د وري د ۱۶ مې نيټې ټاکنې چې یو ځل بیا یې افغان ملت ته د خپل جمهور رئیس او د ولایتي جرګو د غړو د ټاکلو زمینه مساعده کړه د خلکو نسبتاً پراخ ګډون په کې د قانون له واکمنۍ او د ولسواکۍ د نظام څخه د خلکو د غوڅ ملاتړ څرګندونه کوي. افغانانو د امنیتي ننګولو له احتمال سره سره د هيواد په لرې پرتو سیموکې، ښځو او نارینه وو، ځوانانو او زړو په ټاکنو ګډون وکړ، چې دا په افغانستان کې د ولسواکۍ د راتلونکې لپاره یو ښه زیری او د ستایلو وړ ده. په دې ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو او مبلغانو له لارې د عامه پوهونې د پراخو پروګرامونو په لاره اچولو سره د خلکو د ګډون لپاره زمینه سازي وکړه، همدارنګه په ټاکنو باندې د څارنې او کتنې لپاره د ناظرینو او مشاهدینو پراخ ګډون د ستاینې وړده.
ازادې رسنۍ، چې د کاندیدانو کمپاینونه، د هغو برنامې او د رایې ورکولو د ورځې څرنګوالی یې د پوښښ لاندې ونیو د دې پروسې په بریاکې مهمه ونډه لري، سره له دې چې د ټاکنو د ورځې د امنیت په اړه اندېښې موجودې وې او د پیښو احتمال موجود و خو امنیتي ارګانونو وکولای شول د خلکو او د رایې ورکولو د مرکزونو امنیت په ډیرو سیمو کې ونیسي. چې دا هم د قدردانۍ او مننې وړ ده.
په دې اساس تیرې ټاکنې د افغانستان وضعیت ته په پام سره یوه بریالۍ تجربه وه خو له دې سره سره زموږ د کتونکو موندنې څرګندوي، چې د رایې ورکولو په ځینو محلاتو کې د قانون او مقرراتو نقض، تخلفات او او سرغړونې ترسره شوي دي. چې موږ د لا زیاتو څیړنو لپاره د یوه تفصیلي ګزارش له لارې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته رسماً لیږلي دي.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز چې له ۳۸۵ مدني بنسټونو تشکیل شوی، د یوه کتونکي بنسټ په توګه یې د ټاکنو د قانون د ۵۵ مې مادې له مخې د هيواد په ۲۵ ولایتونو کې د رایې ورکولو له مرکزونو لیدنه کړې او داسې حقایق یې موندلي، چې کولای شي له محترمو کمیسیونونو سره په ارزونو او څيړنوکې مرسته وکړي او د ملت هیله، چې د هغوی رایو او ارادو ته درناوی کول او د ټاکنیزو تخلفاتو او سرغړونو بیطرفانه بررسي ده پرځای کړي.
بې له شکه، چې د ولسمشرۍ او ولایتي جرګو ټاکنې چې د لومړي ځل لپاره له یوه ټاکل شوي جمهور رئیس څخه بل ټاکل شوي جمهور رئیس ته د واک د لیږد زمینه مساعدوي له ډیر اهمیت څخه برخمنې دي، چې دې ارزښت ته په پام سره باید په ټاکنو کې ټول ذیدخل بنسټونه خپل تاریخي مسوولیتونه سرته ورسوي او هڅه وکړي، چې د ټاکنو نتیجه د افغانستان د اکثریت خلکو اراده تمثیل کړي.
زموږ د موندنو پربنسټ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مدیریت کې ځینې ستونزې لیدل شوي، چې مهمې یې. د څارونکو له حضورپرته د مرکزونو پرانیستل، د څارونکو لپاره د ستونزو ایجاد، د لازمو ټاکنیزو توکو کموالی یا نه موجودیت، له وخته وړاندې د مرکزونو خلاصیدل، د رایو د پاڼو لږ والی، له مرکزونو سره نږدې د کمپاین او تبلیغاتي موادو شتون، او له ټاکل شوي وخته وړاندې د رایې ورکولو د مرکزونو تړل کیدل دي، چې هیله ده په راتلونکو پړاوونو کې یې له تکراره مخنیوی وشي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکنې له یو شمیر درغلیو او تخلفاتو سره هم ملې وې. هغه تخلفات چې زموږ د کتنو له مخې راټولې شوي د ټاکنو دکمیسیون د کارکونکو په چارو کې لاسوهنه، د رایې ورکولو په مرکزونو کې کمپاین او اعمال نفوذ، په پروسه کې د ناظرینو ازدهام او مداخله، په ځینې سیمو کې د صندوقونو ډکول، رايه ورکونکو ته فریب ورکول او رایې اچول، له جعلي کارتونو او سریال نمبرونو استفاده، د ماشومانو رایه ورکول او له یوځل څخه د زیاتو رایو ورکول مهمې درغلۍ دي، چې هیله من یو په جدي توګه وڅيړل شي.
زموږ کتنې دا ښيي، چې په ځینو سیمو کې د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکي، څارونکي، د ولایتي شورا ګانو کاندیدان، د ولسمشرۍ د کاندیدانو پلویان، سیمه ییز زورمندان او په ځینو سیمو کې امنیتي منسوبینو پروسه اخلال کړې او په متعددو مرکزونو کې د درغلیو او تخلفاتو مرتکب ګرځیدلي دي. هغه مرکزونه چې دا موارد په کې لیدل شوي جمعاً ۳۹۲ مرکزونه دي، چې په ۲۵ ولایتونو پورې اړه لري . د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د یوه کتونکی بنسټ په توګه د ټاکنو د بيلابیلو پړاوونو باندې د خلکو د اعتماد او روڼوالي لپاره دواړو کمیسیونونو ته وړاندیز کوي، چې:
- د تقلب، تخلف او سرغړونو موارد چې د رایې ورکولو په ورځ ترسره شوي کولای شي د ټاکنو قانونی مشروعیت د اغیزلاندې راولي او په اړوندو بنسټونو باندې او دولسواکۍ د بنسټیز کیدو په بهیر باندې د خلکو باور زیانمن کړي له دې امله د ټاکنو کمیسیون د هغو معلوماتو پر بنسټ چې له خپلې لارې ا و یايې هم د مشاهدو او ناظرو نهادونو له لارې تر لاسه کوي د څيړنې لاندې ونیسي او مشکوکې رایې دې د ناظرینو او کتونکو په حضور کې له واقعي رایو بیلې کړي.
- د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون چې د خلکو د رایو په ساتنه کې مهم او ارزښتناک رول لري. رسیدلي شکایتونه دې چې له بیلابیلو مراجعو او دکاندیدانو د ناظرینو له خوا ترلاسه کړي او همدارنګه هغه راپورونه چې د کتونکو سازمانونو له لارې ور لیږل شوي په پام کې ونیسي د خلکو د حق په احقاق کې دې زیاته پاملرنه وکړي.
- لکه څنګه، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او واکونو قانون ۱۲ او ۲۴ مادې محترم کمیسیونونه مکلفوي، چې د خپلو څیړنو په بهیر کې ناظرینو، کتونکو او رسنیو ته بلنه ورکړي او خپلې غونډې علني دایرې کړي. توقع کیږي، چې په راتلونکو پړاوونو کې د ناظرینو او مشاهدینو حضور تامین کړي.
- کاندیدان سیاسي ګوندونه او رسنۍ د دې لپاره چې د افغانستان اساسي قانون او ټاکنیزو قوانینو ته درناوی شوی وي د انتخاباتي کمیسیونو رول ته درناوی وکړي او د رسمي نتایجو له اعلان وړاندې دې له داسې وړاندوینو چې د پروسې د روڼوالي په اړه شکونه رامنځ ته کوي مخنیوی وکړي او د ټاکنیز عدالت په تحقق کې دې همکار اوسي.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز