ارګ هم تر تهدید لاندې راتلای شي او تروریستانو دغه ټکی لا وختي درک کړی دی.
د هرې ودانۍ په تروریستي حمله کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله په دوه حالتو کې ډیره وي. اول دا چې د حملې په صورت کې راګیر شوي عوام یوخوا بل خوا تیت پرک منډې ووهي چې د تروریستانو څخه په قصد او د امنیتی اورګانونو څخه په اشتباه کې په نښه کېږي. دوهم دا چې تروریستان د ملکي وګړو څخه د خپل ځان د سپر یا ډال په توګه کار اخلي چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب ګرڅي.
سره له دې چې تروریستان د مخابراتو وزارت ودانۍ ته توانیدلي وو چې داخل شي اما دلته د دواړو حالاتو مخنیوی شوی وو.
هغه داسې چې کله د مخابراتو د وزارت سرپرست وزیر وم، د وزارت د رهبري هیت په جلسه کې په ټول اکثریت دغه فیصله تصویب شوه چې په هر منزل کې دې باید سیف رومونه (د امن خونی) او زرهی دروازې جوړې شي، او هماغه وو چې تیر کال جوړې شوې چې د تیرې اونۍ د تروریستي حملې په وخت کې د وزارت کارمندان ټولو دغو سیف رومونو ته پناه یووړه. تروریستانو په تکراري ضربو د امن خونو زرهی دروازې وویشتې اما اثر یې ونه کړ. د هغه وخت د رهبري هیت څخه مننه چې په فیصله یې د سلګونو کارمندانو ژوند وژغورل شو.
بله مهمه خبره دا وه چې د وزارت او اترا ادارې منیجمینټ په شمول د ډاکترصاحب عزیزي، انجنیر صاحب نقیب الله سیلاب امیري، مشاور صاحب جمال اریوبي، رییس صاحب عبدالمجیب مومند، رییس صاحب احمد ویس وحید، مشاور صاحب عطا محمد یاري او نورو رییس صاحبانو په میړانه او شهامت خپل ټول کارمندان د امن خونو په لور سوق کړل. چې د دوی دغه کار خپل کارمندان او د خپلو ځانونو د خوندي کېدلو سبب وګرځیده او د ستاینې او تقدیر وړ دي.
دا چې د هیواد اکثره کدرونه په دولتي ادارو کې جذب دي نو د دولتي ادارو ساتل ډیر لازمي اصل دی او باید امنیتی تدابیر یې د مخابراتو د وزارت په شان مظبوط کړل شي.
د جلالتماب ولسمشر څخه غوښتنه ده چې د کابینې په جلسه کې ټولو وزارتونو او دولتي اورګانو ته هدایت ورکړي چې په خپله کاري ساحه کې د امن خونې جوړې او ټولو کارمندانو ته ټریننګ ورکړي چې د حملې په صورت کې څه باید وکړي. دا به د مرګ ژوبلې د مخنیوي سبب وګرځي.
د مخابراتو وزارت څخه هم غوښتنه ده چې د وزارت د احاطې د دیوالونو هغه قراردادي د راټینګ کړي چې له تیرو څو میاشتو یې تراوسه د وزارت دیوالونه مکمل نه کړل. دغه حمله د دې معنا نه لري چې یوه حمله وشوه او نور یاد وزارت خوندي دی. نو باید د راتلونکو احتمالي تروریستي حملو د مخنیوي په خاطر له تیر څخه درس واخلي او ضعیفې نقطې مظبوطې کړي.
د مخابراتووزارت چې یوه لوړ پوړیزه ودانۍ لري یو داسې مغلق وزارت دی چې شاید پکې په هفتو هفتو حملې دوام کړی وای، مګر زموږ میړني او دښمن شکنه امنیتي اورګانونو د مسلکي زده کړو او ټریننګونو په نتیجه کې یو ځل بیا وښوده چې په ډیر کم وخت کې یې دښمن نابود او د سترئ فاجعې مخنیوی وکړ.
زموږ امنیتي اورګانونه د قدر وړ دي او مننه ترې کوو.
والسلام
سادات