تاند- افغان امنیتي ادارې وايي چې په ځانګړو مناسبتي ورځو د مذهبي ځایونو لکه جوماتونو او تکیه خانو امنیتي تدابیر زیاتوي.

دا پرېکړه په کابل کې د امام زمان پر جومات د تېرې اوونۍ د جمعې /سنبله ۳/ له تروریستي حملې وروسته وشوه چې لږترلږه ۲۸ تنه پکې شهیدان شول.

تر دې وړاندې په کابل کې د شیعه افغانانو پر یوه بل جومات (الزهرا) په برید کې لږترلږه ۴ تنه شهیدان او ۸ نور ژوبل شوي وو.

په هرات او نورو ولایتونو کې هم په ځلونو پر جوماتونو بریدونه شوي دي.

د کابل پولیس وايي چې د عامو خلکو د سر ومال د ساتنې لپاره به امنیتي تدابیر لا سخت کړي.

د لوی اختر په درشل کې نن /سې شنبه/ د کابل ښار په مرکزي او ګڼ مېشته سیمه کې موټربمي برید لږترلږه ۵ ملکیان شهیدان کړل.

لاندې ویدیو د هغه ماشوم ده چې په امام زمان جومات کې حیران ولاړ دی او پولیس ورته اشارې کوي چې راووځي.

د دغه ماشوم عکس د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *