په ډېر خپګان سره خبر شوو چې د پښتو ادب او مقاومت کلک سنګر راونړېد او استاد محمد صدیق پسرلی د تل لپاره د ابدي منزل پر لور د خپل مزل لاره راڅخه بېله کړه.
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم پسرلي د یوه مشر او پاخه استاد په صفت د فکر رڼا ته د هنر له پانوسه د رنګارنګ جلوو په بڼه انعکاس ورکاوه او تماشې یې خاص بصیرت غوښت.
د جهاد او مقاومت رهبرانو د هغه وطن تر دښمن په لا زیات جنایت سره تباه او برباد کړ خو ارواښاد استاد پسرلي هم د یرغل پر مهال، هم به کورنیو جنګونو کې او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د خپل برباد وطن د ابادۍ خوبونه ولیدل، سوچونه یې وکړل او د علم و فرهنګ پر ویاړلو کارنامو یې د ابدیت پخې ټاپې ووهلې.
هغه د افغانستان د معاصر ادب د ویښتیا، روښانتیا او بدلانه د پړاوونو شاهد او د هر پړاو مخکښ پهلوان و.
هغه په خپل جسمی بېلتانه سره موږ یوازې پرېښودو، خو د فکر او هنر میراث یې تر ابده راته ډالۍ کړ.
ودان افغانستان ګوند چې د یوه روشنفکري سیاسي حرکت په توګه رامنځته شوی او د مرحوم استاد پسرلي د برباد وطن د ابادۍ سوګند یې خوړلی، په دې غمجنه موقع یو وار بیا ژمنه کوي چې د استاد پسرلي د افکارو په رڼا کې به د هغه د نیمګړو ارمانونو د بشپړېدا لپاره شپه و ورځ مبارزې ته دوام ورکوي.
ان شاءالله
ساقي زما هم زده ده د مستۍ ناسته ولاړه
مینا ته به پرېوزم او ساغر ته به درېږم
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کمېټه
کابل- افغانستان
۱۳۹۲/۱۰/۲۳