بېلابېلو مدني ټولنو د زړه ورې میرمنې د نړیوالې جایزې ګټونکې ډاکټر نسرین اوریاخېل او د غوره ژورنالست د یوې نړیوالې جایزې ګټونکی دانش کړوخیل په یوه ځانګړې غونډه کې ونمانځل.
په دې غونډه کې چې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز په نوښت د افغانستان د مدني ټولنې د بیلابیلو چتري ارګانونو له خوا د کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه د ملالۍ روغتون مشرې ډاکټر نسرین اوریاخیل او د پژواک خبري آژانس مشر دانش کړوخېل د هغوی د غوره او شجاعانه خدمت له امله وستایل شول.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز غړو له هغو بنسټونو او دولتونو هم مننه وکړه چې یادو شوو دوه افغانانو ته يې د هغوی د خلکو د غوره خدمت له امله جایزه ورکړې او ژمنه یې وکړه چې دوی به د نورو هغو شخصیتونو نمانځنه هم کوي چې د خپلو خلکو غوره خدمت یې کړی.
په دې ناسته کې په دولت غږ وشو چې هغه اشخاص چې غوره خدمت یې کړی وي خلکو ته ور وپیژني او ملاتړ یې وکړي.
بېلابېلو مدني ټولنو هم په خپل وار سره د یادو شوو نمانځل شوو کسانو د کارونو د ملاتړ ژمنه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې لا په صداقت سره خپل خدمت ته دوام ورکړي.