د ۱۳۹۳ مالي کال بودجې په اړه د مدني ټولنو او د رسنیو له استازو سره مشورتي ناسته ترسره شوه
د مالیې وزارت د بودجې عمومي ریاست د ۱۳۹۳ مالي کال بودجې په اړه د مدني ټولنو او د رسنیو له استازو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د مدني ټولنو او د رسنیو یو شمیر استازو ګډون کړی وو.
د بودجې ریاست د پالیسۍ رئیس ښاغلي ضیاء الرحمان حلیمي او نورو کارکوونکو برخه والو ته د بودجې د جوړولو، اهدافو، د ۱۳۹۳ کال بودجې د تخصیص د معیارونو، ننګونو، له تېر کال سره د پرتلې، د عادي او پراختیایي بودجو، د کورنیو عوایدو، د ولایتي بودجې د جوړولو او د بودجې په برخه په تخنیکي مسایلو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د مدني ټولنو او د رسنیو استازو د دا ډول ناستو د جوړیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د بودجې په اړه چې کومې اندیښنې درلودې، د بودجې ریاست له کارکوونکو سره یې شریکې کړې. دوی د پراختیایي بودجې، روغتیا، پوهنې او ولایتي بودجې د مصرف په برخه کې خپلې مشورې له مسؤولو کسانو سره مطرح کړې.