د زابل د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې چارواکي وایي نن یې د تلاشۍ پر مهال اته ویشت توفنګچې نیولي دي.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیر څارمن زرګل ګلزاد رسنیوته وویل چې دغه مختلف النوع توفنګچې یې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل کندهار پر لویه لاره د مرکز کلات د خرواریانو د تالاشۍ پر ځنځیر په یوه کرولا ډوله موټر کې نېولي دي.
د زرګل ګلزاد په خبره دغه توفنګچې د پاکستان ساخت دي او په تړاو یې د ګل احمد په نوم یو کس چې د هرات ولایت اوسېدوونکی او د سرحدي پولیسو سرباز دی، هم نیول سوی دی.
نوموړی وایي نیول سوي کس غوښتل چې دغه وسله د هرات ولایت ته ولېږدوي چې د پولیسو تر پوښتنې لاندې راغلی او وروسته یې موټر د هئیت په شتون کې تلاشي سوی دی.
ګلزاد زیاتوي په دې اړه له نیول سوي کس څخه د پولیسو پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د زابل د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیس د تلاشۍ پر مهال یو شمېر وسلې ترلاسه کوي بلکې تر دې وړاندې هم د تلاشۍ پر مهال وسلې، مهمات او نشه یي توکي د یادو پولیسو له لورې نیول سوي دي.