لیکوال: پېټر ډراکر

پېټر ډراکر چې د معاصرې رهبرۍ او مدیریت پلار هم ګڼل کېږي، په دې اړوند دوه مهم تعریفونه وړاندې کړي دي. دی په دې باور دی چې رهبري د خوبونو رښتیاوالی او د پراخ لیدلوري په څېر ده، وروسته ده په دې اړوند یو بشپړ تعریف وړاندې کړی چې وایي: «مشري یو مسوولیت دی، اړینه نه ده چې په مشرۍ کې هرو مرو له کارکوونکو سره محبوبیت ولرو، اړینه دا ده چې په مشرۍ کې خپلو موخو ته ورسېږو».

د ډارکر په خبره د یوه سازمان په رهبرۍ کې باید تر ټولو وړاندې پایله، بریا او د کارکوونکو رضایت په پام کې ونیول شي. که مو دا دری مهمې برخې په پام کې ونه نیولې، نو په خپله رهبرۍ شکمن شئ.

نور په سایټ کې

امین پاچا

 رهبري او مدیریت دوه هغه مفاهیم دي چې دېر کله د یو بل پر ځای کارول کېږي او ډېر کله د دې دواړو مفاهیمو توپير په پام کې نه نیول کېږي، که څه هم رهبري او مدیریت دواړه ډېر مهم دي، خو اړینه ده چې د دواړو په توپیرهم پوه شو. ډېری خلک داسې فکر کوي چې مدیران مدیریت کوي او رهبران د رهبرۍ چارې پر مخ وړي، خو تر منځ یې توپیر نه شي په ګوته کولی او تل داسې فکر کوي چې ګواکې دواړه یو ډول معنا لري، په داسې حال کې د دواړو تر منځ توپیر ډېر سرسري او ساده دی. مدیر تر ډېره د پلان جوړونې، تنظیم، کنټرول، همغږۍ او … دنده پر غاړه لري او هڅه کوي چې پر راتلونکو پلانونو، هغو پلانونو چې سازمان ورسره جوخت پرمختګ کولی شي پوره غور وکړي، له دې ټولو سره سره موږ کولی شو د رهبرۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه نوښت او ابتکار وګڼو.

کوم مدیر چې دغه ځانګړنې ولري، سره له دې چې یو پیاوړی مدیر به وي، بلکې یو ښه رهبر هم جوړېدای شي او د سازمان د چارو د لا ښه سمون په برخه کې ترې ګټه اخیستلای شي؛ ځکه رهبران د مدیریتي ځواک تر څنګ شخصي ځواک هم لري، دوی داسې ملاتړي لري چې په مرسته یې کولی شي د سازمان چارې په ډېره ښه توګه تنظیم کړي.

د دې لپاره چې یو سازمان ښه پرمختګ او ښې لاسته راوړنې ولري، اړینه ده چې دلته د څو مهمو سبکونو یادونه وکړو:

۱ـ اقدار لرونکې مشري (Autocratic leadership): هغه سازمانونه چې له ناوړه او جدي بحران سره مخ شوي دي او چټکو تصامیمو ته اړتیا لري، اړینه ده چې د خپلو چارو د سمون په موخه ژر تر ژره اقدام وکړي. د مشرۍ له دغه سبک څخه تر ډېره په نظامي برخه کې کار اخیستل کېږي؛ ځکه دا سبک موږ ته را ښیي چې د رامنځته شوي بحران د حل په موخه ژر تر ژره تصمیم ونیسو.

۲ـ بوروکراټیکه مشري (Bureaucratic Leadership): هغه سازمانونه چې دقیق، عملي او نا امنه کارونه سرته رسوي، جدي او اړینو لارښوونو ته پام نه کوي او له هېڅ ډول خطر څخه نه ډارېږي، د رهبرۍ دغه سبک تهه بوروکراټیک سبک وایي.

۳ـ ښکاره رهبري (Charismatic Leadership): کوم سازمانونه چې د کارکوونکو له بې تفاوتۍ او مسوولیت ته د نه پاملرنې له امله ناراضه دي، د دغه سبک ټاکنه کولی شي له دوی سره مرسته وکړي، د دغه سبک په مرسته دوی کولی شي خپلو کارکوونکو ته انرژي ورکړي او خپله کمپنۍ په حرکت راولي. دا سبک د هغو سازمانونو لپاره خورا اړین دی چې داخلي بدلونونو ته اړتیا ولري او په دې سبک کې د الګو ټاکنه ډېره مهمه ده؛ ځکه د الګو ټاکنه کولی شي له تاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

۴ـ مشارکتي رهبري(Participative Leadership): په ډېریو سازمانونو کې د کارکوونکو تر منځ همغږي او ګډ کار کولی شي هغه سازمان بریا ته ورسوي.دا ډول رهبري په بحراني شرایطو کې خورا زیات اغېز ښندي، همدارنګه دغه سبک د هغو سازمانونو لپاره چې پر خپلو خدمتونو او محصولاتو ډېر تمرکز کوي، خوار اړین دی او د سازمان په ډېریو تصامیمو کې له دغه سبک څخه باید کار واخیستل شي.

۵ـ د نه مداخله کولو مشري (Laisses – faire Leadership): د رهبرۍ له دغه سبک څخه په هغو سازمانونو کې، چې ځانګړې مدیریتي لارې چارې ولري او د وخت مدیریت ورته خورا ارزښتمن وي، کار اخیستل کېږي. له دغه سبک څخه ډېر کله هغه وخت کار اخیستل کېږي، چې لارښوونې ته اړتیا نه وي او د کمپنۍ رهبر باوري واوسي چې په دغه برخه کې له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي او کولی شي دغه مسله په یوازې ځان حل کړي.

۶ـ پر خلکو متمرکزه رهبري (People – oriented Leadership): د رهبرۍ دغه سبک ډېر کله د ټیمي کارونو په پراختیا کې مرسته کوي، سره له دې چې په یوه سازمان کې ټولو کارکوونکو ته په یوه سترګه کتل کېږي، خو بیا هم د سازمان د ننه قوي او پیاوړي ټیمونه رامنځته کېږي. د دغه سبک یوکمزوی ټکی دا دی چې کله کله مسوولیتونه په فردي توګه کارکوونکو ته سپارل کېږي او همدا لامل ګرځي چې سپارل شوي مسوولیتونه د کارکوونکو له ذهنه ووځي او د سازمان د بدنامۍ لامل کېږي.

۷ـ خدمتي رهبري (Servant Leadership): د رهبرۍ  په دغه سبک کې تر ډېره بریده په اموزشي او خدمتي سازمانونو کې لکه روغتون، پوهنتون او… ځایونو کې استفاده کېږي د رهبرۍ دغه سبک باید فرهنګي برخو ته ژمن او رښتینی واوسي، په دغه ډول رهبرۍ کې رښتینولي تر ټولو مهمه ده. د رهبرۍ په دغه سبک کې فرهنګي ارزښت او په سازمان کې خدمات تر ټولو مهمې برخې دي.

۸ـ مسوولیت لرونکې رهبري (Task – Oriented Leadership):  د رهبرۍ دغه سبک تر ډېره د کارکوونکو پر کړنو او دندو کنټرول لري او که چېرې د دوی ستونزې په پام کې ونه نیول شي، نو د دوی تر منځ بې باروي رامنځته کېږي. د یوه رهبر په توګه اړینه ده چې د کارکوونکو ستونزې حل او خپل مسوولیت ادا کړو.

۹ـ معاملوي رهبري (Transactional Leadership): د رهبرۍ له دغه سبک څخه تر ډېره په هغو سازمانونو کې استفاده کېږي چې خپل کارونه په پروژه یي ډول سرته رسوي او د هغو سازمانونو لپاره باید ونه کارول شي چې نوښت او بدلون ته اړیتا ولري.

۱۰ـ تحولي رهبري(Transformational Leadership): د رهبرۍ دغه سبک تر ډېره په یوه سازمان کې د کارکوونکو د جذب او ښکاره موخو لپاره استفاده کېږي.دغه سبک په یوه سازمان کې تحولات په پام کې نیسي او د وخت په تېرېدو سره نسبت تېرې زمانې ته د سازمان په چارو کې خورا تحولات رامنځته کوي. د دې سبک د ضعف ټکی دا دی چې په سازمان کې تحول او بدلون رامنځته نه شي کړی او د بریا چانس له لاسه ورکړي.

د سازمانونو رهبري او پر وړاندې یې ننګونې

ننني سازمانونه له پخوانیو سازمانونو سره خورا زیات توپیر لري، د دوی تر منځ ځینې موارد بدل شوي چې دغو بدلونونو ننني سازمانونه تر ډېره بې ارزښته کړي هم دي؛ خو ځینې نور بیا داسې موارد علاوه شوي چې تر پخوانیو مواردو یې ارزښت او اهمیت زیات دی.

له دې هم سترګې نه شو پټولی چې نویو مواردو په سازمانونو کې ډېر مثبت بدلونونه هم رامنځته کړي او هغه ننګونې چې پخوا به د سازمان پر وړاندې پرتې وې له منځه وړې دي. په دې برخه کې مو د دغو مواردو څېړنه کړې ده چې په لاندې ډول یې وړاندې کوو:

۱ـ  په رهبرۍ کې رښتینولي: پېټر ډراکر د رهبرۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه (رښتینولي) ګڼي او په دې اړه وایي: «په هر سازمان کې رښتینولي په مدیرانو پورې اړه لري او همدغه رښتینولي ده چې د سازمان په پرمختګ او کړنو کې بدلون رامنځته کوي».

۲ـ د بدلون لېوالتیا: د رهبرانو بله ځانګړنه له بدلون سره لېوالتیا ده، که یو رهبر دغه ځانګړنه ونه لري، هېڅکله به هم په سازمان کې مثبت بدلون رامنځته نه شي.

۳ـ  پرفېکشنېزم: د بریالیو رهبرانو یوه بله مهمه ځانګړنه پرفېکشنېزم دی؛ ځکه د دې ځانګړنې په مرسته دوی کولی شي خپل سازمان د مثبت بدلون پر لور وخوځوي او ښې لاسته راوړنې ولري.

۴ـ زړورتیا: زړورتیا یعنې بریالیتوب. له یوه رهبر سره نه زړورتیا د سازمان د ناکامۍ معنا لري.

۵ـ چټکه تصمیم نیونه: تصمیم نیونه په کاري فضا کې تر ټولو مهمه ځانګړنه بلل کېږي؛ ځکه د ښو فرصتونو لپاره تر ارزښت هم چټکه تصمیم نیونه ضروروي ده.

د نړۍ نامتو شتمن او د میکروسافټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس سره له فردي او اخلاقي ځانګړنو ۱۰ نورې ځانګړنې هم درلودې او دغه لس ځانګړنې په لاندې توګه بیانوو:

۱ـ تر هر څه وړاندې مخکې تر دې چې د یوه کار مسوولیت پر غاړه واخلی هغه وپېژنئ او د هغه له ټولو خواوو ځانونه خبر کړئ.

۲ـ  د مدیرانو په ټاکنه کې له خورا دقت څخه کار واخلئ او د نا کاره مدیرانو له ګوښه کولو مه ډارېږئ. تاسو یوې پیاوړې کاري ډلې ته اړتیا لرئ؛ ځکه که یو متوسط مدیر هر څومره هم په ښه توګه رهبري شي، خو بیا به هم د ده د کړنو پایله متوسطه وي.

۳ـ کاري چاپېریال پر تولیدي چاپېریال بدل کړئ. دا موضوع څه نا څه ستونزمنه ده؛ ځکه بېلابېلې ګړنې ښې وړتیا او ښه کاري فعالیت ته اړتیا لري. کله مې چې د میکروسافټ بنسټ اېښود، په دې لټه کې وم چې په کمپنۍ کې داسې یو فرهنګ رامنځته کړم چې په مرسته یې کارکوونکي وهڅول شي، له یو بل سره په ګډه کار وکړي، همدارنګه یو بل سره خپلې نظریې شریکې کړي او یو بل ته انګیزه ورکړي.

۴ـ د بریا لپاره مشخص تعریف ولرئ. خپلو کارکوونکو ته په ښکاره توګه بیان کړئ چې بریا د یوه سازمان له نظره څه ده او هغوی څنګه کولی شي خپلې لاسته راوړنې وارزوي. موخې باید په حقیقي توګه وټاکل شي.

۵ـ  د دې لپاره چې په یوه سازمان کې ښه او پیاوړی رهبر واوسئ، باید له خپلو کارکوونکو سره ښه چلند او له هغوی سره ښې اړیکې جوړې کړئ. دا داسې یوه موضوع نه ده چې په اړه یې نورو ته دروغ ووایئ او خپل رول ولوبوی. که تاسو له خپلو کارکوونکو سره ښه چلند او ښه رویه ونه لرئ، نو له سختو خنډونو سره به مخ شئ.

۶ـ د خپلو کارکوونکو وړتیاوې دومره اوچتې کړئ چې سپارل شوی مسوولیت په هغه کچه چې تاسو یې تمه لری هم په ښه توګه سرته ورسوي. خپل مهارتونه مو له هغوی سره شریک کړئ. دا موضوع به ډېره جالبه وي؛ خو د هغو مدیرانو لپاره چې خپل موقعیت په خطر کې ویني، کېدای شي د تشویش او ادېښنې وړ وي.

۷ـ  په خپلو کارکوونکو کې شور او انګیزه رامنځته کړئ. خپلو کارکوونکو ته په ښکاره توګه ووایئ؛ په هغه صورت کې چې کمپنۍ کومه لاسته راوړنه ولري او یا هم کومې مثبتې پایلې ته ورسېږي، په دې کې یوازې د رهبر نه، بلکې د ټولو کارکوونکو لاس دی. خپلو کارکوونکو ته د هغو مسوولیتونو په اړه چې دوی یې چارې پر مخ وي، د ارزښت احساس ورکړئ. هغوی ته وښیئ چې شتون یې په کمپنۍ کې خورا اړین دی.

۸ـ  د لویو او اساسي کارونو مسوولیت خپله پر غاړه واخلئ. سربېره پر اړیکو اړینه ده چې تاسو د لویو لویو مسوولیتونو چارې هم پر مخ یوسئ. د وخت له ضایعه څخه ډډه وکړئ او ځان د یوه رهبر په توګه ثابت کړئ.

۹ـ هېڅکله د نیول شوي تصمیم په اړه فکر مه کوئ. هڅه وکړئ چې په لومړي ځل د تصمیم نیونې پر مهال له پوره غور او دقت څخه کار واخلئ، کله مو چې تصمیم ونیوه، بیا یې د بدلون په اړه فکر مه کوئ. یو شمېر رهبران د یوې مسئلې په اړه ډېر زیات غور کوي، د دوی دا کار د دې لامل کېږي چې د خپلو اجرایوي مدیرانو په کړنو کې خنډ رامنځته کړي او په دې کار سره دوی نه شي کولی چې پیاوړي رهبران جوړ شي. هڅه وکړئ چې په تصمیم نیونه کې ښه غور وکړئ، په کمه موده کې پرېګنده تصمیم ونیسئ او د بیا تغیر او تبدیل په اړه یې فکر مه کوئ.

۱۰ـ خپل کارکوونکي پوه کړئ چې د پېردونکو رضایت تر لاسه کړي. دا تاسو یئ چې کولی شئ خپل فني مدیر ته ووایئ، څو د خلکو رضایت ته پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *