۱۳۹۳/۱۰/۲۲ کابل، د اطلاعات و فرهنګ وزارت تالار
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم
ډېرو درنو، محترمو حاضرینو، علماوو، زلمیانو او په خاص ډول سره شاعرانو! چې د یو حقدار سړي د حق ادا کولو او احترام وړاندې کولو لپاره دې درنې غونډې ته راغلي یاست!!
د پسرلي صاحب په باب کې خبرې سختې دي، دی ډېر لوی شاعر و لیکن دی ډېر کم وپېژندل سه په دې هېواد کې، د دې نننۍ غونډې په شمول ټول د یادونو او د ده په حق کې د غږېدو او د ده د شعر، ادب، اجتماعي شخصیت، افغان دوستۍ، وطن دوستۍ او پښتونولۍ په باره کې کوم معلومات چې وړاندې سوي یا کوم فرصتونه چې مساعد سوي، ډېر کم دي.
زه د پسرلي صیب د ملاقاتونو، د ناستو ولاړو سړی نه وم،
هغه وايي چې:
ما و مجنون هم سبق بودیم در دیوان عشق، لیک
او به صحرا رفت و ما در کوچه ها رسوا شدیم
اجتماعي تاریخ او د تاریخ څرنګوالی، د خلکو ناستې- ولاړې او همکارۍ، دا نه فرمایش کېږي، دې ته یو ازلي لاس موجود ده چې هغه ته د اسلام په مبارک دین کې تقدیر وايي او د اوسنیو معاصرو علومو په ژبه تاریخ او د تاریخ قانونمندي …
یو فیلسوف وايي، چې هیڅوک تاریخ نه سي ډیکټې کولای، یعنې هیڅوک تاریخ ته لارښوونه نه سي کولای، پلان نه سي ورکولای، دا یو فلسفي مبحث ده، په دې ورځ او لکه چې دلته چا وفرمایل ټولو ته باید وخت ورسېږي، زه به مغلقو بحثونو ته نه داخلېږم.
زه د پسرلي صیب دغه انزوا د ده د محجوبیت یا د ده د کم همتۍ نتیجه نه بولمه، دی یو بل سړی و لکه چې دلته په دې مستند فلم کې هم افاده وسوه او نورو هم په خپلو ویناوو کې اشاره ورته وکړه.
دی یو سړی و چې له کلاسیکو ادبیاتو د افغانستان سره اشنا و، ده پر هغو پولو او هغو تعصباتو غلبه کړې وه چې کله- کله ځینې خلک په کې بندېږي.
بیدل، کلیم، د هند مکتب، فردوسي او خیام چې د ده ذهن د هغه پر خوا ډېر متمایل ده او په فلسفي برخه کې د ده ډیر رعایت کوي او شاید ځینې مفاهیم یې هم ځنې اخیستي وي.
دی داسې یو سړی او دې نتیجې ته رسېدلی و چې ځان عرضه کول دا ښه کار نه ده، دا د ده د تقوا، د ده د شخصیت، د ده د لوی ظرفیت نتیجه وه، نه د ده د محجوبیت او تشویش …
ما دی په ځوانۍ کې ولیده، موږ تقریبا په یو نسل پورې مربوط خلک یوو، ده د ما لټه وکړه، زه په مرکزي مطبوعاتو کې مصروف وم او د ژوندون مجلې مدیر وم، بیا راډیو ته راغلم او هلته مې تربیتي پروګرامونه خپرول.
د بینوا صیب غوندې لوی سړی، لوی شخصیت هلته رئیس و او د ما حمایه او لارښوونه یې کوله.
په هغه وخت کې راډیو د باغ عمومي له پله سره وه، اوس یې هم لکه چې یوه کوچنۍ سټوډیو هلته سته، پسرلي صیب هملته تشریف راوړ او سره ومو لیدل.
تر دې وړاندې ما د پسرلي صیب ایله نوم اورېدلی و، موږ هم هغه مهال داسې هلکان وو چې هر ځای به په همدې پسې ګرځېدو چې څوک زموږ او موږ د چا په ژبه پوهېږو.
ده هلته له ماسره یو یا دوه ساعته وخت تېر کړ، له هغې وروسته تصادفي د پنځو دقیقو او لسو دقیقو په مجلسونو کې هم سره پېښ شوي وو، خو کله چې د انقلابونو له دورو، ماتو، پاڅونونو او جګړو له دورو وروسته خپل وطن ته راغلم، دی هم راغی، نو دلته مې له ده سره په صحبت او تبادله نظر لږ وخت واړاوه.
دی مې په خپلو مفکورو او په خپلو اثارو کې پېژندی، ډېر ضرورت مې یې پېژندلو ته هم نه درلود، خو یو شی چې باید اشاره ورته وکړم، هغه دا چې د پسرلي صیب د شعر د عروج او مستۍ وخت هغه وخت و چې ادبیات، شعر، فرهنګ او هنرونه د افغانستان د دولتونو تر کنټرول لاندې وه.
هغه څوک چې به هغو دولتي مطبوعاتو نه ستراوه، نه سترېده او هغه پاتې کېده، او دی هم له هغو کسانو نه نه و چې دروازه وټکوي چې صیب زه راغلی یمه او په اصطلاح سره خپله د اشعارو مجموعه یې بغل کې نیولې وي او چاته یې وړاندې کړي.
دی مستغني و، د ده لویوالی د ده په انسانیت کې و، د ده لوی والی د ده په استغنا کې و، خو دا استغنا به یې تکبر او خودۍ یا څه ورته وایي پر ځان باندې اکتفا کول نه وو.
دی پوهېده چې دا میدان د ده د سودا لپاره جوړ شوی بازار نه دی. هغه خپل افکار لرل، ډېره تعجب آوره ده چې دی په دغه وخت کې چې موږ د انقلاب مهال ورته وایو وځورېده او ووت، لیکن ده د چوکیو پر اساس، د قدرت پر اساس، د امتیازاتو پر اساس چې چا ځنې سلب کړې یا اخیستې وي، هېڅ وخت تصمیم نه نیوه.
دی د خپلې عقیدې سړی و، دی منځوی سړی دی، راځئ چې په دې خبره اتفاق سره وکړو چې دی ملي شاعر دی.
د ملي شاعر لقب هر چاته ورکول او دا خولۍ په هر چا کېښوول دا ښه کار نه ده.
ټولو شاعرانو ته مونږ احترام لرو، شاعران الهام اخلي، شاعران ډېر پاک خلک دي، شاعران د انسان عواطف را سپړي، د عواطفو په ژبه غږيږي لیکن هر شاعر ملي شاعر نه ده.
پسرلی، یعنې د خلکو له منافعو او د افغانستان له ګټو سره تړلی سړی و او په دې قالب کې شعر عیارول ډېر مشکل کار ده.
نه دی کیڼ افراط ته تسلیم سه، نه دی ښي افراط ته تسلیم سه.
دی له دې مرحلې نه یو اوچت سړی و، زه ډېر تأسف کوم چې په هغه وخت کې هغه مطبوعات چې هر شی یې کنټرولول، حتی که په یو شعر کې به داسې ضمني معنا داسې وشوه چې پلاني صیب ته یې ویلی، نو هغه سړي به بیا ځان نه سوای خلاصولای؛ هغه به د دولت په تور لیست کې شامل و، هغه تعقیبېده، هغه تعجیزېرېده هغه ته وخت نه ورکول کېده، پسرلي صیب د خپلو مفکورو د افادې لپاره او هغه نظریات چې ده درلودل، د هغه لپاره یې دا میدان مناسب نه لیده او دغه مناعت، دغه بزرګواري، دغه بلند پروازي یې درلوده چې له هغه شهرته یې چې د شعر له لارې یې په دولتي مطبوعاتو کې لاسته راوړلای سوای سترګې پټې کړې او خپل ازاد میدان ته، د انسانیت میدان ته او د عقیدې د ابراز میدان ته یې ځان وقف کړ.
د هندي سبک لوی شاعر حضرت بېدل غوندې چې ده هم ډېر عقیدت ورته درلود همداسې کېناست چې موږ د قناعت نکریزې په پښو تړلي دروازو ته نه ځو.
په هر حال کله چې مهاجرت شروع سو او خلک په یو سیاسي ملي تقابل کې پېښور او پاکستان ته ووتل (( زه هغه مهاجرت ډېر طبیعي بولم، ځکه هغه د افغانستان شرقي ولایات دي، چا په زوره بل چاته وربخښلي دي.))
دوی هم هلته ولاړل، کېناستل او دغه قلندر شاعر، دغه باشرفه انسان، دغه دراک سړي خپله دروازه، خپله حجره لکه پخوا ټولو هغو خلکو ته چې په ادبیاتو، شعر، هنر او فرهنګ اخته وو، همداسې خلاصه پرېښوده.
دی فقیر سړی و، که یو څو جریبه ځمکه، څه جایداد یا پلرنۍ شجره یې درلوده، هغو کفایت نه کاوه، چې ټول زخمیان راټول کړي لیکن ده اعلان نه و کړی خو په عمل کې یې دروازه ټولو ته پرانیستې وه.
که ښی و، که کیڼ و، که په سوسیاليزم معتقد و، که په اخوانیت معتقد و، هلته آزاد وو چې کېني، آزادې خبرې وکړي، وپالل شي او د یو افغان شرف او حیثیت ورته میسر شي.
زه دې قلندر شاعر ته شخصاً خپله ډېر ارادت لرم او هغه فرصتونه چې شخصاً په فرهنګي ساحه کې زما په لاس کې وو، ده ته ډېر پوروړي پاتې یوو.
خدای دې دی وبخښي، د ده روح دې شاده وي، خدای تعالی هېڅوک بې برخې نه پرېږدي، د دې وطن په باره کې د ده ښه نیت، د ده هغه ښه سلوک، د ده ښه ارمانونه او ښه نیت خدای ده ته ور وګرځاوه.
ده ته یې یوه ښه کورنۍ ورکړه، که څوک لافې وهي چې زوی ته توجه او تربیت به د ده زوی لوی سړی کړي دا نسته، ما ډېر خلک لیدلي، ملیونونه روپۍ یې پرې لګولي، استادان یې زامنو ته نیولي، خو له زامنو یې هېڅ شی نه دي جوړ شوي.
ده ته خدای برخه ورکړه، هغه برخه چې موږ په دولتي مطبوعاتو کې د ده په لمانځنه کې ورنکړه، خدای تعالی برخه ور کړه.
دی ډېره ښه کورنۍ، ښه زامن او اولادونه لري. عالم الغیب خدای ده، خو چې موږ یې په سیاست کې وینو، هم د افغانستان د خلکو په خدمت کې او هم په فرهنګي سطحه او ملي درک کې د ده کورنۍ او اولادونه هغه څوک دي چې سړی باید ګوته پرې کېږدي چې افغانان باید دغسې کورنۍ ولري.
د ده روح دې ښاد وي، زه د ده پیروان، له ځانه د ده تر د اولادونو او هغه ټول خلک چې پسرلی پېژني او پسرلی یو مستحق سړی بولي، د ده د اثارو، تفکر او شعر په باره کې څېړنو، خپرونو او معرفۍ ته رابولم.
دا زموږ ګډه وظیفه ده، تاسې دې ژوندي یاستئ، د پسرلی یاد دې همېشه وي او دی دې خدای په جنتونو کې وساتي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳