په ارزګان ولایت کې (د مخدره توکو پر ضد د مبارزي په برخه کې د دیني عالمانو نقش) تر سر لیک لاندي غونډه وشوه:
په هغه غونډه کې چې نن د غبرګولي په ۲۶ مه نیټه د ارزګان ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوي وه، د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاؤت سره پیل او په دوام ئي د ارزګان والي ښاغلي امان الله خان (تیموري) د مؤضوع په تړاؤ خپله هر اړخیزي وینا وکړه، هغه په خپلو خبرو کې وویل چې مخدره مواد نه یواځي دا چې زمونږ امنیت او اقتصاد ته یو ستر ګواښ دي بلکه د ټروریزم سره نیغه اړیکه لري چې په ډیري خواشیني سره باید ووایم چې د تریاکو کښت په نړیواله کچه د افغانستان نوم او حیثیت ته ډیر زیان رسولي، د قران عظیم الشان په مبارکوآيتونو کې په واضح ډول ، مخدره مواد اونيشه يې توکي منع گرځول شوي دي . د مخدره موادو استعمالونکي ځان تدريجي وژنى ته برابروي. هر هغه عمل چې په مستقيم او غير مستقيم ډول د انسان په مرگ او تباهي باندي ختميږي هغه ځان وژنه ده او گناه لري ، چې د مخدراتو استعمال هم د ځان وژلو په قطار کې حسابيږي او په دي برخه کې الله تعالی په قران اعظيم الشان کې فرمائي چې: (( پخپل لاس ځان مرگ ته مه ورکوي ))
د نړيوالې ټولنې په اند د مخدره موادو کښت د ټرويزم سره نږدي اړيکې لري او د ټروريستانو مالى لگښت د مخدره موادو د قاچاق له لارې تامينيږي چې پدي برخه کې ئي په وار وار سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته خپله اندیښنه څرګنده کړي.
د ارزګان د ولس نه مي غوښتنه ده: لکه څنګه چې دغه زهر جن موادد هيواد د اتباعو په شمول د ټولي نړي د بشري ټولنو د ځوانانو د بي لاري کولو ، رنځولو او بالاخره په تدريجي يا آني وژنه کې استعماليږى نو د بشري وجدان او احساس خاوند انسانان بايد ددي زهرو په کرلو ، توليداو خپرولو کې هيڅ مرسته ونکړي اود خپل ځان او کورنۍ د ژوندانه د پر مخ بيولو لپاره نورو اقتصادي فعاليتونو او تشبثاتو ته مخ واړوي.
کله چې یو عمل د اسلامي اُصولو اونړیوالو قوانينو پر خلاف وي ، مونږ څنگه ځان ته دا اجازه ورکؤو چې ددي جناياتو په مقابل کې ځانته دلایل وړاندي کړو، د مخدره موادو کرل، استعمال او کاروبار يو ناجايز غير اسلامي ، غير افغاني ، غير انساني او د نړيوالو قوانينو او بشري سلامتيا پر خلاف کار دي چې د دي کار د کولو لپاره بايد هیڅ دلیل وړاندي نشي.
ښاغلي تیموري خپلو خبرو ته د جلالتماب جمهور رئيس صیب پدي خبرو سره چې ( که چیري مونږ په خپل هیواد کې د تریاکو د کښت په لمنځه وړلو کې بریالي نشو نو نړیوال او تریاک به مونږ له منځه یو سي) خاتمه ورکړه.
وروسته د ارزګان ولایت د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزي رئیس ښاغلي سالاري، د مخدره موادو پر وړاندي د مبارزي وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس انجینر محمد حنیف (دانشیار)، د حج او اوقافو وزارت استازي مولوي محفوظ، د ارزګان ولایت د حج او اقافو رئیس، دیني عالمانو هر یو مولوي لعل محمد، سید بهادر اقا، مولوي عطاالله، مولوي عبدالرحیم اخندزاده یو شمیر نورو مخدره توکو سره د مبارزي په برخه کې هر اړخیزي ویناؤي وکړي او زیاته ئي کړه چې دا د هر یو دیني عالم مکلفیت دي چې د مخدره توکو د حراموالي په برخه کې خپل دیني رسالت سرته ورسوي او د مساجدو هر ملا امام باید د خپلي دیني وجیبي په نظر کې نیولو سره ولسونو ته عامه پوهاؤي ورکړي، تر څو زمونږ اسلامي ټولنه له دي شره خلاص او په امان کې پاتې شي.
دوست محمد نایاب
د ولایت مقام د عامه اړیکو او رسنیؤ دفتر
– غبرګولۍ – ۲۶- ۱۳۹۳