نوراغا نوراني

نوراغا نوراني

په د یموکراتیکوټولنوکې هروګړی د خپلو روا اومشروع غوښتنو د ترلاسه کولوپه موخه د ویلو،لیکلو، او مد ني حرکتونو حق لري .

له ښه مرغه په دې وروستۍ لسیزه کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ دا حق اوس هر افغان  لري؛ چې د ظالم د ظلم، فاسد د فساد، غاصب د غصب، او… په مقابل کې خپل غږپورته کړي. د غږ پورته کول که د هرافغان حق دی، خو دا غږهرڅوک په یواځې ځان نشي پورته کولی. د ګوتو په شمار داسې کسان هم شته چې په یواځې ځان یې دې مبارزې ته اوږه ورکړې او تر خپلې وسې یوڅه په دې مبارزه کې بریالي هم دي؛ خو یو شمیر نور بیا دا کار په یواځې ځان نشي کولاي نو اړدي چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره یا یوه ټولنه یا سازمان رامنځ ته کړي.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې دا کار ترسره شو. په سلګونه ټولنې سازمانونه اوګوندونه جوړ شول ، چې ځینې یې لنډ مهاله و. د ځینو فعالیتونه د خپلو موخو د پوره کیدوسره سم په ټپه ودریدل. یواځې د ګوتوپه شمیر داسې ټولنې اوسازمانونه شته چې لاهم خپلې سپیڅلې مبارزي ته ژمن دي؛ خپل هیواد او ولس ته پرته د کوم امتیاز اخیستو څخه په صداقت او ایماندارۍ سره خدمت ترسره کوي چې باید قدرداني یې وشي.

خواوس چې بیا د پارلماني انتخاباتو نوم، یو څه ډير په خبرونو کې ښکته پورته کیږي، نو ځینې هغه خلک چې بل کار یې له وسې نه کیږي، دې کار ته یې مخه کړې چې څو کسه راټول او یو نوم پرځان کیږدي او ووايي، چې ((مونږدپلانکې ټولنې غړي یو. د پلانکي سازمان غړي یو.)) که په رښتیا سره همدې قدرمنو ټولنو کارکول هدف وي، نو لږ تر لږه د خپل چاپیریال دپاک ساتنې په موخه خوبه یې یوڅه کړي و. ورځ تربلی په ټولنه کې دمعتادینو شمیر مخ په ډيریدودي. کومې ټولنې یوه ورځ یو لس ځوانان راټول کړل او ورته یې وویل چې وروره! دا کار مه کوه! ځواني دې بربادیږي؛ نور کارونه خوپرځای پریږده.

د دوی ښاغلیو مهم کارونه :

چې سهارشي کله په یوه اوکله هم  په بل ریاست له څو تنوسره ننوځي. چارواکي به د خپلومراجیعینوپه کارونو بوخت وي دا جناب به ورته ووایي: ((ریس صیب! مدیر صیب! ولا زمونږ مازیګر ته یو پروګرام هم دی، نوډيرکارونه لرو تاسره مویو دوه خبرې دي)).

د مراجعینو کار به پاتې وي، دا به یې څنګ  ته کړي. ورته وایې: ((په ولا ستا کارونه خوکه څه هم دستاینې وړ دي خو پرون مې په یوه ځای کې ستا ډيره کلکه دفاع وکړه. داسی مې وکړل، هغسې مې وکړل،،، ورستۍ خبره به یې داوي والله مونږسره ۷۰۰ ځوانان دي اوداټول ستاسو عسکر دي اوتل به ستاسو په خدمت کې وي. ولا صیب  یو دوه ورځې ورسته یوغټ پروګرام لرو دا ځوانان نازو ځکه حق یې دی چې باید تقدیرشي نو مصرف خو پدې پروګرام ډير راځي خو په تاسو مو دومره برخه اچولي ده.))

بل مهم کار یې:

هر سهار به یا د ولایت یا د امنیه قومندانۍ او یا هم نورو رسمي ځایونو ته ور روان وي.

((والله صیب دا عریضه مې د ماما ده. بل څوک کور کې نلري. مریض دی. ډير ترې تنګ یم. والله صیب دا عریضه مې د کاکا ده. زامن نلري. هر څه یې پر مونږ دي.)) او چې پدې پوې شي چې داکار ډير غیرې قانوني دی بیا به وایې: ((والله صیب نوی مې واده کړی نو خسر ته ډير کم راځم هاهاهاها مړه خیر دی صیب داکار راته که هرڅنګه کیږی وکړه په خدای به شي او په تابه شي))؛ او داسې په لسګونو نورې پلمې به کوي …… تر څو خپله کمیشن کاري وکړي او یو څو پیسې ماښام کورته یوسې. دا چې حلالې به وي که حرامې، تاسو خپله ښه پوهیږئ. خو دا اوس مهمه نده. صرف وایي جیب ډک کړي که هرڅنګه وي.

زه اوس له هغه سپیڅلو او مخلصو مبارزینو څخه په ډير احترام هیله کوم چې دا تش په نوم او نمایشي ټولنې، هغه که په هربرخه کې وي له منځه لري کړی ترڅو ستاسو حیثیت ورسره خدای ناخواسته راټیټ نشي. د یوې خوا به ولسونه واقعي او مخلص مبارزین وپیژني؛ او له بلې خوا به ورسره مرسته وکړي تر څو دا مبارزه په ګډه سره یوځای کامیابه شي او مستحق خلک ترې برخمن شي. او که داسی ونشې نو دا ورځ هم لری نده چې یوه ورځ به ولس دې خلکوپسې راپورته کیږې او حساب به ورسره وکړي.

نوټ: لیکنه مې یواځې خودغرضه ټولنو او سازمانونو پسې ده. هغوې پسې، چې د ولس د حق څخه د دفاع په نوم، د ولس حق خوري او خپل جیبونه ډکوي.

One thought on “د مدني او فرهنګي ټولنو په نوم سوداګري”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *