غازي امان الله خان د نوي او غوړېدلي افغانستان د زيري سره راپاڅېد.
په وروسته پاتې تورتم ځپلې ټولنه کې يې د مدني او معنوي پرمختياو مشال بل کړ. د ولس پر پرګنو سربېره يې بهرني غورځنګونه او ټولنې هم پرخپل سياسي فراست قانع کړې. د کورني سمون ترڅنګ يې د پرمختللو ټولنو او هېوادونو سره د افغانستان  د پرمختګ او عصري کولو لپاره سفرونه وکړل ترڅو خپله ښکېلاکځپلې، او ناپوهۍ ځپلې ټولنه د ودې او ښېرازۍ خواته بوځي.

غازي امان الله خان د ملت پالنې او اسلام پالنې سرلاری و او د مسلمانانو د يووالي لپاره یې له هېڅ راز هڅو  سرغړاوی نه دی کړی. زمونږ دغه اتل يو رښتينی اتل و، چې (( د اسيا په زړه کې یې د یو وړوکي؛ خو غيرتي او عزتمند اولس مشري کړې)) او هغوی يې د خپل ځيرک فکر پر مټ د خپلواکۍ  له ستر نعمت  نه برخمن کړي دي.

شاه غازي امان الله خان يواځينی ټولواک و، چې د يو مسلمان په توګه يې نه يواځې د خپل ولس، بلکې د ټولې نړۍ ښېرازي او سوکالي غوښته، په نره يې د ښکېلاکځپلو اولسونو ملاتړ او ننګه کوله.

هغوی یې د ختيځ د برم ساتنې په موخه يووالي ته رابلل او د ختيځو ولسونو يووالی يې غوښته.
غازي امان الله خان، افغان ولس داسې مهال د انګرېزانو له منګولو راوويست، چې نږدې ټولنه اسلامي نړۍ د پرنګيانو په ګورت کې وه. که څه هم د خپلواکۍ په جګړې کې د افغان ملت پر هلو ځلو او مجاهدې سترګې نه شي پټېدای؛ خو دا راز جګړو کې د يو داسې سترګور او مدبر واکمن نقش هم نه شي هېرې دای.

مونږ اوس مهال د همداسې يوه سرلاري دنشت زيان ګالو.

اعليحضرت له هرچا سره په ډېره مينه خبرې اترې کولې او دومره وروروليز او په ورين تندي يې چلند کاوه چې هرڅوک پرې مينېدل، نوموړی پرعدل او مساوات بې کچې ميين پاچا و او ځان يې د نورو پاچايانو په څېر اسماني هستي نه ګڼله، بلکې ځان يې د اولس يو خدمتګار ګاڼه.

په پای کې بايد ووايم چې د امان الله خان شخصيت د هغو مشرانو لپاره، چې ځانونه د دې ولس رښتيني استازي ګڼي، يوه ښه بېلګه ده.
پوهنيار عبدالمجيد پردېس
کندز – افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *