د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د میدان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز له لورې د علمی او معلوماتي سمینارونو پرانستغونډه جوړه شوه .
په دغه غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مولوي عبدالرب احدي په ګالرۍ کې جوړه شوې وه د ميدان وردګو سرپرست والي ، د یو شمېر ادارو مسؤلینو، مدني فعالانو ، د پوهنتونونو استادانو او ګڼو ځوانانو برخه اخیستې وه.
د غونډې په پيل کې د ميدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دې سمينارونو په پيل خوښي وښوده اوياد سمينار يې د ځوانانو د استعدادونو د لوړولو لپاره ارزښتمن وباله .
هغه وویل : د کارونو د شفافیت په موخه مسؤلین دنده لري،چې د اولسونو د پوهاوي په موخه خپل ترسره کړو چارو څخه مدني ټولنې خبر کړي .
د ميدان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز رييس اجمل هوډمن د مدني ټولنې او فرهنګ د تعريفونو په اړه ترتيب شوى پرېزنټشن وړاندې کړ او د مدني ټولنوپر اصليت او مسئوليت يې هر اړخيزه رڼا واچوله .
د سمينار په بهير کې ګڼ شمېر ګډونوالو خپلې نظريې او پوښتنې واورولې او د ميدان وردګ ولايت د سمسورتيا او پرمختګ لپاره يې پخپلو ژمنو ټينګار وکړ.
په پاى کې د ميدان د مدني ټولنو رييس اجمل هوډمن ژمنه وکړه چې په راتلونکو سمينارونو کې به د بشر دحقونو، ښې حکومتولۍ او فرهنګي چارو د ښه کېدا په موخه ورته علمي او معلوماتي غونډې جوړې کړي او هڅه به وکړي څو د ولايت په کچه د ټولو مدني ټولنو همغږي رامنځته کړي.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر