لیکنه: سید حمید رضا عظیمي
ژباړه: نصیر احمد مصلح
ـــــــــــــــ
د تهران پوهنتون د مدیریت پوهنځي یو تن استاد، ښاغلی سید حمید رضا عظیمي د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ د توپیرونو په برخه کې څو مهمو نقطو ته اشاره کړې او په ټوله کې یې د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ پینځه اړین توپیرونه په گوته کړي دي.
استاد عظیمي وایي:
دا یوه ننگونه ده چې تل يې شتون درلودلی، چې ایا مدیریت او رهبري سره توپیر لري، او یا باید په یوه گوني ډول د دوی سره چلند وشي؟
ځینې دا دواړه مفهومونه سره یو ډول بولي. په دې حال چې د دوی مفهوم او دندې سره یو شان ندي، او یو بل سره پینځه اړین توپیرونه لري چې په لاندې ډول دي:
۱- رهبري د مدیریت په پرتله یو لوی مفهوم لري. د مدیریت کلمه د سازمان په سلسله مراتبو، رسمي واکونو او راپور ورکونې او اخیستنې د پروسې شفافیت پورې اړه لري. نو په همدې اساس یوازې د سازمان په چوکاټ کې د مدیریت کلمه د تفسیر وړ ده. اما رهبري د مدیریت څخه پراخ مفهوم لري او د سازمان د چوکاټ پورې تړلې نه وي.
ځکه چې امکان لري یو کس د سازمان په ټیټه کچه کې دنده ترسره کوي اما د سازمان څخه بهر شاید هغه په لویو کچو باندې نفوذ ولري، هغه نفوذ چې وکولی شي د هغوی کړنو باندې تاثیر واچوي. نو بیا هغه وخت دا کس یو رهبر بلل کېږي.
۲- په رهبرۍ کې پلیوني ته د منلو ډول مطرح دی، خو په مدیریت کې بیا حتمي نه ده.
۳- په مدیریت کې موخې خامخا د ادراې موخې دي، په داسې حال کې چې په رهبرۍ کې شونې ده د ادارې له موخو ور ها خوا نورې موخې هم مطرح وي.
۴- نفوذ، دستورات او فرامین نسبت مدیریت ته په رهبرۍ کې زیات دوام کوي.
۵- په مدیریت کې زیاتره ادارې قدرت او د لوړې کچې څخه ټیټې کچې ته د استفادې وړ وي. اما په رهبرۍ کې د پلویانو پذیرش مطرح دی او قدرت د ټیټې کچې څخه لوړې کچې ته د استفادې وړ وي.
په حقیقت کې د پاسنیو مواردو په نظر کې نیولو سره. باید ووایو چې هغه څه چې رهبري د مدیریت څخه بیلوي، مفهوم او ذهني حالات دي.
بغیر له دې څخه د کارونې په برخه کې، چې هماغه د سازمان د اهدافو لاسته راوړل دي د یو سلسله مشخصو اهدافو په وسیله، نور څه توپیر نه لري.