نور محمد ثاقب

ډیری مهال فکر کیږي؛ چې د مدیریت هنر هغو ته اړین دی، چې په ادارو او مدیریتونو کې دندې لري. دا سمه نه ده، ځکه چې مدیریتي دندې کروندګر، د کورنۍ مشر(مور او پلار) ښوونکي، قومي او مذهبي مشران(ملایان)، مدیران او نور یې ترسره کوي. له بلې خوا زیاتره وګړي، یو ډول د ادارو(سپورتي، تجارتي، غیرتجارتي، مذهبي، ښوونځی، پوهنتون او داسې نورو) غړي وي. هره اداره او ډله اهداف لري؛ چې ترلاسه کول یې اغېزمن مدیریت غواړي.

انسانان په ژوند کې هدفونه او پایلې ټاکي. دغو پایلو ته د رسیدو لپاره لارښودونه طرح ک��ږي؛ چې د پلان اړخونه تشکیلوي. له هر څه وړاندې د ژوند فعالیتونه اداره کولو او تنظیمولو ته اړتیا لري.کله چې په ټولنه کې وګړي د خپلو هیلو ترلاسه کولو په موخه د ډلې بڼه غوره کوي، نو هلته د ځينو کړنو لپاره اداره کول لازمي وي، ترڅو د وګړو هڅې د هدف په لوري سره همغږي کړي. مدیریت د عملي چارو په اداره کولو کې د څراغ په توګه رول لوبوي. مدیریت د خلکو سره معاملې کوي. د خپلو انساني سرچینو په ذریعه نورې غیرې فعالې سرچینې (پيسې، توکي، ماشینونه) په کار اچوي. د مدیریتي دندو اساسات د خاصیت له مخې عملي دي. په هر ډول انساني فعالیتونو او ادارو ( واړو، لویو، دولتي، شخصي) کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. په لنډو، له کله چې انسان ژوند پیل کړی، ګروپ یې تشکیل کړی؛ نو د مدیریت اساسات یې عملي کړي دي.

بېلګې یې: یوه کروندګره کورنۍ غواړي، چې سږ کال په ټاکل شوي ځمکه کې کښت ته پراختیا ورکړي؛ نو لازمي ده، چې د ځمکې د اړولو طریقه، د تخم بدلون، د تخم اندازې، دکیمیاوي سرې بدلون او اندازې ټاکل، د کښت مهال بدلون او داسې نورو شیانو او میتودونو په ګټه اخیستنې سره کښت ته د پراختیا اړین شرایط برابر کړي. بیا هم دغه ټول فعالیتونه او کړنې تنظیمولو، کنترولولو، پلانولو، رهبري کولو، معلوماتو راټولولو او نورو دندو ته ضرورت لري؛ چې یادې دندې د مدیریت سکلټ جوړي. داسې معلومیږي، چې د مدیریت د هنر زده کړه هرچاته اړینه ده، ترڅو په ژوند کې د لږو لګښتونو په کولو سره زیات حاصلات ولري او شته وسایل په اغېزمنې طریقې سره وکاروي. دا خو راښکاره شوه، چې د مدیریت هنر زده کړه په کار ده، نو اړینه ده، چې د مدیریت د پېژنګلوۍ او مفهوم په تړاو څو کرښې لیکل وکښل شي.

له مودو راهیسې، د مدیریت په اړه بېلا بېلې نظریې اورو. د بېلګې په توګه کله نا کله د رسنیو څخه ویل کیږي، چې د مدیریت له امله په پلانۍ اداره کې ستونزې دي. یا وینو چې ډلې ډلې خلک د یو ګروپ په بڼه سره یو ځای کیږي، ترڅو د یوې کمپنۍ، شرکت یا د کوم بنسټ مشکلات د ګډ مدیریت (Team Management) له مخې حل کړي. تاسو به هم د کوم چا څخه اوریدیلي وي، چې په پلاني مدیریت کې کار کوم. که پوښتنه وشي، چې مدیریت څه شی دی؟ آیا مدیریت یوه لوړ پوړي وداني ده، چې په کومه اداره او یا شرکت پورې اړه لري؛ که کوم بل څه؟ آیا د خلکو یوه ډله ده، چې یو ځای د ستونزو د حل په موخه تصمیمونه نیسي؟ او که یا د ادارې ځانګړي برخه ده، چې کارکوونکي د اړوندو اهدافو تر لاسه کولو لپاره په هغې کې کار کوي؟

د مدیریت او منجمنټ په مفهوم او مانا پوهیدل اسانه خبره هم نه ده، ځکه خو ډيرو پوهانو د مدیریت په تړاو بېلا بېل نظریات وړاندې کړي دي. د ځینو مشهورو پوهانو نظریات او څرګندونې په لاندې توګه لیکو:

  • مدیریت داسې پروسه ده، چې له مخې یې د پلان جوړونې، طرحه جوړونې، تدبیر نیونې او د نظریاتو وړاندې کولو چاپیریال منځ ته راځي او خلک په کې د لاسبري، ګروپي اهدافو ترلاسه کولو لپاره په ډله ییزه توګه کارکوي.(Koontz & Weihrich)
  • مدیریت داسې هنر دی، چې له مخې یې د ادارې چلوونکی (مدیر) پوهه تر لاسه کوي، ترڅو څه شی اړین دي، چې ترسره شي. همدارنګه مدير د څارنې وړتیا پیدا کوي ترڅو معلومه شي، چې چارې په غوره طریقې سره ترسره کیږي او کنه. (W Taylor)
  • د نورو اشخاصو چارې او فعالیتونه اټکل کول، پلانول، تنظیمول، اداره کول، همغږي کول او کنترول مدیریت بلل کیږي.(Henri Fayol)
  • د پلان جوړونې، د دندو ویشنې (تشکیل جوړونې) لارښوونې او کنترولونې د فعالی��نو درلودونکي ښکاره پروسه ده، چې له مخې یې پریکړه کیږي، ترڅو انساني او نورې سرچینې د معلوم هدف ترلاسه کولو لپاره وکارول شي؛ مدیریت بلل کیږي.(Terry & Franklin)
  • مدیریت یوه ټولنیزه پروسه ده، چې د یوې ادارې د اجرأتو لپاره په اغیزمنه او ګټوره توګه د پلان جوړونې او اصول ټاکنې اساسي مسولیت پر غاړه لري. (f.L. Brech)
  • مدیریت د تصمیم نیونې، د رهبرۍ هنر او پوهې ته ویل کیږي.(J. Clough)
  • مدیریت په لنډه توګه داسې هم تعریف شوی، چې:“ د نورو په ذریعه د کارونو ترسره کولو هنرته مدیریت ویل کیږي.”

دا وروستنی تعریف ډیر مشهور شوی، ځکه چې لنډ او مختصر دی؛ ټینګار په کې شوی، چې مدیریت اصلآ هنر دی. مدیر د دې پرځای چې په خپله کار وکړي؛ د نورو د کړنو ترسره کولو لپاره لارښوونې کوي. د ادارې چلوونکي یا مدیران هغه کسان دي، چې مدیریتي ( پلان جوړونې، تشکیل جوړونې، ګمارنې، لارښوونې او د کنترولونې) دندې پر مخ وړي.

سربېره پر یادو مدیریتي دندو، د Mc Gill پوهنتون استاد Henry Mintzberg له خوا د لوړ پوړو مدیرانو دندې د پراخه بحث وروسته په لاندې توګه پيژندل شوي:

که څه هم چې ډیرو پوهانو د مدیرانو عمده دندې، له لوړي پوړي تر ټيټ پوړي مدیرانو پورې تر څېړنې لاندې نیولي؛ چې مختلفو پایلو ته رسیدلي دي. د ښاغلي Mintzberg له مطالعې او څېړنې وروسته داسې پایلې په ډاګه شوي؛ چې له مخې یې د مدیرانو ریښتني او بنسټيز فعالیتونه څرګندیږي. نوموړي په بېلا بېلو لویو ادارو کې د پنځو لوړ پوړو مدیرانو فعالیتونه په سیستماتیکه توګه تر څېړنې لاندې نیولي دي. پایلې یې ښايي، چې مدیران پخوانۍ مدیریتي دندې (پلان جوړونه، تشکیل جوړونه، ګمارننه، لارښوونه او همغږي) نه ترسره کوي؛ بلکې په نورو توپیر لرونکو کړنو باندې بوخت دي. ښاغلي Henry Mintzberg د خپلو او د نورو له څېړنو چې د مدیریتي اصلي دندو په تړاو یې ترسره کړي وې؛ وروسته دغې پایلې ته رسیدلی دی، چې مدیران په رښتیني توګه یو لړ لس دندې پرمخ وړي.

  • د خلکو ترمنځ دندې: 1- پرانیستنې کوي ( د ادارې په نماینده ګۍ په مراسمو کې ګډون او نورې ټولنیزې دندې ترسره کوي). 2- د رهبرانو رول ادا کوي 3- د یوځای کیدنې او اړیکو نیولو رول ادا کوي   (په ځانګړي توګه د بهرنیو مېلمانو).
  • د معلوماتو(پوهاوي) دندې: 4- د تسلیموونکي رول ادا کوي ( لکه د ادارې د معلوماتو راټولولو ګزارشونه). 5- د شنوونکي رول ادا کوي ( مادونانو ته معلومات توزیع کول او نشرول). 6- د ویاند رول ادا کوي ( داخلي معلومات د باندې خلکو ته وړاندې کوي).
  • د تصمیم نیونې دنده: 7- نویو نظریو پيداکوونکي وي. 8- د خنډونو د مخنیوي دندې پرمخ وړي. 9- د اداري سرچینو د ټاکونکي رول ادا کوي (کومه سرچینه چیرته اغیزمنه ده). 10- د وګړو ترمنځ د منځګړیتوب کولو رول ادا کوي.

پای

۱۳۹۳ غبرګولي ۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *