تاند- د خیبر پښتونخوا د مردان ښار د یوې محکمې په خوله کې دوو انتحاري حملو لږترلږه ۱۰ تنه ووژل او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل کړل.

تر دې مخکې نن /جمعه/ په ورسک روډ د عیسویانو پر یوې مېنې برید وشو.

د مردان د پېښې په اړه راپورونه وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې یو شمېر پولیس هم شامل دي.

تراوسه پوري د دې بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

نژدې یوه میاشت پخوا د کوټې په یوه روغتون کې په ورته انتحاري برید کې تر ۷۰ زیات کسان ووژل شول.

له دې جلا د خېبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو پېښور ښار ته څېرمه پر ورسک روډ د عيسايانو پر يوې استوګنيزه ښارګوټي د وسله‎والو ترهګرو بريد شنډ کړى دى.

نامعلومو وسله‎والو د جمعې په ورځ سهار نېږدې ٥ بجې د پېښور په ورسک روډ کې د عيسيانو پر يوه ښارګوټي بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې لا تر دې دمه کره او دقيق معلومات نه‎دي ورکړل شوي.

ورسک د پېښور ښار په شمال لويديځ کې د دې ښار په ٣٠ کيلومټرۍ کې پروت دى چې د برېښنا يو بند او شاوخوا يې ځينې دولتي او پوځي ودانۍ پرتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *