ژباړن: اجمل ښکلى –
دا د ۱۶۰۰ کال خبره ده. د کليسا د ارتداد او نورو مذهبي جرمونو د څېړنې محکمې غوښتل، چې ګياردنو برونو د الحادي افکارو له امله وسوځوي. برونو يواځې په دې ستر انسان نه و، چې د ستورو ګردش يې ثابت کړى و، بلکې په دې هم ستر انسان و، چې په ډېرجرات سره يې د ارتدار او نورو مذهبي جرمونو په محکمه کې خپله دوسيه تعقيب کړه او مخامخ يې ورته دا تاريخي خبره وکړه:
“ته زما پرخلاف دا پرېکړه له ويرې کوې.”
د هغه ليکنې او د محاکمې پرمهال يې ليکل شوي رپوټونه چې هم څوکولولي، برونو ورته لکهد لويۍ څلى ولاړ وي. يوه بله پېښه هم ده، چې برونو راته د يوه عزتمن شخص په توګه راپېژني. دا پېښه د بالاپوش ده.
خو لومړى به دا وګوره، چې نوموړى محکمې و څنګه نيوه؟
د موچى نېګو په نامه د وينس يوه شتمن برونو کور ته وروغوښت، چې طبيعي او نور علوم وروښيي. د تدريس يوه مياشت تېره شوه؛ خو موچى نېګو ته د برونو درسونو خوند ورنه کړ، ځکه شمتن ويل، چې برونو به د طبيعي علومو پر ځاى تور جادو ورزده کړي.
څو ځل يې ورته دا خبره و هم کړه، چې داسې پراسرار او ګټور څه وروښيي، ځکه هغه مطمين و، چې د برونو به هرومرو داسې علم زده وي؛ خو چې نهيلى شو؛ نو برونو ته د منلې معاوضې د راګرځولو غم ورسره پيدا شو.
شتمن موچى نېګو د ارتداد او نورو مذهبي جرمونو د څېړنې محکمې ته عرض وکړ او برونو يې په ارتداد تورن کړ، چې د ده په مخ کې دې رذيل حضرت عيسى ته سپکې سپورې ويلي او راهبان يې خره او عام خلک يې بېعقله بللي. بده يې لا ده، چې د انجيل د تعلمياتو منافي درس يې ورکاوه. شتمن په برونو پسې کوټه وتړله او محکمې ته يې احوال ورکړ، چې بو يې ځي.
د نېګو په عريضه د محکمې عسکر جلب په لاس د شپې راغلل او برونو يې زندان ته بوت. دا پېښه د ۱۵۹۲ کال د مى په ۲۵مه وشوه. له دې وخت نه د ۱۶۰۰کال د فبرورۍ د ۱۷ ترسېځلو پورې، برونو په دې اتو کالو کې له سختو شکنجو سره سره په مېړانه خپله دفاع وکړه؛ خو دا دفاع هله کمزورې شوه، چې د بالاپوش پېښه رامخته شوه.
په ۱۵۹۲ کال چې برونو لا د کرايې په خونه کې اوسېده، د جبريل سنتو په نامه يوه خياط ته يې د بالاپوش ناپ ورکړى و. بالاپوش تيار شو او برونو واخيست؛ خو پيسې يې لا نه وې ورکړې، چې محکمې ونيو.
خياط چې د برونو د نيولو خبر واورېد، په منډه يې ځان د موچى نېګو کاله ته ورساوه، چې خپلې پيسې تر ګوتو کړي؛ خو اوبه له ورخه تېرې وې. د موچى نېګو يوه خادم هملته په وره کې ودراوه او ورته ويې ويل، چې په دې ټګ باندې زموږ هم ډېرې پيسې پورې دي. ده دا خبرې په دومره لوړ غږ وکړې، چې بهر پر لار د روانو څو کسو مخونهورواوښتل: “ښه دا ده، چې د دې مرتد پرخلاف که هر څه وايې، مقدسې محکمې ته ورشه.”
په خياط ځمکه وچورلېده، لږه شېبه هملته په کوڅه کې ولاړ پاتې شو.يو هلک پرې د کاڼي ګوزار وکړ؛ خوپه شلېدلو زړو جامو کې پټې ښځې د هلک غوږ ورتاو کړ. سنتو پوه شو، چې خلک دى هم د هغه مرتد ملګرى ګڼي؛ نو په خاموشۍ کې له څو کوڅو واوښت او ځان يې کور ته ورساوه. خياط خپلې مېرمنې ته څه ونه وي؛ خو مېرمن يې د خپل مېړه د ټولې اوونۍ په چوپتيا حيرانه وه.
د جون په لومړۍ ورځ يې چې حساب کاوه، پوهه شوه، چې د يوه بالاپوش پيسې کمې دي او دا بالاپوش د هغه سړي په نامه دى، چې اوس يې نوم د هر چا په خوله دى او په اړه يې اوازو ټول ښار نيولىده، چې يواځې دا نه چې د کتابونو په ليکلو يې خپل عزت له خاورو سره خاورې کړ، بلکې مذهب يې وزوره. مثلا: حضرت عيسى يې جادوګر ګاڼه او د لمر په اړه يې داسېکمعقلې غوندې خبرې کولې؛ نو له داسي کسه دا توقع شونې ده، چې د بالاپوش پر پيسو ځان غلى کړي.سپين سرې ښځې دومره لوى تاوان نه شو زغملى.
له مېړه سره تر لانجو دنګلو وروسته اويا کلنه ښځه د يکشنبې په جامو کې مقدسې محکمې ته ورغله او په شټکو شټکو يې ورته وژړل، چې له مرتد زنداني نه ورته ۳۲ سکوډي(مروجې پيسې) واخلي. يوه څارنوال يې عرض وليکه او ژمنه يې ورکړه، چې د دې خبرې پوښتنه به کوي.
څه وخت وروسته په سنتو پسې د محکمې جلب ورغى. غريب په لړزېدلو پښو ويروونکې محکمې ته لاړ. سنتو حيران و، ځکه له ده نه هېڅ پوښتنه ونه شوه، يواځې دومره يې واورېدل، چې د قانون له مخې به د بندي مالي حالت ته په کتو د ده د پور په اړه پرېکړه کېږي؛ خو دى دې چندان اميد نه ساتي.
سپينږيرى په داسې اسانه خوشې کېدو خوښ و، بلکې د مننې په نيت يې څارنوال ته غوړه مالي هم وکړه؛ خو مېرمن يې غلې کېدونکې نه وه.
دا تاوان پوره کېدى شو، خو مېرمن يې نه غوښتل، چې مېړه يې د ماښام ارام پرېږدي او تر نيمې شپې پورې ګنډل وکړي. يواځې دا خبره نه وه، دوى د بزاز هم پوروړي وو؛ نو له ډېره تاوه يې کور او سارا په سر اخيستې وه، چې دا څومره د شرم خبره ده، چې يو ټګ يې له پوروړو نه بچ کړ. تر دې پورې يې ويل، چې که ضرورت شو، د خپلو ۳۲ سکوډو لپاره به د روم مقدس پاپ ته هم له ورتګه مخ وانه ړوي. دا يې هم ورزياته کړه، چې: “هغه خو د اورله پاسه بلاپوش اغوستو ته اړ هم نه دى”.
په دې لړ کې ښځه د خپل ګذر پادري ته هم ورغله او ټوله کيسه يې ورته تېره کړه. پادري ورته دا مشوره ورکړه، چې مقدسې محکمې ته دې ووايي، چې که د پيسو امکان نه وي، نو بالاپوش دې بېرته ورکړي؛ خو سپينسرې ښځې ويل، چې بالاپوش خو د برونو په ناپ جوړ شوى او بل دا چې، هغه به اغوستى هم وي؛ نو په بالاپوش به اوس دا څه وکړي. که اخلي؛ نو پيسې به اخلي او بس. په ډېر غالمغال پادري ښځه له خونې وايستله. په دې ښځه وويرېده. اوونۍ يوه نيمه غلې وه او د مرتد بندي په اړه يې څه نه ويل.
په ښار کې اوازه ګډه وه، چې محکمه له بندي سره ظالمانه چلن کوي. ښځې دا خبرې اورېدې او ځورېده، چې پر بندي دومره سخت تورونه لګېدلي دي، چې د خوشې کېدو امکان يې نشته او که بندي خوشې نه شي؛ نو د دې پور به څوک ورکوي. دې غم يې د شپې خوبونه ورک کړي وو.
په اګست کې چې خلکو له ګرمۍ نه اور اخيست، دې خپلو مراجعينو ته سر ټکاوه، چې دا به ظلم وي، چې پادريان د يوه بېوزلي کاريګر روا حق راونه باسي، ځکه چې دې ګرانۍ او ماليو ته ګوره او دې تاوان ته.
د دې پايله دا شوه، چې يو سهار ورپسې عسکر راغى او مقدسې ادارې ته يې بوتله. هلته ورته څارنوال ګوتڅنډنه وکړه، چې خوله ونيسي، ګنې د خولې ټپولو نورې لارې يې هم شته. دا يې هم ورزياته کړه، چې دا شرمېږي نه، چې د يو څو روپاټو په خاطر داسې مقدسې دوسيې ته مزاحمت کوي.
څه وخت خو دې ګواښ ورکړ؛ خو چې د څارنوال دا خبره “د يو څو روپاټو په خاطر” به ورياده شو؛ نو لمبه به پرې بله شوه؛ خو بېرته به ارامه شوه.
په سپټمبر کې چې دې خبر زور واخيست، چې د مقدسې محکمې لوى څارنوال بندي روم ته ورغوښتى؛ نو ښځې ته بيا خپلې پيسې وريادې شوې.
اوس په ښار کې خلکو په دې بحث کاوه، چې بندي دې روم ته بوتلل شي، که نه؟ ښاري محکمې د روم واک او فضيلت نه مانه. هلته د ښځې اندېښنه هم ورځ په ورح بلا کېده، چې مرتد به له پور پرې کولو پرته روم ته پرېښودل شي که نه؟ خبره لا پوره روښانه هم نه وه، چي ښځې ځان مقدسې محکمې ته ورساوه.
دا ځل ورسره لوړ پوړي چارواکي وکتل او د حيرانتيا خبره دا وه، چې د دې خبره يې په ډېر غور واورېده. ښځې چې خبره خلاصه کړه، چارواکيورته وويل، چې له برونو سره يې ليدو ته زړه شي؟
له واره يې (هو) وويل او سبا ورځ يې د ليدو نېټه شوه.
سبا سهار يې په يوه وړه خونه کې، چې په کړکيو کې يې پرېړ سيخان راګرځېدلي وو، يو پنډ مندرى سړى وليد، چې توره ږيره يې وه. هغه ترې په نرمۍ پوښتنه وکړه، چې څه غواړي؟
ښځې بندي د بالاپوش د ناپ د اخيستو په وخت يو ځل ليدلى و، تصوير يې په ذهن کي و؛ خو اوس پېژندلو لږ وخت ونيو، ځکه دوسيې پکې ډېر بدلون راوستى و.
ښځې په يوه سا وويل: د هغه بالاپوش پيسې!
برونو ورته لږه شېبه ځير و، چې خبره ورياده شو؛ نو ورته ويې ويل، زه ستاسو څومره پوروړى يم؟
۳۲ سکوډي. بل به يې درکړم.
برونو چاغ عسکر ته وکتل، چې دى يې څاره. ورته ويې ويل، چې په مقدسه محکمه کې د ده څومره پيسې دي؟ چاغ عسکر ته پته نه وه؛ خو ژمنه يې وکړه، چې معلومې به يې کړي.
بندي بيرته ښځې ته مخ وروګرځاوه او په داسې اندازه يې ترې پوښتنه وکړه، لکه دا يوه ستونزه چې حل شوې وي: “مېړه دې څنګه دى؟”
ښځه چې د بندي چلن پرېشانه کړې وه، وبوګنېده: هو، نور ښه دى؛ خو بندونه يې لږ لږ خوږ شي.
دوه ورځې وروسته بيا محکمې ته لاړه او له برونو سره يې د ليدو خواهش څرګند کړ.
يو ځل بيا يې د ليدو او خبرو اجازه ترلاسه کړه؛ خو دا ځل يې د پرېړو سيخانو د کړکيو تر شا خونه کې څه يو ساعت انتظار وکړ، ځکه بندي په محکمه کې و.
بندي چې له محکمې نه راوګرځېد، ستړى ښکارېده.په کوټه کې څوکۍ نه وه، دېوال ته يې ډډه ووهله. ښځې ته يې له واره په کمزوري غږ وويل، چې مالي حالت يې دا نه ايجابوي، چې د بالاپوش بيه پرې کړي، ځکه د ده چې کوم سامان په مقدسه محکمه کې پروت دى، په هغه کې نغدې پيسي نشته؛ خو ښځه دې نهيلې کېږي نه. په فرانکفورت کې يې يوې خپرندويې ټولنې څو کتابه چاپ کړي؛ خو پيسې يې لا نه دي اخيستي؛ نو سبا به مقدسې محکمې ته عريضه وکړي، چې ده ته د ليک کښلو اجازه ورکړي.
بندي بايد بيا محکمې ته ورغلى واى او که څه هم ښه ستړى و؛ خو بايد د ځان دفاع يې کړې واى، خو بيا هم دا ويره ورسره وه، چې د پوښتنو رسا ځوابونه به ورنه کړى شي.
بندي خبرې کولې او ښځې يې خولې ته کتل. هغې داسې بنديان ښه پېژندل، چې د پور په ورکړه کې هغه دغه کوي. ناڅاپه يې بندي ته په خوشکه وويل:
“چې پيسې درسره نه وې؛ نو بالاپوش دې ولې ګانډه؟”
بندي سر وخوځاوه، چې ښځه پوهه شي، چې دى يې په خبره پوه شوى دى.
“زه په کتابونو او لکچرونو پيسې پيدا کوم؛ نو ما فکر کاوه، چې پيسې به ګوتو ته راشي او بالاپوش خو زما ځکه پکار و، چې په رخصتيو کې مې د بهر تګ اراده کړې وه”.
بندي دا خبرې په ډېرې نرمۍ وکړې؛ خو په ښځه اور بل شو، د سترګو په رپ کې له کوټې ووته او زړه ته يې واچوله، چې پيسې يې لاړې.
د شپې چې ويده کېده، مېړه ته يې مخ ورواړاوه:
هغهبه ستر بېعقل وي، چې داسې يو کس ته پيسې رالېږي، چې په مقدسه محکمه کې يې دوسيه روانه وي.
مېړه يې خوشحاله و، چې د مقدسې محکمې روحاني څارونکو داسې په اسانه پرېښود؛ خو ښځې ته يې اندېښنه وه، چې هسې په پيسو پسې شله ده. مېرمن ته وغورېد:
اوس بايد هغه د نورو خبرو په اړه فکر وکړي.
دويمه مياشت هم داسې تېره شوه. چې جنوري را له بره شوه، پاپ پر ځايي حکومت فشار راووړ، چې مرتد له دوسيې سره روم ته ورولېږي.
په دې وخت کې ښځې هم مقدسې محکمې ته د ورتګ ليک ترلاسه کړ. په ليک کې وخت مشخص نه و؛ خو ښځه يوه غرمه ورغله. بندي د ځايي حکومت څارنوال ته منتظر و، چې د ښاري محکمې له خوا يې روم ته د لېږلو پرخلاف محکمې ته غوښتنليک سپاره.
ښځې ته همغه لوړ پوړي چارواکي هرکلى ووايه، چې لومړى ځل يې ښځه له برونو سره مخ کړې وه. چارواکي ورته وويل، چې بندي يې ليده غواړي؛ خو سم له واره د خپلې دوسيې په لړ کې په يوه مهم بحث کې مصروف دى؛ نو چې څنګه فارغ شو، پوښتنه به ترې وکړي، چې له ښځې سره ليدو ته تيار دى کنه.
ښځې په لنډو ځواب ورکړ: هو، ورشه.
له دې سره يو سړى بهر وووت او چې راننوته، بندي ورسره و.
د بندي پر شونډو نرۍ موسکا خپره وه؛ خو تر څه ويلو مخکې پرې ښځې وربړچ وهل:
که ته په رخصتيو تلې؛ نو بيا دې دا هر څه ولې کول؟
مندرى سړى غلى شو، ځکه چې په تېرو درو مياشتو کې يې دومره پوښتنو ته ځوابونه ويلي وو، چې له واره يې څه ونه ويلى شو او له ښځې سره وروستي ليده هم ورته چندان ياد نه وو. ښځې ته يې وويل:
دوه ځل مې ليک واستاوه؛ خو ځواب رانغى؛ نو ما دا ويل، چې ته بالاپوش بېرته واخله.
ښځې له سپکاوي ډک غبرګون وښودل:
ما ته پته وه، چې داسې به کېږي. هغه موږ ستا په ناپ جوړ کړى و، بل څوک يې څه کوي.
برونود دروني اذيت په احساسولو وروکتل:
ما بېخي دا توقع نه لرله.
بيا يې ورسره په خوا کې ولاړ څارنوال ته مخ وراواړاوه:
که زه خپل ټول سامان خرڅ کړم، د دوى پيسې به پوره کړي؟
ممکنه نه ده، بلکې پر هغه سامان خو د موچى نېګو دعوا ده، ځکه چې تاسې چې د هغوى کره اوسېدئ؛ خرڅ مو هغه کاوه.
هغه خو زه ورغوښتى وم. برونو د دې جملې په ويلو سا تيګا شو؛ خو عسکر په شونډو د ګوتې په ايښودو ورته د غلي کېدو اشاره وکړه. جوخت يې پسې وويل:
بالاپوش اوس دلته نشته؛ خو رابه يې وړو.
ښځې په قهر وويل: د دې مانا دا شوه، چې هر څه له سره شو.
د پاخه عسکر څېره له غوسې سره واوښته او ورو يې ورته وويل:
اغلې، د عيسويت دومره بوىبايد درکې وي. دىد مرګ په ژۍ ولاړ دى اوتا سره د خپل بالاپوش غم دى.په داسې حالت کې ته دى څنګه اړ ګڼې، چې ستا په بالاپوش کې دلچسپي ولري.
ښځې د پاخه عسکر قهر احساس کړ، پاڅېده. بندي ورو وويل:
زه فکر کوم، چې دا د دې حق دى.
ښځې چې مخ ورواړاوه، د بندي له خولې يې دا خبرې واورېدې:
هيله ده، چې وبه مې بښې؛ خو داسې فکر مه کوئ، چې زه به تاسې تاوان ته پرېږدم. زه به په دې لړ کې عوامې محکمې ته عرض وروړم.
په دې وخت کې چاغ عسکر راوګرځېد:
د بالاپوش د راګرځولو امکان نشته، موچى نېګو يې چا ته نه ورکوي.
د برونو په خوله کې لاړې وچې شوې؛ خو بيا يې په پرېکنده انداز وويل:
دا غلطه ده، زه به پرې عريضه وکړم.
پاخه عسکر ورته سر وخوځاوه، چې لومړى هغه څارنوال سره هغه عريضه تياره کړه. دلته دې نور نه پرېږدم، چې د څو سکوډيو په خاطر وخت په داسې فضولو شيانو تېر کړې.
دا خبره په ښځې بده ولګېده، چغه يې کړه:
څو سکوډي؟ څو سکوډي نه، د پوره مياشتې ګټه. دا به تاسو ته څو سکوډي وي؛ خو موږ ته ډېر څه دي.
په دې وخت کې يو پاپ کوټې ته راننوت، په لوړ غږ يې وويل:
څارنوال راغى.
چاغ عسکربرونو له مټه ونيو او بهر يي وايست. بندي، چې مخ يې تک ژيړ اوښتى و، تر اخره ښځې ته کتل.
ښځه له ډبرينې ودانۍ راووته؛ خو دومره خپه وه، چې مغزو يې کار نه کاوه. څو ورځې خياطۍ ته لانړه. يوه ورځ يې د خياطۍ دوکان ته چاغ عسکر ورغى او بالاپوش يې وروسپاره.
برونو تر پاى د بالاپوش لپاره استدلال کاوه. د بالاپوش د ترلاسي لپاره يې محکمې ته عرض هم وکړ او په داسې حال کې چي په محکمه کې د ده دوسيه روانه وه، ده پر بالاپوش خبرې کولې، چې اخر يې هم له موچى نېګو نه وګاټه.
هسې په دې شپو ورځو کې د برونو بالاپوش ته ډېره اړتيا وه، ځکه همدا اوونۍ يې روم ته بيوه او د جنورۍ وروستۍ ورځې شپې وې.