تاند- که څه هم تراوسه نه د دوهم پړاو انتخاباتو درک معلوم دی او نه نوی ولسمشر، خو په ارګ کې نن نوي ولسمشر ته د واک سپارلو د څرنګوالي او د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په اړه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د ولسمشرۍ دوو متوقع کاندیدانو ښاغلیو غني او عبدالله هم برخه لرله.
په دې غونډه کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته په تیاریو خبرې وشوې.
حامد کرزي سپارښتنه وکړه چې د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم دې پرتمین وي.
د ډېرو هیوادونو د ولسمشرانو د لوړې په مراسمو کې د نورو هیوادونو مشران هم ګډون کوي خو څرګنده نه ده چې د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې به د کوم هیواد مشر ګډون وکړي او که نه دي.
خو د ارګ په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې مراسمو کې د ګډون لپاره بهرنیو مېلمنو ته بلنلیکونه واستوي.
د ارګ په غونډه کې د دوو مخکښو کاندیدانو ترڅنګ د ولسمشر دوو مرستیالانو او د سترې محکمې رييس هم برخه لرله.
فیصله کنونی ارگ ریاست جمهوری اسلامی افغانستان مشابه بیک معما میباشد اهرکس این معما را دریافت برنده جایزه نوبل خواهد گردید