تاند – د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مدني ټولنو او سیاسي جریانونو یو شمېر فعالانو د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا د ولسي جرګې د را روانو انتخاباتو لپاره د ځوان فعال کاندید، ضیاءالحق امرخېل، د نوم په لیرې کولو سخته غوسه او خفګان وښودل.
ښاغلی امرخېل د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو پر وخت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس وو چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د همګرایۍ ډلې پرې په انتخاباتو کې د درغلۍ تور ولګاوه.
په هغه لست کې چې تېره ورځ /د زمري ۲۰مه/ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته لېږلی د ولسي جرګې د را روانو انتخاباتو لپاره د ۳۵ نوماندانو نومونه په کې لیرې شوي چې د ضیاءالحق امرخېل نوم هم په کې دی.
د سیاسي چارو فعال او انځورګرحمدالله ارباب لیکلي، «امرخیل صېب دې په لسټ کې شامل کړي کنه په هڅ قسمه انتخاباتو کې برخه نه اخلو!!»
محمد موسی ناصري د دې کار له امله ولسمشرغني ته په قهر دی. نوموړي لیکلي، «اشرف غني نه هم دويم کرزی په جوړيدو ده؛ پدرام قهرمان او امرخېل مجرم،»
جواد مختار هم له ولسمشر نه ګیله لري، او لیکي، «ولسمشر د سرو زرو په تول اشخاص اخلي او په دوه روپیو یې خرڅوي،»
مسعود احمد ساپی د دغه کار پړه په عبدالله عبدالله ور اچوي او لیکي، «د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پخوانی رئیس او د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاءالحق امرخیل صیب، چې یو پاک نفسه، زړه ور او ملي ګټو ته ژمن ځوان دی، د ګل مرجان پر فرمایش په سلیقوي ډول د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو له وروستي لیست څخه غورځول شوی دی. مونږ د ګل مرجان دغه ناوړه کړنه په کلکو ټکو غندو او د امرخیل صیب د حق د لاسته راوړنې په پار هر رنګه مبارزې ته چمتو یو،»
او په ډېرو نورو سربېره ډاکتر نجیب الله ننګیال لیکي، «په غني چې ننګه کوئ، حال به مو لکه امرخېل داسې وي. څلور کاله یې هیڅ بې هیڅه په انزوا کې وساته. نه یې د هفه له ولسي نفوذ، منطق، د ژبې له فصاحت، بهترین مدیریت او انرژۍ ګټه واخیسته. نه یې مشورو ته وغوښت او نه یې امتیاز ورکړ. ماشومانو ته یې د میربچه خان مډالونه ورکړل. مجاهد زاده ګان یې ونازول او دولسم پاسان یې وزیران کړل. خو دا د پراخ درایت، لوی زړه، حوصلې او تعهد سړی یې په دې وځوروه چې د ولس له رایو او د یو قاطع اکثریت له حقونو یې دفاع وکړه،»
ننګیال زیاتوي، «که امرخېل تقلب کړی وي، نو بیا خو له سره د دې حکومت مشروعیت نشته. بیا خو ولسمشر عبث نارې وهي چې زه مې په ماغزه راغلی یم. که دا خبره نه وي نو ګناه یې څه وه چې دا څلور کاله په انزوا کې و. اوس يې په کوم جرم د غلو، جاسوسانو او لنډغرانو په لیست کې اچولی؟ مونږ دا ستره بې عدالتي غندو او که ولسمشر غني همدومره ناځوانه او ډارن سړی وي، نو بیا ځلي دې له دې ځوانانو د ملاتړ او ننګې تمه نکوي،»
نجیب ننګیال خپل پست په دې پای ته رسوي چې، «ولسمشر زمونږ په رایه راغلی او مونږ ولسمشر کړی. تر مونږ لوړ او د ډېر شرف حقدار نه دی. په دیموکراسۍ کې د واک، صلاحیت او مشروعیت مرجع رایه ورکوونکی دی، رایه اخیستونکی نه دی. مونږ چې څوک د زرګونو لنډغرانو، لېوانو او ښامارانو له هجومه وېستلی او تر ارګه رسولی شو، مخکې یې د پوښتنې جرات هم لرو. مونږ ساده ګان او سپین زړي یو، خو احمقان هیڅکله نه یو.»
I AM ALSO SUPPORT FROM Mr ZIAULHAQ AMERKHIL,
HE HAS QUALIFICATION FOR PARLIAMENT,
IF SOMEONE HAS COMPLIANT ABOUT HOM THAT WILL INVESTIGATE
MAYBE NOT TRU.
I HOPE TO CHOICE HIM FOR PARLIAMENT CANDIDATE /
WINNER IN ELECTION IS NOT ESSY.
THANK YOU
ؤلس پدې خوښ ؤ چه د ټاکنو لپاره د مفسدو نوماندو لپاره غربال او صافی ایښوول شوی دی څو مفسد ونکولای شی پارلمان ته لیاره ومومی خو د اورېدو څخه امیرخیل صاحب په کوم فساد ندی تورن
هیله ده چه د ایشېدلو احساساتو د بروز مخکی پلټنه وشی او ددې مخنیوی لامل څرګند شی او وروسته مقتضی اقدام وشی
هیله ده چه راتلونکی پارلمان مو د وسله والو مخالفینو په ګډون د پاکو او زړه سواندو څېرو او مؤمنو شخصیتونو په شتون ښکلی او خدمتدګذار پارلمان وی
بد خبردی ظلم یې ورسره کړی. ولسمشر ښاغلی امرخیل داسې استعمال کړ لکه دستکش، مرداري یې پرې کته
پورته کړه آخر کې یې ایسته خطاکړ
ډير بد دود یې سیاست کې پریښود
سلامونه
زه فکر کوم دا د همهاغه همګرايي کرایه کش ټیم د دسایسو او جعلکاریو دوام دی چې د ایران سفارتچیانو په ټکنالوجۍ او د ګلمرجان(شبنم ثریا!!) + مهکیک او ټیم ټیمکانو ې لکه (ډبل بد عمل!!)اوډيوګوسپندان! له خوا د خلکو د حقيقي رایو مخنیوی دی.
ولسمشر صیب که څه هم فرمان صادر کړی چې دولتي چارواکي د ټاکنو مستقل!کمیسیون په کارونو کې مداخله ونکړي ،خو چاته واېې؟ .اول ېې باید همهاغه پورته دسیسه په لمړیو میاستو کې سپینه کړې وای ؛ داسې نه چې ( د راېې ګل مې پکار دی او ښه مې ایسیګي ؛خو ګلستان ته به اور اچوم! او ګلبوټي ېې نور څه کوم؟؟). متفکر ساب! دا امرخیل؛ دا ازره!!، دا غزنی!!! دا ڼنګرهار …ا.د.ن. د داخلي او خارجي جنایتکارانو کمپایني دسیسې دي ؛ لږ په بې خوبۍ کې رابیدار شه!!. و ما علینا الا البلاغ.