د میدان وردګو سرپرست والي،ښاروال،ولسوالانو او د یو شمېر ادارو مسؤلینو د یوې غونډې په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مدني ټولنو لسګونو غړو ستونزې واوریدې او د دوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل .
په همدې موخه ولایت مقام کې په جوړه شوې غونډه کې،چې نن ( شنبه) جوړه شوې وه،د مدني ټولنو غړو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شته ستونزې وړاندې کړې او همدا راز یې د یو شمېر پوښتنو د ځواب غوښتنه وکړه.
مدني فعال ولي محمد الهام په سیداباد ولسوالۍ کې د غنمو د اصلاح شوي تخم د ځنډني وېش ستونزه په ګوته کړه او همدا راز یې په یاده ولسوالۍ کې د پرمختیایي پروژو له کموالې خبر ورکړ.
ده په یاده ولسوالۍ کې د ځوانانو بې روزګاري او په یو شمېر سیمو کې د مخالفینو ګواښونه نورې ستونزې په ګوته کړې .
بل مدني فعال مطیع الله ستانکزی وو،چې په نرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه،د دغه ولسوالۍ په کریمداد او توکرک سیمو کې وسله وال مخالفین شتون لري .
ده زیاته کړه،یاده مخالفین د ولسونو له زورولو سربیره د کروندګرو او سوداګرو څخه په زور سره پېسې اخلي او یاده چاره له مودو راهیسې دوام لري او همدا راز یې د یادې ولسوالۍ د مسؤلینو پر کړنو هم نیوکې وکړې .
ګل رحمن پښتون یو بل فعال وو،چې د کرکټ د ولایتي لوبډلې په جوړیدو یې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه د دغه ولایت منتخبه لوبډله د نورو ولایتونو له لوبغاړو څخه جوړه شوې .
همدا راز نوموړی د ټولګټو چارو ریاست له لورې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د جوړ شوي سړک،چې څو ورځې وړاندې تر جوړېدو وروسته بېرته تخریب شوی دی او همدا راز یې په چک او نرخ ولسوالیو کې د پوهنې اړوند ستونزې وړاندې کړې .
خلیل یادګاري په جلریز ولسوالۍ کې د یوه چوک پر جوړېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه،چوک په داسې ځای کې جوړ شوی،چې هیڅ اړتیا ورته نه لیدل کیږي.
مدني فعالانو همدا راز د عامې روغتیا په برخه کې په بېلابېلو سیمو کې د درملو له نشتوالې څخه یادونه وکړه او یو شمېر نورې ستونزې هم په ګوته کړې .
دوی د سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له کړنو څخه،چې د مېوې منډیي د چارو پيل کیدل،صنعتي پارک او پوهنتون منظوري او د بنسټ ډبرې کېښودل،ولایت له دریمې څخه دویمې درجې ته لوړول،د دواړو لویو لارو د امنیت خوندیتوب،د کوچي ـ هزاره قومونو ترمنځ شخړه لمنځه وړل،له نرخ څخه بهرني ځواکونه ویستل او یو شمېر نور وو،ستاینه وکړه.
مدني فعالانو همدا راز د مسؤلینو مننه وکړه،چې د چک ولسوالۍ سربیره پر یو شمېر نورو سیمو کې هم امنیتي وضعیت ښه کړی دی .
ده کرنې او مالدارۍ رئیس ښاغلي فضل عمر وویل: ورکړل شوی تخم دوی ته د مرکز له لورې ځنډنی ورکړل شوی نو ځکه دوی یې هم وروسته د ویش لړۍ پیل کړه،خو په وینا یې یاد تخم په دوو موسمونو کې د کرنې وړ دی .
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي هغه لګیدلې تورونه چې خپله دنده په ځنډنۍ توګه ترسره کوي،ردکړل او زیاته یې کړه هر مهال یې په ولسوالۍ کې چارې په ښه توګه ترسره کړي .
ده همدا راز په یاده ولسوالۍ کې د بېلابېلو مدیریتونو شتون او د دوی ترمنځ هغه همغږي،نرخ ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک پخول په دغه لاره د امنیت تامین له خپلو لاسته راوړنو څخه وبلل.
د میدان وردګو د کرکټ بورډ مشر محمد ناصر امرخیل د لوبډلې په اړه د جوړښت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه،دکرکټ بورډ د مرکزي ادارې د لایحې مطابق په لوبډله کې د نورو ولایتونو یواخې ۴ لوبغالي لوبو،چې ژمنه یې وکړه له دې وروسته به دغه چاره هم پرېږدي او ټوله لوبډله به د دې ولایت له لوبغاړو څخه جوړه کړي .
د ټولګټو چارو رئیس محمد یونس نجفي زاده د سړکونو د خرابوالې په اړه د مدني فعالانو ستونزه تائید کړه او زیاته یې کړه،ده خپله هم له یاد سړک څخخه لیدنه کړې او هغه شرکت،چې د جوړولو دنده یې درلوده،تر هغې به ورته پېسې ورنکړي،چې چارې یې په ښه توګه ترسره نکړي .
ده زیاته کړه،د ژمني موسم له امله د یاد سړک دبیا ترمیم چارې ځنډیدلي او د روانې میاشتې په وروستیو کې به یې چارې د شرکت له لورې پیل شي .
د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق د پوهنې په برخه کې شته ستونزې ردکړ کړې او زیاته یې کړه،په دې ولایت کې تر ټولو زیاته فعاله اداره د پوهنې ده،چې په ټولو سیمو کې په ښه توګه فعالیت کوي .
د عامې روغتیا رئیس غلام فاروق مخلص وردګ د درملو د کموالې لامل د یو شمېر مرستندویه ادارو نه پاملرنه او د بودیجې کموالی په ګوته کړ او ژمنه یې وکړه،چې په دې اړه به جدي هلي ځلي وکړي
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د مدني فعالانو له پوښتنو او د مسؤلینو لخوا د ځواب ورکولو له امله مننه وکړه.
ده زیاته کړه،مدنی فعالان باید د ټولنو ستونزو ته په ښه توګه انعکاس ورکړي او همدا راز د حکومت له چارو څخه څارنه وکړي او په دواړو چارو کې باید په ښه توګه فعال ووسي .
ده وویل: مدني ټولنې باید په یادو برخو کې رښتینوالي ته لومړیتوب ورکړي او که په دغه برخه کې پاتي راشي،نو د ولس او حکومت باور به له لاسه ورکړي.
هغه په امنیتي برخه کې د ستونزو په اړه ډاډ ورکړ،چې د مسؤلینو سره به پرې جدي هلي ځلې وکړي او د حل یوه غوره لاره چاره به ورته ومومي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني د خپلو خبرو پر مهال له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د مسؤلینو له کړنو څخه څارنه کوي او په همدې اړه د دوی په بلنه یې په غونډه کې ګډون هم وکړ.
ده وویل کومې کړنې یې چې ترسره کړي،د ادارو د مسؤلینو سربیره ورسره په ولایتي او ولسي جرګو کې د دغه ولایت استازو هم ورسره هلې ځلي کړي دي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر